دبلوچستان دمعدنیاتو دڅانګې لوړ پوړي مشر ښاغلي شفقت وي او ای ډیوه ته ددې پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي پېښه د هرنایي په شاهره کې دي ایم ډسي دسکرو یو کان کې رامنځته شوې ده.
دغټ اختر په ورځ هم په بلوچستان کې په جبري ډول دبې درکه کسانو کورنیو چې ګڼ شمیر میرمنې اؤ ماشومان هم پکې شامل وؤ دخپلو نازؤلو دراخوشې کولو دغوښتنې دپاره په سړکونو په احتجاج تیره کړې اؤ دحکومت اؤ امنیتي ادارو نه یې غوښتي چې دهغوئ دکورنیو لادرکه غړي دې خوشې کړل شي.
لوی اختر راروان دی او خلک به بیا د قربانۍ دپاره څاروي اخلي او حلالوي به یې. خو په پاکستان، په خصوص بلوچستان کې د وچکالۍ له امله د څارویو بیعې ډېرې لوړې شوي، او تاجران یې وجه دا ګڼي چې اوس له افغانستانه پاکستان ته څاروي نه وړل کیږي. حمید سمسور ورباندې دا راپور جوړ کړی:
دتحرک انصاف سید ظهور احمد اغا د بلوچستان 22م ګورنر په توګه سوګند پورته کړی خو دګورنر په توګه دهغه په ټاکنه د واکمن ګوند په لیکو کې اختلافات لیدل کیږي.
دپوځ دپخواني جنرال عاصم سلیم باجوه دسي پیک دچئیرمن په توګه دټاکنې په ضد بلوچستان هایکورټ ته عریضه شوې چې په دغه عریضه هایکوټ اړونده خواؤ یا فریقینو ته نوټسونه جاري کړې دي.
پاکستان ویلي د ترکي او پاکستان د ترمنځ د ایران د لارې د مال وړونکي رېل ګاډي تګ راتګ به نهه کاله وروسته روانه اوونۍ بیا پیل شي.
دبیلابیلو رپورټونو اؤ نظر پوښتنو په اساس مخې ته د راغلو شمیرو له مخې د رقبې په لحاظ دپاکستان تر ټولو سترې صوبې بلوچستان کې دا مهال د تعلیم کچه یوازې 40 فیصدي ده چې دا دهیواد د نورو ټولو صوبو په پرتله ټيټه ده.
په طبیعي زېرمو شتمنه خو د پاکستان په شاته پاته صوبه کې د تعلیم سېکرټري شیر خان بازی وي او ای ډیوه ته ویلي له 2015 کال راهسې په صوبه کې تر نهه زره زیاتو ښونکو کمی وو خو دوی تېره میاشت پنځه زره استادان په کار و ګمارل او د نورو څلور زره ښونکو لپاره پلان جوړوي
نور کتل