لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په وسله وال بريد کې څلور پوليس ژوبل، يو لاروی وژل شوی


د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د پولیسو په ګاډي تر سره شوي وسله وال برید کې څلور پولیس عسکر ژوبل شوی او بيا د نښتې په مهال يو ځايي لاروی تن وژل شوی دی.

د شمالی وزیرستان پولیسو مشر(ډي پي او) عقیق حسیېن دا پېښه تاید کړې او وايي بیګاه د شپې د پولیسو په ګاډي د میر علي په عیدک سیمه کې د یو بل ګاډي نه برید شوی دی.

د شمالي وزیرستان د پولیسو د ضلعي دفتر څخه جاري شوو مالوماتو کې ویل شوي وسله والو دپولیسو په ګاډي ناتاره ډزې کړي او په دغه برید کې یو ځايي تن مړ او څلور د پولیس عسکر ټپي شوي دي.

ټپي شوي پوليس سرتیري د درملنې دپاره د بنو روغتون ته انتقال کړی شوي دي.

د پولیس بيان ترمخه د وژل شوي تن پېژندګلو د مخدوم په نوم شوې ده او په ټپي شوو عسکرو کې امجد او فرمان د سوات او افرسیاب او نظیر د شمالي وزیرستان دي.

ځایې خلک وايي ډزې تر ډیر ساعت پورې اورېدل کېدې.

د شمالي وزیرستان دپولیسو ضلعي مشر عقیق حسین وي او ای ډیوه ته ویلي له برید وروسته نور پولیس سمدستي دپ یښې ځای ته رسېدلي او ځوابي عملیات یې کړي دي.

هغه ویلي دا ترهګره پېښه ده او مقدمه یې په بنو کې د ترهګرۍ ضدپولیسو ته لیږلې ده.

تر اوسه د دې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې.

شمالي وزیرستان کې دا تازه برید په داسې حال کې شوی چې د نومبر د نهمې نېټې نه د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ دیوې میاشتې ډزبندي روانه ده خو په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ نه ده تم شوې.

څيړونکي وايي د پاکستان حکومت چې د تحریک طالبان پاکستان سره کومې خبرې کوي د هغې نه څرګنديږي چې حکومت د طالبانو د ټولو ډلو سره خبرې نه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت رامنځته کیدو سره سم په پاکستان کې یو ځل بیا په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې او په 24 م نومبر په بلوچستان ایالت کې دوه امنیتي سرتیري په یوه چاودنه کې وژل شوي وو.

هم په دغه ورځ پېښور کې د پولیسو دوه عسکر په حیات اباد سیمه کې وژل شوي وو چې پړه یې داعش پغاړه اخستې وه.

د وي او ای ډيوه لخوا د راټولو کړل شوو مالوماتو ترمخه داعش ډلې د نومبر په مياشت کې په خېبر پښتونخوا کې د پينځه و بریدونو او د يو بريد ذمه واري په پنجاب صوبه کې منلې وه.

له دې وړاندې داعش په باجوړ، کوهاټ، وزيرستان، پېښور، کرمه او بلوچستان کې هم د بمي چاودنو او هدفي وژنو ذمه وارۍ پغاړه اخستې وې.

په شمالي وزیرستان کې د نومبر په 27م د پاکستان پوځ دوه عسکر وژل شوي وو. د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوت اف وزیرستان پخوانې مشر وقار داود وايي د ډزبندۍ وروسته په سیمه کې د نا امنۍ پیښې کېدل د اندېښنې وړ دي.

په شمالي وزیرستان کې دا تازه پیښې په داسې حال کې شوي چې په 22م نومبر د پېښور کور کمانډر څوکې تر سنبهالولو وروسته د پاکسان د ایي ایس ايي پخواني مشر لفټنن جنرل فېض حمېد د شمالي او جنوبي وزیرستان سفرونه کړي او د علاقې مشرانو ورته په سیمه کې د امنیت د ټینګښت سره د عملیاتو له امله بې کوره شوو کډوالو د بیا اباد کارۍ، او د دوی د کورونو او بازارونو د ورانېدو تاوان غوښتنې د هغه په وړاندې اېښودې وې.

جنرل فېض حمید دوی ته په وېنا کې ويلي وو، چې د وزيرستان امن، خوشالي او پرمختيا د پوځ او حکومت لومړيتوب دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG