افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې په پوځیانو دماین چاودنې له امله درې عسکر وژل شوي اؤ پولیس وایي چې لکي مروت کې یې دوه ترهګر وژلي دي.
د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې شمالي او جنوبي وزيرستان چې زیاتره د ناامنۍ په نوم سره یادیږي، دغه سيمې خپل ځانګړی ښايست لري، په ژمي کې په واورو سپينې او په دوبي/ اوړي کې تکې شنې وي، د سېلګرۍ خوندورې علاقې دي خو خلک اسانتياوې او امن غواړي.
د شمالي وزیرستان په میر علي تحصیل خیسور سیمه کې د ناامنۍ او يوې ماشومې د وژنې د پېښې پرضد نن په څلورمه ورځ هم احتجاجي ولسي پرلت روان دی او پرلت کوونکي او پخپله حکومتي چارواکي وايي د دوی تر مينځه د خبرو عمل پېل شوی دی.
دشمالي وزیرستان دمیر علي خیسور سیمې خلک وايي د عملياتو پرمهال دغه سیمه کې ګرځبندیز یا کرفیو پرځائ کړل شوې او په علاقه کې په دې یخنې کې عام خلک بند ساتل کیږي خو امنیتي سرچینې وایي دا رسمي کرفیو نه ده کیږي.
د خیبر پښتونخوا سویلي ضلعه ډیره اسماعیل خان کې دسړک دغاړې بمي چاودنه کې دپاکستان دپوځ یو عسکر وژل شوی او یو بل عسکر ټپي شوی دی.
د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د ځمکې په سر شخړه د دوه ځايي قبیلو ترمنځ نښته پیل شوې چې پکې دواړو خواته ته درنه او سپکه وسله کارول کیږي.
د خېبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د پولیس یو سرتیری په ډزو وژل شوی او په شمالي وزیرستان کې یوه بل وسله وال برید کې د پاکستان پوځ یو عسکر ټپي شوی دی.
د ټانک پوليسو د پي ټي ایم د مشرانو پرضد مقدمه درج کړې چې د ولسي غونډې پر مهال یې د ریاستي ادارو پرضد د خلکو راپارولو، د شر او د کرکې نه ډکې وېناګانې کړي دي.
منظور پشتین تور ولګولو چې دترهګرۍ ختمولو پځائ دپاکستان ریاست کله ترهګرو سره مذاکرات کوي ، کله د” ګډ” اؤ کله د”بیډ” نوم ورکوي خو بل طرفته چې دپښتنو وژنې روانې دي هغې ته هیڅ پام نه ګرځول کیږي.
د خیبر پښتونخوا پولیس وايي بنو سیمه کښې د ترهګرۍ ضد پولیسو (سي ټي ډي) د ورانکارۍ پلان شنډ کړی اؤ دداعش او القاعده دوه ترهګر یې بارودي مواد سره نيولي دي.
د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان نه افغانستان ته په کډه تللي کډوالو د بیا راستنیدو دریم پړاو به سبا د 10 دسمبر نه پېل کیږي. خو ويل شوي دا کډوال به د اووه کاله کډوالۍ وروسته هم د خپلو کلیو په ځای د بنو د بکاخېلو کډوالو کېمپ ته راوستلی شي.
دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې ځائ پرځائ د لنډا یا استعمال شوي لباس بازارونه لګیدلي چې پکې زیاتره د یخنۍ نه د بچ کېدو شیان خرڅیږي خو دوکانداران وايي سږ کال خلک د ګرانۍ له امله د لنډا بازارونو مخه نه کوي او کاروبارونه یې په ټپه ولاړ دي.
د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د پولیسو په ګاډي تر سره شوي وسله وال برید کې څلور پولیس عسکر ژوبل شوی او بيا د نښتې په مهال يو ځايي لاروی تن وژل شوی دی.
په جنوبي وزیرستان کې موبایل انټرنیټ تهري جي فور جي تر هغې وروسته بیا روان کړی شوی چې د تیر زیارت په ورځ د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل فېض حميد د جنوبي وزیرستان سفر کړی وو.
دپيټي ایم مخکښ مشر اؤ دقامياسمبلۍ غړی علي وزیر دسپریم کورټ څخه دضمانت منظوریدو باوجود لا په زندان کې پروت دی چې دهغه دانتخابي حلقې خلک دا دلکونو خلکو د رایې سپکاوی ګڼي.
د خېبرپښتونخوا صوبې د بنو جاني خېل قوم وايي غوښتنې يې نه دي منل شوي او بیا يې احتجاجي پرلت پیل کړو خو د بنو انتظامیه وایي د دوی سره شوې ژمنې په ځای دي او په عملي کولو یې پېل کړی دی.
د خېبرپښتونخوا صوبې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ او تعلیم وزیرانو ویلي په صوبه کې نوو ورګډو کړی شوو قبایلي ضلعو کې به یو لک کسانو ته د کمپیوټر تربیه او دیرش زره استازان ګمارلی شي خو د قبایلي ضلعو خلک وایي حکومت وعدې کوي خو دا وعدې بيا نه پوره کوي.
لفټننټ جنرل فېض حميد چې د پېښور د کور کمانډر څوکۍ سمبال کړې په لومړۍ اوونۍ کې يې د شمالي وزیرستان سفر کړی او د اتمانزو قامي جرګې سره یې ليدلي، جرګې ورته د علاقې مسلې وړاندې کړي دي.
نور کتل