لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د کورمې برید کې د وژل شویو شمېر 45 شو، داوړ وایي "ریاست پښتونخوا کې واک ترهګرو ته سپارلی"

پاکستاني چارواکي وایي د پښتونخوا په کورمه ضلع کې پر مسافر وړونکو ګاډو باندې د "ترهګرو" د ډزو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه 45 ته رسېدلی او 20 نور ټپیان دي. د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبریالانو ته د کورمې په برید کې د مرګ ژوبلې شمېر تایید کړی دی.

د کومې پولیسو او د روغتون چارواکو ویلي په وژل شویو کې امنیتي عسکر، ښځې او ماشومان هم شامل دي او وایي امکان لري چې د مړو شمېره نور هم زیات شي.

دا پېښه د نومبر په 21مه د کوزې کورمې په مندوري علاقه کې شوې، له پاړا چناره د مسافرګاډو قافله پېښور ته روانه وه، چې په لاره کې پرې نامعلومو وسلوالو ډزې کړې دي.

د سرچينو په وینا قافله د پولیسو په ساتنه کې روانه وه او ځينې سرچینې وايي د پوليسو او وسلوالو بريد کوونکو تر منځ نښته هم شوې، خو وایي‌ وسلوال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

سمدستي کومې وسلوالې ډلې د پېښې ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې، خو پولیس وایي چې په سیمه کې یې د بریدګرو د نیولو لپاره د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

چارواکي دا د مځکې پر سر شخړه ګڼي چې په وروستیو کې په سیمه کې د سُني او شیعه قبیلو تر منځ پېښه شوه او د اګست او اکتوبر تر منځ په څو اوونیو کې په دغه جګړه کې تر 100 زیات کسان ووژل شول.

غبرګونونه:

د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمیشن په کورمه کې تاوتریخوالی "نه ختمېدونکی" بللی او پرونۍ پېښه یې غندلې ده.

ایچ آر سي پي پر خپل ایکس په یوه بیان کې د "بې ګناه کسانو" د وژل کېدو د دا ډول پېښو تکرار د عامو وګړو د امنیت په ساتلو کې د وفاقي او صوبايي حکومتونو د ناکامۍ تصدیق کوي:

"موږ له دواړو حکومتونو د سمدستي او غوڅو ګامونو غوښتنه کوو چې د تشدد دغه بیا بیا پېښېدونکې لړۍ د همېشه لپاره ختمه کړي".

د پاکستان د قومي اسمبلۍ مخکیني غړي او د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر محسن داوړ دا پېښه بې رحمانه بللې او غندلې یې ده. داوړ پر خپل ایکس لیکلي، دا "وحشتناک برید" د خپلو وګړو په ساتنه کې د ریاست "ناکامي" ښیي:

"کورمه او پښتونخوا د تشدد په منګولو کې ده. ریاست په پښتونخوا کې خپله واکمني ترهګرو ته سپارلې ده".

داوړ په یو بل پوسټ کې لیکلي، د مړو شمېر په زیاتېدو دی، خو وایي په مرکز [مېن سټریم] کې د دې ډله ییزې وژنې په اړه هیڅ بیړنی حالت یا تادي نه محسوسېږي. داوړ ویلي، "د غندنې د معمول پړاو ختم شوی او داسې ښکاري چې هر څوک نور خپل کار کوي".

د پاکستان صدر آصف علي‌ زرداري هم د کورمې پېښه غندلې او وایي پر "بې ګناه مسافرو باندې برید یو بزدلانه او غیر انساني" عمل دی. زرداري پر ایکس په پوسټ کې په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو انجام ته د رسولو لارښوونه کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم دا پېښه غندلې او د برید کوونکو د پېژندلو او سزا ورکولو امر یې کړی دی. د پاکستان سرکاري ټي وي پر خپل ایکس د وزیراعظم له خولې لیکلي، چې "د هېواد د امن دښمنانو د بې ګناه وګړو پر کاروان برید کړی چې له "حیوانیت" سره برابر عمل دی:

"په ملک کې د امن د خرابوونکو عناصرو ټولې هڅې به شنډې کړل شي. په پیښه کې ککړ شرپسند عناصر به وپېژندل شي او مثالي سزا به ورکړل شي. ورانکاري په داسې بزدلانه کړنو د پاکستان د زړور ملت حوصلې نه شي کمزورې کولای".

