TV Schedule
د پاکستان اوافغان طالبانو ترمنځ انښتې، د فېض حمید کابل ته په جشني سفر پاکستان پښېمانه، د امریکايي ځواکونو په انخلا بحثونه، رحمان بونیری
د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ انښتې، د فېض حمید کابل ته په جشني سفر پاکستان وس پښېمانه او په واشنگټن کې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په "گډوه وډه" انخلا یو وار بیا بحثونه، کوربه رحمان بونیری دی
لویه پښتونخوا په ټي وي
د پاکستان پوځ او افغان طالبانو تر منځ نښتو کې د مرګ ژوبلې دعوې شوي. جنوبي وزيرستان: د پوليو ټیمونو ساتنې له روانو پوليسو باندې چاودنه کې د 7 اهلکارو په ګډون 13 تنه ژوبل شوي. لکي مروت پوليس: د سيمې نه دې پوځ وځي، "په درېو مياشتو کې مونږ پوليس امن راولو" اسحاق ډار: په افغانستان د طالبانو له غلبې وروسته کابل ته د فېض حمید سفر پاکستان ته ډېر ګران پریوتی. دویمه برخه : د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې يونسېف د کال ۲۰۲۴م د شمېرو ترمخه په ټول پاکستان کې ۲۶ میلیونه ماشومان د تعليم نه بې برخې دي چې زيات شمېر پکې د جينکو دی۔ د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف هیواد کې د تعلمي ایمرجنسۍ ویلي، ایا د سکولونو نه بهر ماشومان به سکولونو ته په اسانه راویستل شي؟ څه کول پکار دي؟ د تفصیل لپاره خپرونه تر پایه وګورئ.