د کورمې د مندوري او اوچت سيمو خلک وايي پوځيانو او اېف سي عسکرو نن د جمعې په ورځ په سیمه کې د لټونې عمليات پېل کړي او کور په کور ګرځي، وسلې راغونډوي او شکمن خلک اوچتوي
قبایلی ولس وایی حکومت له پکار دي چې په نرخونو د نظر ساتلو د پاره کمیټۍ جوړې کړي،په بازارونو کې هره ورځ دوکاندارانو ته نرخنامې ورکړي، او د غوښې او داسې نورو خوراکی توکو افغانستان ته په غیر قانونی توګه په وړو بندیز ولګوي،
د هند صدر پرناب مکرجی د ګل په ورځ نوو منتخب شوو قانون ساز غړو ته په خپله وینا کې ویلي دي چې د ملک اقتصاد ښه کول د دوی لومړنۍ ترجیح ده