د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري هم د کورمې پېښه غندلې ده. د پیپلز ګوند په رسمي ایکس پاڼه د بلاول له خولې لیکل شوي، په کورمه ضلع کې د بې ګناه خلکو په نخښه کول ډېر بزدلانه او وحشیانه عمل دی:

"په پېښه کې ککړ مجرمان دې د عدالت منګولو ته وسپارل شي، د امن او امان پر ځای کول د حکومت اوله ذمه واري ده، د ملکي وګړو د ژوند او مال تحفظ دې وشي".

پر ټولنیزو رسنیو نورو ګڼ شمېر خلکو هم د کورمې پېښه په کلکو ټکو غندلې ده او د داسې پېښو ذمه واري یې پر حکومت ور اچولې ده ځکه چې وایي په کورمه کې د سُني او شیعه تر منځ له مودو راهیسې په شخړو کې خلک وژل کېږي خو حکومت یې په حل کولو کې ناکامه دی.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د خېبرپښتونخوا ګورنر صوبه کې د امن دپاره د ټول ګونديزې غونډې رابللو ويلي

د خېبر پښتونخوا ګورنر صوبه کې د امنيت خراب صورتحال په سر راتلونکې مياشت د دسمبر په وړومبۍ اوونۍ کې د ټول ګونديزه غونډې يا ال پارټيز کانفرنس رابللو ويلي دي. ګورنر د ټول ګونديز غونډې رابللو خبره داسې وخت کې کړې چې صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي، او کورمه کې نن د مسافرو په ګاډو وسله وال بريد کې لږ تر لږه 39 کسان وژل شوي دي.

د صوبې ګورنر فېصل کريم کنډي ویلي، دې غونډه کې به په صوبه کې د امنیت په روان صورتحال او اړونده نورو چارو صلاح مشوري کولی شي. څيړونکي وايي دا وخت خېبر پښتونخوا کې د امنيت خراب صورتحال هم تقاضه کوي چې ټول سياسي ګوندونه يوه حل لاره ولټوي.

په 19 نومبر د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې بنو کې په وسله وال بريد کې د 12 پوځي او اېف سي عسکرو د وژني ورسته د خېبر پښتونخوا ګورنر په يو ويډيو پيغام کې د ټول ګونديز کانفرنس رابللو ويلي دي.

څيړونکي وايي، دا وخت د خېبر پښتونخوا امن د بلوچستان نه ډېر خراب دی نو ځکه د پوځي مشرتابه سره سره به سياسي مشرانو ته اوس دانشمندانه فېصله کول وي، او که حالات دا ډول روان وي، نو ناامني به د هيواد نورو برخو ته هم په توندۍ سره ورسي.

څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي، "مونږه اکثر ګورو د ال پارټيز کانفرنس نه ټوقه جوړه شوې، په دې کې به زمونږ د صوبي ټول سياستوال راټولیږي، که د هرې ډلې دي پشمول پي ټي آی، دوی به راغونډيږي اتفاق رای به جوړوي، دا اوس چې کوم صورتحال دی د حکومت په کنټرول کې نه دی نه د صوبي سره دومره وسايل شته، نه وړتيا لري چې هغه د دې مسلې حل را وباسي".

خېبر پښتونخوا کې حکومتي چارواکي وايي ګورنر چې د وفاق استازی دی، هغه ته پکار ده چې صوبه کې د امنيت په اړه د مرکز کومي ذمه واري دي هغه ورته ور يادي کړي، دا وخت صوبه کې د پوځي عملياتو ضرورت نشته.

د وزيراعلي د اطلاعاتو مشاور بېرسټر محمد علي سېف وايي، "د پوځي عملياتو دې وخت کې هيڅ ضرورت هم نشته، مونږ په دې باندي خپله پاليسي ورکړې ده د ملټري اپريشن ضرورت نشته نو په دي باندې خبري ته جواب هم نشته دی".

دوه ورځې وړاندې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه کې د سياسي ګوندونو سره د امنیت په اړه د خبرو اترو کولو خبره شوې وه. په ياده غونډه کې په بلوچستان صوبه کې د امن دپاره د پوځي عملياتو پيل کولو پرېکړه شوې وه.

د روان کال په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې، او د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزم استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند، جمعيت علمااسلام ف ګوند او جماعت اسلامي د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې وو بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.

په 22مه جولايۍ د پوځ وياند لېفټينېنټ جنرل احمد شريف چوهدري مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې ويلي وو، عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي.

