د پاکستان حکومت د بجلۍ نرخ د یو یونټ پسر نور درې روپۍ سیوا کړی دی اؤ دا پیسې به د روانې میاشتې نه د صارفینو څخه اخلي.
د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وایي په امریکا کې دغه قرارداد دپاکستان دپاره ښه نه دی ځکه چې دې سره په افغانستان کې طالبانو سره د پاکستان دمرستو سوچ او فکر دوام مومي.
د بیمې یا انشورنس کمپنۍ وايی د کرونا وبا په لومړیو شپږو میاشتو کې د مارکیټونو د تړل کېدو له امله د هغوی کارونه اغیزمن شوی وو خو اوس بېرته بحال شوي او پوهان وايې د کرونا له وجی غیر یقینی صورت حال پیدا شو نو ډیره خلقو د دی کمپنو سره ځانونه رجسټر کړل یا نوم لیکنه یې وکړه
پوهان وایي چې د روپۍ ارزښت کې د کمي په وجه او د زیاتو ټیکسونو له امله زیات خلک په سرو زرو کې پانګونې کوي خو سوداګر وایي د زیاتو بیعو له امله خلک سره زر نه اخلي اؤ او کاروبار یې تاوانونو سره مخ دی.
دپاکستان مرکزی بینک د سود په کچه کې بدلون راوستی دی او دا کچه یې د اووه فیصده نه ۷.۲۵ فیصدي ته زیاته کړې ده ترڅو مخ په زیاتي ګراني قابو اؤ کرنټ اکاونټ خساره راکمه کړي.
د پاکستان مرکزي بېنک وايي په روان مالي کال 2022 کې په وړومبيو دوه مياشتو کې بهرنۍ پانګونې 20 فيصده نورې راکمې شوي دي.
دپوهانو په وینا دا مهال دپاکستان درامدات زیات دي او پاکستان کې ډالر کم دي او غوښتنه یې زیاته ده او ددې له امله دپاکستان روپۍ دفشار لاندې ده او نرخ یې پرله پسې کمیږي.
د اکوړي په حقانیه مدرسه باندې که تل داسې تورونه لګول شوي چې پاکستان يې طالبان په افغانستان کې پخپله ګټه کارولي خو دا ځل بیا د طالبانو په نوي کابېنه کې د دغه مدرسې نه فارغه شوي اته کسان د وزیرانو په توګه اخستل شوي دي.
نړیوال بینک وايي د شلو هیوادونو په نوملړ کی پاکستان په دریم نمبردی چېرته چې د منځني امدن وګړی په کریپټو کرنسۍ کۍ پانګونې کوي. په نوملړ کی ویتنام په اول نمبر او هند په دویم نمبر دی
پاکستان کې د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ ارزښت په ریکارډ کچه راکم شوی او پوهان وایي په پاکستان کې دتجارتي او کرنټ خسارې د زیاتوالي له امله د روپۍ ارزښت نور هم په غورځېدو دی.
نړیوال مطبوعات وايي پاکستان پلان جوړ کړی چې د هېواد د امنیتي او استخباراتي ادارو چارواکي او په ممکنه ډول د خفيه ادارې ايي ایس ايي مشر د کابل سفر وکړي او د افغانستان د پوځ په بېا رامنظم کولو کې د طالبانو مرسته وکړي.
د پاکستان دبرني ایوان قایمه کمیټۍ ته ویل شوي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټرانزیټي تجارت د شپږو میاشتو دپاره غځول شوی او په دې کې ۹۷ في صده کار شوی چې دغه لوظ نامه کې اصلاحات وکړي.
د پاکستان مرکزي بینک وایي دمالي کال ۲۰۲۲م په وړومبۍ میاشت کې غیر ملکي سرمایه کاري ۳۸.۷ فیصدي کمه شوې ده چې پکښې زیاتې پانګونې د چین څخه کمې شوي دي.
داقتصاد پوهان وايي دپاکستان تجارتي خساره زیاتیږي او په دې ورستیو کې روانه د کهاتې خساره درېوؤ اربو ته رسیدلې وه ،دپوهانو په وینا هم ددې له امله پاکستانۍ روپۍ د فشار ښکار ده او ددې په بيعه کې کمی لیدل کیږي.
دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې دترهګری په ضد روانه جګړه کې دوژل شوؤ پولیس سرتیرو اؤ افسرانو ورځ دچهارشنبې په ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې چې په دغه صوبه کې دپولیسو په ضد دبریدونو اؤ هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې ده.
دپاکستان دننه وخت په وخت حکومت اؤ بانکونه بیلابیلو څانګو کې خلکو ته دپورونو ورکولو اعلانونه کوي خو زیاتره خلک دبینکونو نه دپور اخستو په جنجالي چارو نه پوهیږي چې دا پورونه څنګه ترلاسه کړي؟
د خیبرپښتونخوا حکومت په ټوله صوبه کې دصنعتي پالیسۍ ۲۰۲۰م دایکشن پلان منظوري ورکړې او ویلي یې دي چې په راتلونکو ۱۰ کالو کې به د صوبې په بیلابیلو ښارونو کې ۱۹ صنعتي مرکزونه جوړ کړي.
پولیس وائي دخیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې د اتلسو کالو یو ځوان یې په اته کلنه ماشومه له جنسي تیري کولو وروسته نیولی اؤ دهغه په ضد یې مقدمه درج کړې ده.
نور کتل