د سيلاب ځپلو سيمو د کرونده ګرو د رجسټريشن لپاره د محکمه زراعت د چارواکو روزنه پیل شوې په جزوي يا مکمه توګه د فصلونو له مينځه تلل او د ځمکو د زيان تفصيل به آن لائن ريکارډ کېږي. ځپل شویو زميدارو ته به په تخمونو او سرو کې د حکومت لخوا رعايت ورکول کېږي.
د خېبر پښتونخوا حکومت د مي لومړۍ نېټې نه د غنمو د اخېستلو اعلان کړی او د یو من غنمو بیه یې ۳۹۰۰ روپۍ ټاکلې کروندہ ګرو د حکومت لخوا په ټاکل شوي نرخ باندې ناخوښي څرګنده کړې ده او وايي د فصل د تیارېدو لګښت لوړ خو نرخ يې ټيټ دی. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
پوهان وايي، د پاکستان 60 فيصده ځمکې د بورامین یا بوران نومې عنصر د کمي ښکار دي نو په مصنوعي سرو کې د بورامین له شاملېدو سره د فصلونو پیداوار باوري کېدای شي تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
زمیندار د دې لپاره څاروي ساتي چې سوچه شېدې او ډېره غوښه ترې ترلاسه کړي او د دې لپاره څارویو ته د ښه خوراک ورکول ډېر مهم دي. په دې موضوع پيښور تحقيقي مرکز کې په ګياګانو څېړنې کيږي او نوي تخمونه خلکو ته پېژندل کيږي کوم چې د څارویو نه د ډير پيدوار اخېستلو لپاره ګټور وي.
د فصلونو لپاره کومه سره په کوم وخت کې مهمه ده او د خاورې او اوبو ټيسټ څنګه او چېرې کيدای شي؟ پهه دې اړه د ماډل فارم سروسز چارسده زميدارو ته روزنه ورکړل شوې. د دې روزنیز پروګرام هدف ښه زميداري او د کروندګرو د ګټې زياتول وو. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
خیبرپښتونخوا کې د سټرابیري فصلونه رسیدلي او د دې میوې شوکه پيل شوې تير کال پر 240ايکړه ځمکه باندې سټرابیري کرل شوي وو چي پيدوار یې 705ټنو ته راسيدلي و. سږ کال دا میوه په 250ايکړه کرل شوې خو زميدار د ګرانۍ او ډيرو خرچو انديښمن کړي. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
پوهان: د موسمي بدلون د منفي اثراتو نه د بچ کيدو يواځينی لاره د زياتو ونو کرل دي په دې اړه په چارسده کې سماجي کارکونکو د ونو د کرلو پر ګټو د پوهېدو یوه هڅه پیل کړې. تفصيل د ملک وقاص په راپور کې.
د کرنې ساینس پوهان هڅه کوي چې له کمو ځمکو څخه ډیر تولید ترلاسه کړي ځکه چې دوی وايي، موسمياتي بدلون په کرنه ډېره بده اغیزه کړې ده او په دې برخه کې نورې څيړنې هم روانې دي. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
د يخني په دي موسم کې د نوښارمالټي خلک ډېرې خوښوي. د لرو پرتو سيمو خلک هم په ګڼ شمير کې دې خوندورو مالټو خوړولو ته راځي. يادي مالټي بيلابيل قسمونه لري او په ډيره خواري یې خسمانه کيږي. زمونږ همکار ملک وقاص په نوښار کې د مالټو يو باغ ته تللی او دا رپورټ یې تيار کړی دی.
پاکستان کې د خوراکي توکو بیې زیاتې شوي د پاکستان د شمير شميرني ادارې د مياشتني رپورت تر مخه د نومبر په مياشت کې د ۱۶شپاړسو څيزونو نرخونه زیات شوي دي. همدا رنګه په کلنۍ کچه هم د لسو نه د زياتو شيانو ګرانو بيو کې کمي ندی راغلي. د ګرانۍ نور احوال ملک وقاص په دې رپورټ کې راکوي.
د خېبرپښتونخوا په سوات ضلع کې د غنمو د کروندې لپاره تياری سر ته رسيدلی او زميدارو خپل پټي برابر کړي دي حکومت په سیمه کې کروندګرو ته د یخ موسم دپاره موزون تخمونه ورکوي. کروند ګروهم د تخمونو په اړه تسلي ښکاره کړي ده. په سوات کې د غنمو د کښت، تخمونو او پيدوار په اړه نور حال ملک وقاص وړاندې کوي
پوهان: په پاکستان کې د ډالر د نرخ له ښکته تلو سره هم د خوراکي توکو بیې په خپل ځای دي او عامو خلکو ته ترې کومه خاصه ګټه نه ده رسېدلې د شمېر شمېرنې ادارې د ګرانۍ اوونيزه کچه 0.30 فيصده ښودلې او په کلنۍ کچه د ګرانۍ اندازه 38.28 فيصده ښيي. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
پوهان په خیبر پښتونخوا کې د غنمو زیات پیداوار له معیاري تخمونو سره تړي چارواکي وايي، د خېبر پښتونخوا د غنمو د کروندې لپاره 35زره ټنه تخم ته اړتیا لري. په خيبر پښتونخوا کې د غنمو کښت د اکتوبر له 20 مې نېټې څخه شروع کېږي. په صوبه کې د غنمو د کښت او تخمونو په اړه نور حال ملک وقاص وړاندې کوي
د موسمي بدلون د مخنیوي لپاره په پېښور زرعي پوهنتون کې د جامن سل بوټي کرل شوي. د جامن بوټي مېوه هم ښه ده او روغتیا ته یې ګټه هم زیاته ده. پوهان وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې هم موسمي بدلون په چاپیریال ناوړه اغیزې کړي. تفصیل ملک وقاص وړاندې کوي.
زراعت پوهان وايي، د پښتونخوا د غنمو کمی به دا کال کم وي ځکه پيداوار یې ډېر شوی په پښتونخوا کې د ښه زراعت ډېرې لارې دي او زراعت پوهان وايي د پنجاب په غنمو او اوړو اړتيا هله کمېدلی شي چې د کر کروندې ځمکه پراخه کړل شي او داسې نوي توخمونه پيدا کړل شي چې پيداوار يې په څو چنده زيات وي.
خيبر پښتونخوا ته د ۲۰۱۰ کال له سېلاب نه وروسته سپين ګلي نومي ګنده بوټي انتقال شوی چې د کرونده ګرو ستونزې ورسره زیاتې شوي. دا ګنده بوټی د انسانانو او ځناورو لپاره د ناوړه ناروغیو سبب کېږي او هم په پټي کې د فصل خوراک 35فيصده ختموى چې له امله یې پيداوار هم کم شي او فصلونو ته زيان ورسېږي.
په خیبر پښتونخوا کې د بزګرو په فصلو باندې د ګلۍ له امله د تنباکو بیې زیاتې شوي زمیدار خوښي څرګندوي چې دا مهال د یو کیلو تنباکو بیه ۸۲۵ روپیو ته رسېدلې ده. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په سېلاب ځپلو سیمو کې زمیدارو ته له مچانو څخه د میوو او سبزیانو د فصل ساتلو لپاره ټرېپونه ورکړل شوي بزګر وايي، له دې سره په فصلونو باندې د زهرو سپرې بنده شوې او له دې امله یې لګښت هم ۸۰ سلنه کم شوی. په دې هکله د ډیوې خبریال ملک وقاص له بزګرو سره خبرې کړي.
د چارسدې د ابازو سیمې د خوږو امونو فصل رسېدلی او بزګر یې د صادراتو د زیاتېدو غوښتنه کوي د چارسدې د ابازو سیمې د امونو په باغونو کې فصل رسېدلی چې نه یواځې د هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږل کېږي بلکه بهرنیو هېوادونو ته هم استول کېږي خو بزګر وايي، چې صادرات یې باید زیات شي.
د حلالې د غوښې او شودو مقدار زياتولو لپاره په پښتونخوا کې د لائيو سټاک محکمې پروژې شروع کړي. په دې پروژو کې زميدارو ته د څاروو ساتلو او ښه خسمانې د پاره د څاروي په سر پيسې ورکوي او د څاروو د ناروغتيا علاج هم ويړيا کيږي. زميدار د دې نه څومره ګټې اخلي؟ تفصيل د ملک وقاص په رپوټ کې
نور کتل