د پښتونخوا په سوات کې سږ کال د پیازو پېداوار ښه او ډېر شوی دی ځکه کروندګر خوشاله دي او د وخت نه مخکې پیاز د پنجاب بېلابېلو منډایانو ته د خرڅ دپاره لېږي. نور تفصیل فیاض ظفر وړاندې کوي:
په ملاکنډ پوهنتون کې د رباب پر سر له پوهنتون څخه د ویستل شوي زده کونکي موسی خان د مرګ پر ضد د ګل په ورځ هم د پوهنتون مخې ته احتجاج شوی موسی خان له پوهنتون څخه له ویستل کېدو وروسته په یوې ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی. تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
د سوات د څلورمې درجې یا کلاس فور سرکاري نوکرانو په راروان بجټ کې د خپلو تنخواګانو د زیاتوالي دپاره احتجاج کړی دوی وايي، چې تنخواه يې څلوېښت زره ده او د کور لګښتونه یې له یو لاک څخه زیات دي تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
په سوات کې د یوه سیمنار ګډونوالو په تعلیمي نظام کې د بدلون پرسر خبرې وکړې په سوات کې د ځوانانو لپاره د تعلیم، تاریخ او د سوات د قدرتي ښايست ښودلو لپاره په دغه یو ورځني سیمینار کې د پاکستان د څلور واړو صوبو ځوانانو ګډون کړی وو. تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
د اختر په مناسبت په سوات کې د سېلانیانو ګڼه ګوڼه زیاته شوې د اختر په ورځو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو نه سوات ته د سېلانیانو ورتګ زیات شوی. سېلانیان لومړی په مینګوره کې د سیند پر غاړه په فضاګټ پارک کې میلې کوي. تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
په خیبر پښتونخوا کې د اختر له نېږدې کېدو او د اوړي له پیلېدو سره د په لاس جوړو څپلیو بازار هم ښه شوی. پېښورۍ څپلۍ بېلابېل ډولونه لري چې ځینې مشهورې یې چارسدوالې څپلۍ هم دي خو په دې وروستیو کې یې د ځینو سیاستوالو نومونه هم راخپل کړي او په بېلابېلو نومونو یادېږي. سږ کال کومې څپلۍ ډېرې پلورل کېږي؟
په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي د پسرلي له پيلېدو سره د سوات هر اړخ ته رنګ رنګ ګلونه غوړېږي او هرې خوا ته خوشبوګانې وي. تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
د عیسايي ټولنې بل غړي شکیل صادق وویل په سوات کې د هغوي د مذهب د 200 نه زیاتې کورنۍ دي، په سوات کې يې مخکې هدیره نۀ وه او د ټولنې مړی به یې ښخولو دپاره پېښور یا پنجاب صوبې اټک ښار ته وړل
د امن نوبل انعام ګټونکي ملاله یوسفزۍ د سوات د جینکو لومړني کرکټ ټیم ته د لوبې ټول سامان استولی چې اوس به د ښې لوبې کوښښ کوي تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
ډاکټران وايي خیبر پښتونخوا کې سږ کال د تېر کال په پرتله د سینې یا د ټوخي تبې ډېر ناروغان روغتونونو ته ورځي د یخنۍ په موسم کې خلک ځان د دې مرضونو نه څنګه بچ ساتلی شي په دې هکله نور تفصیل د فیاض ظفر په رپورټ کې.
چارواکي وايي، د موسم د بدلون له امله په تېرو دوو سېلابونو کې سوات هم سخت زیانمن شوی او په راتلونکې کې له نورې خطرې سره هم مخ دی.
د بحرېن تحصیل د سیند نه پورې د پېنځو کلو پول چې تېر سېلاب کې اوبو وړی و اوس یې د کلي خلک په خپله جوړوي چې تګ راتګ ورته اسان شي تفصیل فیاض ظفر وړاندې کوي
روغتیا پوهان وايي، په ماشومانو کې د تلیسیمیا یا د وینې وچېدو مرض مخ په زياتي دی دوی وايي که په پاکستان کې دې اړخ ته ځانګړی پام ونه شي او د مخنيوي لارې چارې يې ونه لټول شوې دا ناروغي به په راتلونکي کې نوره هم زیاته شي. تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
د سوات د ریاست لومړنی سرکاري سکول (ودودیه هائي سکول) سل کلن شو. دا سکول له ریاست د جوړېدو نه اته کاله وروسته جوړ شوی و. تفصیل د فیاض ظفر په رپورټ کې.
ملګروملتونو په یو پروګرام کې، د سوات د یو سکول ماشومان په یو علمي سفر د سیلګرۍ سیمې تمبه ګټ ته بیولي
د سيدو ميډيکل کالج سوات ادبي ټولنې د جمعې په ورځ د پښتو ادبي ناسته راجوړه کړې وه چې نوميالیو شاعرانو او ادب پوهانو پکې برخه واخستله.
د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې خلکو د برېښنا یا بجلۍ د بېلونو د زیاتوالي پرضد احتجاج کړی احتجاج کونکو له حکومت څخه غوښتنه کوله چې د بجلۍ په بېلونو کې زیاتوالی دې بېرته واخلي او بیه دې راټيټه کړي. تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
نور کتل