دخیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پولیسو په ګاډي تر سره شوي وسله وال برید کې د پولیسو یو افسر وژل شوی او یو سرتیری ټپي شوی او په ځوابي عملیاتو کې د وسله والو دیو مهم کمانډر په ګډون دوه وسله وال وژل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه د امنيتي چارو څيړونکي وايي دغه پېښې څرګندوي چې په ورګډو ضلعو کې د وسله والو فعاليتونه اوس هم شتون لري او نور پسې سېوا کيږي.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار وویل امنیتي ځواکونو په دوسلي کې د استخباراتی معلوماتو په بنیاد د ترهګرو په ضد عملیات کول چې وسله والو پې ډزې وکړې
دجنوبي وزیرستان په دوه تویي سیمه کې تیره ورځ د دؤو تنکيو ځوانانو د وژل کیدو او یو ټپي کیدو وروسته نن په دویمه ورځ هم په مکین کې د تحصیل انتظامیې ددفتر د ودانۍ مخې ته احتحاجي پرلت دوام لري او احتجاج کوونکي وژل شوؤ ته د انصاف ورکولو ترڅنګ سيمه کې د امنيت غوښتنه کوي.
په شمالي وزیرستان کې دهدفي وژنو اؤ ناقرارۍ مخ په زیاتېدونکو پیښو په اړه د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر شاهد علي او ضلعي پولیس افسر شفیع الله ګنډاپور ویلي چې خلک په شخصي دښمنیو کې د وژنو پیښې د هدفي وژنو په توګه څرګندوي او باید دا وژنې د هدفي وژنو سره ونه تړل شي.
د شمالي وزیرستان نه د تښتول شویو کسانو کورنیو له حکومت غوښتنه کړې ده چې د هغوئ دکورنیو دتښتول شوؤ کسانو دخوشې کولو هڅې دې وکړي.
د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د وزيرو د احمدزۍ قبيلي مشرانو ویلي د پوليس لخوا ورته داسې اطلاع شوې چې د ځان د خونديتوب دپاره پوره اقدامات وکړي.
د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې وايي په جنوبي وزیرستان کې د وران شوو کورونو سروی عمل روان دې او په دې سروې کې تر اوسه د 90 زره نه زیات کورونه شمار کړی شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په کرک سیمه کې نامعالومو کسانو یو ځایي خبریال وسیم عالم په ډزو وژلی دی،
د واڼا په جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پشتین اؤ محسن داوړ غوښتنه کړې ده چې د علي وزیر په ګډون د پی ټي ایم ټول نیول شوي فعالین دې خوشي اؤ دپښتنو سیمو کې دې امن پځائ کړل شي.
"کرک ټول پاکستان ته ګېس او تېل ورکوي خو اوس داسې حال دی چې په خپله پکې نه ګېس شته، نه بجلي او نه د څکلو اوبه"، دا خبرې د کرک سره تعلق لرونکې يوې ښځې د احتجاج په مهال کړي دي.
دبنو په جاني خیلو سیمه کې د وژل شوؤ ځوانانو کورنۍ وایي دخپلو مړو خاورو ته دسپارلو نه وروسته ورپسې حکومت د مرستو پیسې لیږلي دي خو هغوئ حکومت ته ویلي چې د دوئ احتجاج دپیسو دپاره نه بلکې دهغو خلکو مالومولو اؤ ورته د سزا ورکولو دپاره ؤ چې دې پېښه کې لاس لري
د بنو په جاني خېل سیمه کې تیره ورځ د څلورو تنکي ځوانانو د مړو تر لاسه کېدو وروسته نن په دویمه ورځ (23 مارچ) هم په جاني خېلو کې د اېف سي قلعې مخې ته احتحاجي پرلت دوام لري او احتجاج کوونکي وژل شوو ته د انصاف سره په سيمه کې د امنيت غوښتنه کوي.
د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي وايي، د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي چې خلکو له کورونه جوړوي د کورونو خاوندان کوي يې خو اول دې د وزیرستان وران کړی شوي کورونه اباد کړي.
په جنوبي وزيرستان کې يوې بلې ماين چاودنې اته کلن ماشوم ژوبل کړی، دا چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان پوځ وايي په قبايلي علاقو کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی.
د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلع کې د يو داسې تن هډوکي ترلاسه شوي چې زوی یې دعوه کوي چې په کال 2007 کې بې درکه شوی وو.
د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان کاروباریانو د ضلعې دوېم غټ ښارګوټي ميرعلي مرکزي بازار تړلی او د دغه لارې يې احتجاج کړی چې په علاقه کې د بدامنۍ مخنيوي وشي.
نور کتل