TV Schedule
هېلو وي او اې په ټي وي
نننۍ خپرونه کې به د امریکا راتلونکي انتظاميې او د دوی بهرنۍ پالیسۍ ته کتنه کوو. په ځانګړي ډول د پاکستان افغانستان، منځني ختیځ او چین په وړاندې. د ټرمپ ټاکنه به د افغانستان او پاکستان لپاره څه پایلې ولري؟ ځکه چې جنوبي اسیا او په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان هم د امریکا د بهرنیو چارو د تګلارې مهمه برخه ده. بل لور ته عرب مشران د ټرمپ نه څه تمه لري؟ ایا ټرمپ به وتوانیږي چې منځني ختيځ کې راونې شخړې ختمې کړي او که نه؟ په خپرونه کې به د مېلمنو سره په همدې بحث او خبرې کوو. راسره مل اوسئ. کوربنه: منزه شهید
لویه پښتونخوا په ټي وي
د امریکا صدارتي امیدوارې کامله هېریس خپله ماتې منلې او خپل سیال ډانلډ ټرمپ یې د نوي منتخب صدر په حېث منلی دی – خو دا چې په کور دننه او د امریکا نه بهر به د وایټ هاوس د نوې انتظامیي چېلنجونه څه وي په لویه خېبر پښتونخوا پروګرام کې پرې د میلمنو سره بحث کوو – د خپرونې کوربه : نوشیروان قلندر