د يادو عملیاتو دپاره 20 اربه روپۍ هم منظور کړل شوي دي.

خبريال فدا عديل وايي، "اوس دلته دا ويره شته دی چې کله د استخباراتو په بنیاد عمليات کيږي، که خلکو ته ويلي کيږي که مونږه صرف هدفي عمليات کوو تاسو به نقل مکاني نه کوئ تاسو به خپل کور کاروبار نه پريږدئ نو بېا کيدي شي دې باندې څه جوړ جاړی وشي يعني څه جزوي طور باندې اجازت مېلاو شي خو تاسو ته پته ده د رياست پاليسيانو ته د اجازت ضرورت نشته".

په وروستيو کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په پوځ، پوليس او نورو امنیتي ادارو وسله وال بريدونه سېوا شوي او په غټه کچه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري د ستمبر د میاشتې په پينځمه نېټه ویلي وو، د روان کال په لومړو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي وو.

د ترهګرۍ ضد عملياتو تفصيل یې ويلي وو، چې"سږ کال په تيرو اتو میاشتو کې د استخباراتو په اساس د ترهګرۍ ضد 32,173 مختلف عملیات شوي او يواځې د اګست په مياشت کې 4021 عمليات ترسره شوي، او د تحریک طالبان پاکستان 90 وسله وال وژل شوي وو".

هغه ويلي وو، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ، پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې هره ورځ د 130 نه زيات عمليات کوي، او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به جګړه روانه وي".

کورمه کې د مسافرو په ګاډو وسله وال بريد کې د وژل شوو شمېره 39 ته ورسېده، ګڼ نور ژوبل

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا کورمه ضلعه کې د مسافرو په ګاډو وسله وال بريد شوی، تر اوسه پورې پکې 39 کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

په کورمه ضلعه کې د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 او پوليس وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، د وژل شوو شمېره 39 ته رسېدلې، او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

له دې وړاندې د رېسکيو 1122 وياند عقيل حسېن وي او اې ډيوه ته په وسله وال بريد کې د مرګ ژوبلو اوښتو تاييد کړی وو چې سمدستي دوی 33 مړي او د 15 پورې ژوبل روغتونونو ته منتقل کړي دي.

د کورمې مرستیال کمشنر جاوېدالله مسيد هم وي او اې ډیوه ته پېښه تاييد کړه او وې یې ويل، د پېښې د ځای څخه مړي او ژوبل روغتونونو ته منتقل کولی شي، نور تفصيل یې وروسته د مطبوعاتو سره شريک کړي.

دا پېښه نن په 21م نومبر د کوزې کورمې په مندوري علاقه کې شوې، د پاړا چنار نه د مسافرو ګاډو قافله پېښور ته روانه وه، په لاره کې پرې نامالومه وسله والو ډزې کړي دي.

د سرچينو ترمخه، قافله د پولیسو په ساتنه کې روانه وه، او ځينې سرچینې وايي د پوليس او وسله والو بريد کوونکو ترمنځ نښته هم شوې، خو ډزې کوونکي وسله وال د موقعې څخه تښتېدلي دي.

د رېسکیو کارمندانو وي او اې ډيوه ته ويلي، په فلاينګ کوچ يا هاييس ګاډو او ورسره په لاره نورو موټر ګاډو وسله والو ډزې کړي دي.

د ژغورنې ادارې ويلي، ژوبل او مړي د بګن، عليزۍ او سي اېم اېچ ټل ته وړل شوي او د ځينو په اړه ويل شوي، پېښور ته منتقل کولی شي.

د پاکستان صدر اصف علي زرداري کورمه کې په ګاډو د ډزو د پېښې غندنه کړې او پېښه کې ککړو کسانو انجام ته رسولو لارښوونه یې کړې ده.

کورمه کې د تېرې يوې مودې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي، په لومړو کې ويل شوي د ځمکو په سر نښتې شوي او هغه بيا په فرقه ييزه بڼه بدل شوي دي.

دوه اوونۍ وړاندې په اووم نومبر پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن اسلام اباد کې خبري غونډه کې ويلي وو، په کورمه کې روانو قبايلي فرقه ييزه شخړو ته سنګينو حالاتو ته دې فوري توجه وشي.

د بشري حقونو کمېشن ویلي وو، تېر د 2023م کال په جون او بيا په اکتوبر کې د مخالفه ډلو ترمنځ په جنګ بندۍ اتفاق شوی او څو جرګې شوې وې خو په کورمه کې تشدد اوس هم روان دی.

د کمېشن ترمخه، روان کال د جولای د میاشتې په شخړو کې اندازً 49 کسان وژل شوي او لږ تر لږه 190 ژوبل شوي وو، په ستمبر کې بيا 21 کسان وژل شوي او اکتوبر کې 11 تنه وژل شوي، ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.

په نهم نومبر کورمه کې ځايي خلکو لاريون کړی او د يوې میاشتې خواوشا مودې سره د غټ سړک پرانستو او سيمه کې د امن په ځای کولو دپاره یې غوښتنې کولې.

د احتجاج کوونکو سره ځايي انتظامیې مزاکرات کړي، په دويمه ورځ بيا لاره پرانستل شوې او لاريون کوونکو ته ويل شوي وو چې څه موده به د قافلو تګ راتګ د ساتونکو ځواکونو سره کیږي او بيا به پوره لاره پرانستل شي.

پرون په ياده علاقه کې احتجاجي مظاهره هم شوې، او ويلي يې وو چې په دغه علاقه کې بيا د امنيتي پېښې خطره ده.

په دې خبر کې ځینې مالومات د ډيوه خبریال عدنان بېټني شريک کړي

محسن نقوي ویلي سعودي ته د تلونکو 4300 سوالګرو نومونه اې سي ایل ته اچول شوي

Mohsin Naqvi
Mohsin Naqvi

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي د سعودي عرب د کورنیو چارو مرستیال وزیر ډاکټر ناصر بن عبدالعزیز الداؤد سره لیدنه کې هغه ته باور ورکړی چې پاکستان په کلکه سعودي ته د خېرمارۍ یا سوالګرۍ لپاره د ورتلونکو پاکستانیانو مخه نیسي.

ښاغلي محسن نقوي ویلي چې پاکستان تر اوسه د 4300 سوالګرو نومونه د سفري بندیزونو په نوملړ کې اچولي اؤ سعودي ته ددې سوالګرو د لېږدونکې مافیا سر چقوي.

د پاکستان د سرکاري ټي وي د رپورټ له مخې په دې لیدنه کې د پاکستان اؤ سعودي عرب تر منځ د بندیانو د تبادلې په تړون عملي کولو هم اتفاق شوی اؤ پاکستان سعودي ته وړاندیز کړی چې اسلام اباد اؤ ریاض باید غبرګ ښارونه وګرځول شي.

په دې ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو، متقابلو ګټو، د نیمه پوځي ځواکونو او پولیسو د تبادلې ،ګډو روزنیزو پروګرامونو اؤ پاکستان نه سعودي ته د خېر غوښتو لپاره د تلونکو سوالګرو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

محسن نقوي ویلي چې پاکستان سعوي ته د خېر غوښتو لپاره د تلونکو سوالګرو په ضد ګرد هیواد کې اغېزمن عملیات پېل کړي اؤ دا خبره باوري کوي چې یو سوالګری ترې هم سعودي ته لاړ نه شي.

تېره میاشت په مطبوعاتو کې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې د سعودي حکومت د هغو څلورو زور پاکستاني وګړو پاسپورټونه بلاک کړي چې په سعودي کې د سوالګرۍ اؤ نورو جرمونو په تړاؤ نیول شوي اؤ په زندانونو کې پراته دي.

د پاکستاني چارواکو د وینا له مخې د سعودي نه ددغو پاکستانیانو د ډي پورټ کولو یا راویستلو لړۍ به زر پېل کړل شي اؤ بیا به پاکستان ته په رارسیدو ددغو ملزمانو په ضد قانوني اقدام کیږي.

د پاکستان نه هر کال د لکونو په شمېر کې پاکستاني وګړي سعودي عرب ته مزدورۍ یا هم حج اؤ عمرې له ځي خو په دې کې بیا ګڼ شمیر داسې کسان هم شامل وي چې هغوي په سعودي کې خېرونه غواړي اؤ د سعودي پولیسو په دې جرم ګڼ شمیر سوالګر نیولي هم دي.

تېره اوونۍ هم د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ایجنسي (ايف آي ای) د ملتان په هوایي اډه هغه ۱۱ د جاز نه راکوز کړي وؤ چې غوښتل یې د عمرې کولو په اړ کې سعودي ته سوالګرۍ لپاره لاړ شي.

تر دغې کارروایۍ وړاندې تېره میاشت هم د ایف آي ای د عمرې په اړ کې سوالګرۍ لپاره سعودي ته تلونکي ۲۴ سوالګر د ملتان هواي اډې څخه هغه مهال نیولي وؤ چې په جاز کې ناست وؤ اؤ د عمره کوونکو لباس یې په تن ؤ.

په دغه ډله کې ماشومان اؤ ښځې هم شاملې وې.

دغو نیول شوؤ کسانو د پلټنو په مهال ایف آي ای ته ویلي وؤ چې دوي په سعودي کې په سوال کومې پیسې وګټي هغې کې ترې نیمایي هغه ایجنټان اخلي چې د سوالګرۍ لپاره یې سعودي ته لیږي.

مېتیو میلر: د ترهګرۍ مخنیوي لپاره واشنګټن اسلام اباد سره خبرو اترو ته هوډمن دی

د امریکې د خارجه وزارت ویاند مېتیو میلر.
د امریکې د خارجه وزارت ویاند مېتیو میلر.

امریکې په پاکستان کې د ترهګرۍ په وروستیو پېښو ژوره اندېښنه ښودلې اؤ ویلي یې دي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره واشنګټن د اسلام اباد سره خبرو اترو ته هوډمن دی .

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند ښاغلي مېتیو میلر په واشنګټن کې رسنیو ته د احوال ورکولو په وخت ویلي پاکستاني ولس د ترهګرۍ له امله ډير زیات زیانونه لیدلي دي .

د هغه وینا وه چې امریکې د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې پاکستان سره خپله شراکت داري دوامداره ساتلې ده.

ښاغلي میتیو میلر وویل د ترهګرۍ په ضد اقدام کولو لپاره د پوځي اؤ غیر پوځي توان په سیوا کولو مشورې روانې دي.

امریکایي ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان ادوؤ صوبو خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د ترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې وروستیو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر خونړي بریدونه ترسره شوي دي.

وړمه ورځ هم د پاکستان دخېبر پښتونخوا صوبې په بنو اؤ خېبر ضلعو کې ترهګرو په پاکستاني پوځيانو خونړي بریدونه کړي وؤ چې د رپورټونو له مخې په غو بریدونو کې تر شلو زیات پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

دا بریدونه په پاکستاني پوځيانو وروسته له هغې شوي وؤ چې د نهې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کې د نیشنل ایکشن پلان د اېپکس کمیټې غونډې کې په بلوچستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد د پوځي عملیاتو کولو منظوري ورکړل شوه.

د اېپکس کمیټۍ په غونده کې د ترهګرۍ ضد قامي ادارې (نېکټا) د بیا فعالولو او په قامي او صوبایي استخباراتي همکارۍ او د ګواښونو ارزونې مرکزونو پر جوړولو هم اتفاق شوی ؤ.

په غونډه كې دا فيصله هم شوې چې د ترهګرۍ په ضد د مرکزي حكومت په هداياتو عمل كولو دپاره به د صوبايي اېپکس كمېټو تر څارنې لاندې ضلعي رابطه كمېټې جوړولی شي.

وزيراعظم شهبازشريف د اېپکس کمیټې غونډې ته خپله وینا کې ویلي چې څو کاله وړاندې دوی په ترهګري قابو موندلی و خو کله نه چې ترهګري بیا زياته شوه نو نړۍ دوی ته پیغورونه ورکوي.

د شهباز شریف وینا وه چې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كې د ترهګرۍ له وجې خلک اندېښمن دي۔

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د رپورټ ترمخه تېره د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.

د پېکس رپورټ وایي د اکتوبر میاشت کې په مجموعي حملو کې 87 فيصدي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 117 کسان وژل شوي اؤ همدا شان په بلوچستان کې بیا په دې میاشت کې په 24 بريدونو کې 56 کسان وژل شوي دي.

د رپورټ له مخې په پنجاب صوبه کې په 6 پېښو کې 19 کسان وژل شوي چې ټول ترهګر وو.

د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار هم تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې سږکال پوځ په ګرد هیواد کې د ترهه ګرو په ضد دیارلسو زرو نه زیات واړه اؤ غټ عملیات کړې دي اؤ په دې کې 239 ترهه ګر وژل شوي دي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG