د بشري حقونو ډلې خبرداری ورکوي چې د ترکیې خپلواکې رسنۍ د فبرورۍ خونړۍ زلزلې ته د ترکي د صدر رجب طیب اردوغان د چلند په اړه د انتقادي رپورټونو ورکولو له وجې له جرمانو او نیولو سره مخ دي. دوی وايي، چې دغه ځورول د مې په میاشت کې د کېدونکي صدارتي انتخاباتو په اړه دي.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ استونیا ته تللی، چېرې چې امریکا او د نیټو اتحادیانو د نیټو په ختیځ کې د دفاع پیاوړي کولو لپاره د ځواکونو شمیر زیات کړی دی. استونیا پدې میاشت کې د خپل کلني ژمي پوځي تمرین د روس نه ۱۷۰ کیلومیټره لري له خپلې پولی سره ترسره کړی.
د امریکا صدر جو بایډن په دې اونۍ کې کانګرس ته وینا کې خپلې اقتصادي لاس ته راوړنې یادې کړي دا په داسې حال کې چې په امریکا کې د بې کارۍ شمېرې مخ پر ډیرېدو دي او اقتصاد پوهان وایي، چې ښکاره اقتصادي ستونزې شته.
د غیر دولتي تنظیم د خویندو کور یاسمین اختر وايي چې ښځې نه یواځې د کور نه بهر غیر محفوظه دي بلکې د کور دننه هم غیر محفوظه دي، د هغې په قول په کور کې په ښځو تشدد کیږي او زیاترو مېرمنو ته په جایداد کې برخه نه ورکول کیږي