لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان کې مو د ټي ټي پي د کمانډرانو په ګډون 8 ترهګر وژلي


ډېره اسماعیل خان ـــ د پاکستان پوځ وایي د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د وسلوالو په ضد دوه جلا عملیات کړي چې وایي د پاکستاني طالبانو د تحریک د درو کمانډرانو په ګډون یې اته تنه "مشکوک ترهګر" پکې وژلي دي.

په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او اې ډيوه ته ويلي، له پوځ سره د وسلوالو نښتې افغان پولې ته نیژدې د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصیل په منظرخېل او بویه سیمو کې هغه مهال شوې چې "پوځ په سیمه کې د ترهګرو په ضد عملیات کول".

د سرچينو تر مخه امنيتي ادارو ته خبر تر لاسه شوی وو چې په سیمه کې ترهګر پټې ځالې لري خو کله چې امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او د ترهګرو نه یې ګیره چاپیره کړه نو هغوی پرې ډزې پېل کړې.

پوځ ويلي چې د سرتېرو په ځوابي ډزو کې اته ترهګر چې پکې درې مهم کمانډران هم شامل وه وژل شوي دي.

پوځ د وژل شوو کمانډرانو پېژندګلو د طوفان ډلې کمانډر عبدالانیر عرف عادل، د طارق ډلې جنید عرف جامد او د صادق نور ډلې خالق شادین عرف ریحان په نومونو سره ښکاره کړې او ويلي يې دي "دغو ترهګرو د تاوان دپاره د خلکو په تښتونو، قلنګ، په امنیتي سرتيرو په بريدونو او چاودنو کې لاس درلود. "

خو په بیان کې د نورو وسلوالو پېژندګلو نه ده په ډاګه شوې او د پېښې په اړه چا ذمه واري هم نه ده منلې.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې په پراخه کچه د وسلوالو پر ضد ضرب عضب عملیات کړي خو بیا هم وخت په وخت پکې د بدامنۍ پېښې کېږي چې پکې په امنیتي سرتېرو له بریدونو سره سره د عامو خلکو هدفي وژنې هم کیږي.

په 22 فرورۍ د شمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل کې څلور ښځې چې د يوې غېر دولتي ادارې کار کوونکې وې او په شواه کې یو ځايي تن نامالومو وسله والو په ډزو وژلي وو او د دوی تعلق د خیبر پښتونخوا بنو سیمې سره وو.

په 23 فرورۍ د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې په شمالي وزيرستان کې د څلورو ښځو په وژنه کې ککړ تن حسن خان چې د سجنا په نوم یادېده په میر علي بازار کې د امنیتي ځواکونو په اسخبارتی عملیاتو کې وژل شوی دی.

د فرورۍ په 22 په بله پېښه کې په شوه تحصيل کې وسله والو 10 کسان تښتولي وو او پولیسو ويلي وو چې وروسته يې پکې څلور کسان خوشي کړي دي.

د بد امنۍ تر دغو پېښو وروسته په دوېم مارچ د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل قمر جاوېد باجوه د شمالي او جنوبي وزیرستان قبایلي ضلعو سفر کړی او ويلي يې وو په سيمه کې په پراخه کچه امن بيرته راغلی دی.

په قبايلي علاقو کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه په وروستيو کې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي وو، اوس چې څومره پېښې کیږي ټولې د ترهګرۍ نه وي په ټوله نړۍ کې د بدامنۍ پېښې کيږي.

بابر افتخار ویلي وو قبایلي علاقې چې په صوبه کې ورګډې شوي حالات ډېر ښه شوي او چې کله دا قبایلي ضلعې په پوره توګه په صوبه کې ورګډې شي پوليس په ځای شي حالات به ورسره نور هم سم شي.

په شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې بيا سېوا شوې دي او د شمالي وزیرستان پولیسو خبرداری ورکړی، چې لاقانونه ګرځول شوې د پاکستاني طالبانو ډله نور بریدونه هم کولای شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

الکټورل کالج څه ته وایي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG