لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډالر مقابله کې دپاکستاني روپۍ ارزښت په ریکارډ کچه غورځېدلی


پاکستان کې د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ ارزښت په ریکارډ کچه راکم شوی او پوهان وایي په پاکستان کې دتجارتي او کرنټ خسارې د زیاتوالي له امله د روپۍ ارزښت نور هم په غورځېدو دی.

په خیبر پښتونخوا کې د پیسو د بدلونکو اتحادیه وايي په خلاص مارکیټ کې د اخستو بيعه 169 روپۍ او دخرڅولو بيعه 169.20یې ته رسیدلې ده .

د اتحادیې وینا ده په افغانستان کې دطالبانو واک کې له راتلو وروسته د نور کله په څېر ډالر پاکستان ته بند شوی او په مارکیټ کې د ډالرو د کمي په وجه ددې غوښتنه زیاته ده .

پوهان وایي د روپۍ ارزښت کې د کمي په وجه په پاکستاني قرضو کې هم اضافه شوې ده.

په مرکزی ښار پیښور کې د صرافه بازار د پیسو د بدلونکو د اتحادیې مشر عبدالله صراف وايي په افغانستان کې د طالبانو د راتګ وروسته ډالر بند شوي دي.

وي او ای ډیوه ته هغه ویلي وړاندې به د افغانستان څخه خلک راتلل او هر تن به دوه زره ډالره په روپو کې بدلول خو اوس په مارکیټ ډالر نشته او د هغی اثر په مارکیټ هم غورځېدلی دی.

دپاکستان مرکزي بینک تیره ورځ ويلي وؤ د اګست په میاشت کې تجارتي خساره 133 فیصده زیاته شوې او د تیر کال اګست په میاشت کې د 107 اربه ډالرو په پرتله تجارتي خساره څلور اربه ډالره ته رسیدلې.

دپاکستان دخزانې وزارت وایي د روپۍ ارزښت کې دکمي له امله د کال2018م راهسې په پاکستان بهرني پورونه 2.9 کهربه روپۍ زیات شوي او په دې کې 20فیصدي اضافه شوې ده.

داقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي د پاکستان درامدات زیاتیږي خو حکومت لا دڅارنې پالیسۍ کې بدلون نه دی راوستی او هم ددې په ذریعه پاکستان هڅې کوي چې درامدات وکړي.

وي او ای ډیوه ته هغه ویلي راتلونکو دریوؤ کالو کې به پاکستان ته نزدی 40 اربه ډالره بهرني پورونه بېرته ستنول وي.

مهتاب حیدر وايي که پاکستان درامدات کم نه کړل د روپۍ ارزښت به نور هم را وغورځېږي او دپورونو بوج به سیوا شي.

د مرکزي بینک مشر ډاکټر رضا باقر ویلي وؤ په راتلونکي کې تجارتي خساره د جي ډي پي د دوؤ نه تر درېوؤ فیصدو ته لوړیدی شي.

د پاکستان مرکزي بینک وایي په تیرو څلورو میاشتو کې د روپۍ مقابله کې د ډالر بيعه 10.5 فیصده زیاته شوې خو پاکستان ته د بهر هیوادونو څخه د زیات ترسیلات زر ، برآمداتو او روشن ډيجيټل اکاونټ کې اضافي په غیر ملکی زرمبادله ذخیره فشار کم کړی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG