لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

​ آي ایم ایف پاکستان ته د پور د پېسو نه د یو ارب، 2 کروړه اؤ 69 لکه ډالرو وړومبی قسط ورکړو

د پاکستان د دولتي بینک له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې د آي ایم ایف لخوا د 37 میاشتو لپاره منظور شوي د 7 اربه ډالرو پور کې پاکستان ته د وړومبي قسط ورکړل شوې پېسې به د اسټيټ بینک په ذخیرو کې جمع کولی شي
د پاکستان د دولتي بینک له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې د آي ایم ایف لخوا د 37 میاشتو لپاره منظور شوي د 7 اربه ډالرو پور کې پاکستان ته د وړومبي قسط ورکړل شوې پېسې به د اسټيټ بینک په ذخیرو کې جمع کولی شي

د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف لخوا پاکستان لپاره د 7 اربه ډالرو منظور کړل شوي پور کې دغه ادارې یو ارب، 2 کروړه اؤ 69 لکه ډالر د وړومبي قسط په توګه پاکستان ته ورکړي دي.

د پاکستان د دولتي بینک له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې د آي ایم ایف لخوا د 37 میاشتو لپاره منظور شوي د 7 اربه ډالرو پور کې پاکستان ته د وړومبي قسط ورکړل شوې پېسې به د اسټيټ بینک په ذخیرو کې جمع کولی شي.

پاکستان لپاره د پور د دې پېسو منظوري درې ورځې وړاندې د آي ایم ایف د اجراییه بورډ په غونډه کې ورکړل شوې وه.

د آي ایم ایف اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې دا پور به د 37 میاشتو لپاره وي اؤ پاکستان ته به په سمدستي توګه د یو ارب ډالرو قسط ورکول کیږي.

په کال 2022م کې د پشکال د بارانونو اؤ سختو سیلابونو اؤ ګڼو نورو بد انتظامیو له امله د پاکستان اقتصاد سخت ځپل شوی ؤ .

پروسکال داسې ګنګوسې راپورته شوې وې چې ګنې پاکستان به په اقتصادي توګه سقوط ورکړي خو بیا تېرکال د جولاي میاشت کې آي ایم ایف پاکستان سره د پور په تړون اتفاق وکړو اؤ داسې د اقتصادي سقوط ګواښ پشا شو.

د آي ایم ایف اؤ پاکستان تر منځ د پور له تړون وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ دا باید د پاکستان له لوري آي ایم ایف څخه وروستی د پور پروګرام وګڼل شي.

اقتصاد پوهان وايي د اي ایم ایف له خوا ددې قرضې لپاره اېښودل شوي شرطونه ډير ګران دي او د دې عملي کولو سره به په پاکستان کې ګراني سېوا شي.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان د پورونو د پيسو سره د سود بيرته ورکولو موده رانزدې ده، پاکستان دا وخت د زیاتو پورونو د بوج لاندې دی خو بيا هم د پور د پاسه نور پورونه اخلي ځکه چې بله لار هم نه ويني.

د اقتصادي چارو خبریال طاهر امین وي او اې ډیوه ته وایي ,,دا مونږه نوې قرضې اخلو چې زړې قرضې ورباندې ستنې کړو ځکه چې زمونږه برآمداتو کې اضافه نه کیږي او هم دغه شان زمونږ د ټیکسونو هدف هم نه پوره کیږي او دا د تشویش وړ خبره ده،،.

د پاکستان سټېټ بینک وایي روان مالي کال پاکستان د قرضو د ستنولو په مد کې 26.5 اربه ډالرو ته اړتیا لري او د یاد بینک په وينا امکان دی چې په دې ترڅ کې د 12.3 اربه ډالره قرضو موده وغوځولی شي.

تر دې وړاندې د خزانې وزارت د قامي اسمبلۍ قايمه کمیټې ته ویلي وو په راتلونکو پینځوؤ کالو کی پاکستان ته 100 اربه ډالره قرضې واپس کول یا ستنول دي.

خو مالیاتی اداره اي ایم ایف وایي په روان کال 2024 کې په قامي پرمختیا کې 2.4 فیصده ښه والی راغلی، د ګرانی رفتار کم شوی او د غیر ملکي زرمبادلې ذخیره کې استحکام لیدل کیږي، پوهان وایي پاکستان له به اقتصادي اصلاحات عملي کول وي.

اقتصاد پوه شهریار بټ ډیوه سره خبرو کې وایي ,,د حکومت د اړخه چې کوم ترقياتي بجټ دی، په هغې به کټ لګول کيږي، د توانايۍ قيمتونه زياتيږي، ځکه چې حکومت رعايتونه نه شي برداشت کولی، او هم دغه وجه ده چې حکومت رعايتونه ختم کړي دي، چې له هغې وروسته د بجلۍ او ګېس په قيمتونو کې ډيره اضافه وشوه،،.

نړيواله مالياتي اداره وايي پاکستان له به د ټېکسونو جال خورول، په سرکاري ادارو کې اصلاحات کول او د سرمايه کارۍ په لار کې د پرتو خنډانو لرې کولو ترڅنګ د بجلۍ په څانګه کې خساره راکمول وي۔

خو اقتصادي پوهان وايي که حکومت نور ټېکسونه ولګوي نو دې سره به په ولس د ګرانۍ بوج زيات شي۔

د خبریال طاهر امين په وینا "آي اېم اېف غواړي چې پاکستان د ټېکسونو جال خور کړي او په وړو دوکاندارانو به يا چرته چې ټېکسونه نه وي لګېدلي هلته به ټېکسونه لګوي، آي اېم اېف دا هم وايي چې د ځمکو په کاروبار او زراعتو ټېکسونه ولګوې او امکان لري چې په راتلونکي وخت کې وړوکی بجټ راشي او نور ټېکسونه ولګي".

د پاکستان د ټېکسونو مرکزي ادارې دا امکان رد کړی دی چې روان مالي کال 2024-25 کې نور ټېکسونه ولګوي.

د ټېکسونو اداره وايي په مالياتي نظام کې ضروري بدلونونه راولي چې د فایلر يا نان فایلر ترمېنځه فرق ختم کړي۔

روان مالي کال د پاره مرکزي حکومت د ټېکسونو هدف 12 زره 900 او 77 اربه روپۍ ټاکلی خو اداره وايي د روان مالي کال په ړومبیو دوو مياشتو کې د ټېکسونو راټولو هدف سل اربه روپۍ خسارې سره مخ دی.

سوات کې د ترهګرۍ خلاف او امن دپاره احتجاجي جلسه کې زرګونو خلکو ګډون کړی

د پښتونخوا د سوات سیمې د قامي جرګې په غږ نن د جمعې په ورځ په سر ښار مینګوره کې د ترهګرۍ خلاف او د دایمي امن دپاره لویه احتجاجي مظاهره شوې ده چې په اول ځل پکې ښځو هم ګډون کړی وو.

د مینګورې ښار نشاط چوک د زرګونو خلکو نه ډک وو او چې نور ځای نه وو نو خلک کوڅو او د ودانیو چتونو ته وختل. ځوانانو، ماشومانو، بوډاګانو او ښځو هم د ترهګرۍ خلاف په دغه احتجاج کې ګډون وکړو.

تېره ورځ ډپټي کمشنر سوات یو خط جاري کړی وو چې د جمعې د ورځې په احتجاج کې د ترهګرۍ خطره ده نو قامي جرګې اعلان وکړو چې د ځان سره خپل بچي هم راولئ نو ډېرو خلکو خپل بچي هم راوستي وو.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سیکرټري پخواني بریګېډیر ډاکټر محمد سلیم خان په احتجاجي غونډه کې د وینا په وخت وویل، "زموږ پر خاوره دوی بیا بدامني راوستل غواړي خو موږ بدامنۍ ته نور نه یو تیار".

په غونډه کې د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو، صوبايي وزیر، اېم اېن اېز، اېم پي اېز، د ښار مئیر، تحصیل چیئرمېنانو، وکیلانو او د بېلا بېلو تنظیمونو کارکنانو هم ګډون وکړو.

وینا کوونکیو څو ورځې وړاندې په سوات کې د بهرنیو سفیرانو په قافله د بمي چاودنې غندنه وکړه او ویې ویل چې په سوات کې نوره بدامني په هېڅ توګه نه مني.

د قامي جرګې د کارنده کمېټۍ ممبر صادق عزیز وویل، "د سوات خلک پرامنه خلک دي او دا ۲۰۰۸م کال نه دی اوس د سوات خلک بېدار دي او د بدامنۍ خلاف متحد دي".

د سوات قامي جرګې مشر مختیار خان په خپله وینا کې وویل، "اول مو درته په خوله وویل چې ترهګري بنده کړئ، اوس درته غونډه کې وایو چې ترهګري بنده کړئ او که نوره ترهګري وشوه نو بیا به د سوات خلک په ټوپک اوچتولو مجبوره شي".

مدني فعالې نیلم چټان هم له ګڼ شمېر نورو ښځو سره په دې احتجاجي غونډه کې ګډون کړی وو، هغې په خپله وینا کې وویل، "نن ښځې هم په دې مجبوره شوې چې هغوی د امن دپاره په احتجاج کې شریکې شوې".

د سوات قامي جرګې مشرانو زیاته کړه که د دې نه پس د ترهګرۍ پېښه په سوات کې وشوه نو سوات قامي جرګه به په سخته فېصله مجبوره شي.

په سوات کې د امن غوښتنې دپاره دا جلسه په داسې وخت شوې چې په 22م ستمبر د سوات مالم جبې ته د بهرنيو سفارتکارو د قافلې سره روان، په ساتنه مامور پوليس ګاډي څنګ ته چاودنه شوې، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی، او څو نور ژوبل شوي وو.

شهباز شریف: د طالبانو حکومت دې افغانستان کې د وسلوالو ډلو د غیرفعاله کولو لپاره اغېزمن ګامونه واخلي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې په غزه، لبنان او اوکراین کې په جګړو باندې اندېښنه ښکاره کړه او په افغانستان کې د بشري حقونو خصوصاً د ښځو د حقونو په اړه یې د نړیوالو غوښتنو ملاتړ وکړ.

شهباز شریف د امریکې په وخت د جمعې په سهار د عمومي اسمبلۍ 79مې غونډې ته وویل، پاکستان دوې لسیزې د ترهګرۍ په ضد جګړه کړې او وایي د هېود اتیا زره پوځیان او عام خلک یې وژل شوي‌ دي چې وایي په هغوی کې د سکول ماشومان هم شامل دي.

وزيراعظم شهباز شريف په خپل هېواد کې د ترهګرۍ روانو پېښو ته په اشارې سره وویل، د تحريک طالبان پاکستان ډله به په مکمله توګه ختموي او وایي د دې لپاره یې پوځ د "عزم استحکام" په نوم پراخ عمليات پيل کړي دي۔

شهباز شریف هم ټي ټي پي "فتنه الخوارج" وبلله او دا نوم په روان کال کې د پاکستان حکومت او پوځ د دې وسلوالې ډلې لپاره اخیستل پیل کړي دي خو خپله ټي ټي پي ځان ته دا نوم نه کاروي.

شهباز شریف وویل په افغانستان کې د طالبانو موقت حکومت باید له نړۍ سره کړې ژمنې پوره کړي او د ښځو د حقونو او ترهګرۍ ضد اقدامات باید وکړي.

د پاکستان وزیراعظم وویل، هېواد یې په افغانستان کې د حالاتو عادي کېدل غواړي، وایي د نړیوالې ټولنې د هغو غوښتنو ملاتړ کوي چې وایي د طالبانو په واکمنۍ کې دې بشري حقونو خصوصاً د ښځو او نجون حقونو ته درناوی وشي او یو ټولشموله حکومت دې جوړ شي.

هغه وویل د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د غیرفعاله کولو لپاره اغېزمن ګامونه واخلي، خو د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو او نړیوالو دا ډول دعوو ته په جواب کې تل ویلي چې بهرنۍ ترهګرې ډلې یې په هېواد کې فعالیت نه لري.

شهباز شریف وویل، د طالبانو حکومت باید په ځانګړې توګه د هغو ترهګرو ډلو خلاف ګامونه واخلي، چې تر پولې پورې غاړه په ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګرۍ ذمه واره دي:

"په دغو ډلو کې داعش، القاعده، ټي ټي پي فتنه الخوارج، مجید بریګېډ، بي ایل اې او نورې ترهګرۍ ډلې چې له بده مرغه پر افغان خاوره لیدل کېږي".

وزیراعظم شهباز شریف یو ځل بیا د غزې حالت ته اشاره وکړه او د دوو ریاستونو پر حل یې ټینګار وکړ. هغه د اسرایل پوځي عملیات په کلکه وغندل او ویې ویل چې په غزه کې یوه ستره غمیزه روانه ده:

"په دې قضیه کې غندنه کافي نه ده، موږ باید د وینو تویولو مخه ونیسو".

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال شهباز شریف وویل چې په غزه کې ماشومان ژوندي ښخیږي او سوځول کیږي خو وایي نړۍ ننداره کوي:

"دا یواځې یوه شخړه نه ده، دا د بې ګناه فلسطینیانو منظم وژل دي. د انساني ژوند او وقار په جوهر باندې حمله ده، د غزې د ماشومانو په وینه نه یواځې د ظالمانو بلکې د دې ظالمانه جګړې په اوږدولو کې د لاس لرونکو کسانو لاسونه هم سره دي".

شهبازشريف وویل په سيمه کې د سولې لپاره هندوستان ته پکار ده چې په 5م اګست 2019 کې اخیستي ګامونه بيرته واخلي. وایي د کشمیر لانجه باید د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواره شي او که هندوستان د کوم جرات هڅه وکړه نو پاکستان به ورته کلک ځواب ورکړي.

له پوليو وايرس سره د پاکستان جګړه دېرش کلنه شوه، وايرس لا هم ماشومان معذوره کوي

په پاکستان کې د پوليو وايرس خلاف جګړه په 90مه لسيزه کې پيل شوې او لاهم روانه ده. په پاکستان کې په تېزۍ سره د خپرېدونکي وايرس پوليو د کېسونو شمېر د روان کال په نهه مياشتو کې 23 ته رسېدلی، او تر ټولو زيات کېسونه د پاکستان په جنوب لويديځه صوبه بلوچستان کې رپوټ شوي، چې شمېر يې پينځلس ته رسېدلی دی.

د پاکستان وروستی د پوليومثبت کېس د خيبرپښتونخوا په کوهاټ دره ادم خېل سيمه کې د پنجشنبې- زیارت په ورځ رپوټ شوی، چې يو د لسو مياشتو ماشومه پوليو شوې ده. خو په بلوچستان کې بيا د سيپټمبر پر 25مه په پښين سيمه کې يو دوه نيم کلن ماشوم پوليو شوی دی.

په پاکستان کې روان کال د پوليو مثبت کېسونه:

په پاکستان کې روان کال د پوليو 23 مثبت کېسونه رپوټ شوي دي، په بلوچستان کې 15، په پښتونخوا کې دوه، په سیند کې څلور، په پنجاب او اسلام اباد کې يو يو ماشوم پوليو شوي دي.

تېرکال په پاکستان کې د پوليو شوو ماشومانو شمېر شپږ وو، په بلوچستان کې يو کېس هم نه وو راغلی، خو دوه نيم کاله وروسته په بلوچستان کې لومړی د پوليوکېس رپوټ شو.

په بلوچستان کې تر ټولو زيات کېسونه افغان پولې ته څېرمه په کلاعبدالله کې رپوټ شوي، چې شمېر يې شپږ ته رسېدلی دی.په بلوچستان کې د پوليو مثبت کېسونه په کلاعبدالله، چمن، پښين، کلاسيف الله، کوټه، ږوب، بلوڅ مېشته سيمه جهل مګسي او ډېره بګټي کې رپوټ شوی دي.

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام:

په پاکستان کې د پوليومخنيوي پروګرام په کال 1994م کې پيل شوی او له وايرس سره د دې هيواد جګړه درې لسيزې ته رسېدلې، خو په بشپړه توګه وايرس لا هم د هيواد په ګوټ ګوټ کې ماشومان معذوره کوي.

د پوليومخنيوي پروګرام د وژل شوې وزیراعظمې بينظير بټو په واکمني کې پيل شو، چې هغه مهال د مثبت پېښو شمېر شاوخوا شل زره وو، خو اوس د ګوتو شمېر ته کېسونه راټيټ شوي، چې دا روغتيا پوهان لاسته راوړنه ګڼي.

د پوليو وايرس په مخنيوي کې ستونزې:

امنيتي چېلنجونه او خطرونه، د ويکسين پر ضد منفي تبليغات، ناسم پوهاوی، مذهبي او ټولنيز مخالف، لرې پرتو سيمو ته نه لاسرسی، د ميندو او پلرونو بې غوري او نور عمده لاملونه دي، چې د پوليومخنيوي پروګرام په مخ کې خنډ او له لسيزو يې مل دي.

پوليو وايرس يوازې په پاکستان او افغانستان کې:

پاکستان او افغانستان د پوليو وايرس له پلوه په ختيځ ميډيټرينين هيوادونو کې شامل شوي او په نړۍ کې همدا دوه اسيايي هيوادونه دي، چې پوليووايرس پکې شتون لري.

پاکستاني چارواکي ځيني وخت په ګاونډي افغانستان کې د وايرس شتون او پر پوله دخلکو تګ راتګ د وايرس د لېږد لامل ګڼي. په بلوچستان کې هم په هغه سيمو کې زياتره پېښې رپوټ شوې، چې افغان پولې ته څېرمه دي.

د پاکستان د روغتيا د بېړنيوعملياتو د مرکز يا نېشنل اي او سي مشر (پخواني پوځي کپتان) انوارالحق وي او اې ډيوه ته ويلي، چې پاکستاني او افغان روغتيايي چارواکي (اي او سيز) پر دې سلا شوي، چې د روان کال پاتي کېمپونه سينکرونايزډ يا په يو وخت وکړي، د دې ترڅنګ په روانه سيپټيمبر مياشت کې د پوليوضد کيمپېن هم په پاکستان او افغانستان کې په يو خت ترسره شوی وو.

د بلوچستان د روغتيا د بېړنيوعملياتو د مرکز يا اي او سي بلوچستان مشر انعام الحق وي او اې ډيوه ته په يوه مرکه کې ويلي، چې په تاريخي توګه د کوټه بلاک سيمې کوټه، پښين، کلاعبدالله او چمن د پوليووايرس له پلوه حساسه سيمې پاتي شوې دي. په ټولنه کې ويکسين په اړه د زغم نشتوالی د وايرس د وجود مهم لامل دی. ډېره موده په بلوچستان کې د پوليوکېس نه وو رپوټ شوی، ځکه نو کارکوونکو په کار کې بې غوري وکړه، چې په نتيجه کې يې پرله پسې مثبت کېسونه رامنځته شول:

"د پوليووايرس نور ډولونه له منځه وړل شوي، خو يوازي دوه ډوله وايرس اوس هم په چاپيريال کې وجود لري. په صوبه کې له ويکسين د انکاري والدينو شمېر هغه د پخوا په پرتله ډېر راټيټ شوی دی. بشپړه کلی، محله يا کوڅه چې به له ويکسين انکاري وه، خو اوس داسي نه ده. په کومو سيمو کې چې اوس هم له ويکسين انکاري خلک شته، هلته د ويکسين په کار کې غټ چېلنج همدا دی".

بل لور د افغانستان د پوليومخنيوي پروګرام پخوانی مشر ګلاخان ايوب بيا وي او اې ډيوه ته وايي، چې تېرکال په افغانستان کې د پوليوشپږ مثبتې پېښې رپوټ شوې، چې ټولې په ننګرهار ولايت کې رپوټ شوې، خو سږکال يې شمېر زيات دی. البته په ننګرهار کې له يو کال راهيسې کوم ماشوم نه دی پوليو شوی:

"په افغانستان کې روان کال د پوليو نولس مثبتې پېښې رپوټ شوې دي. يوازي اوولس مثبتې پښې بلوچستان ته څېرمه د هيواد په سوهيلي حوزه کندهار، هلمند او اورزګان په ولايتونو کې رامنځته شوې دي. پوليو وايرس پوله نه پېژنې او دواړو غاړو ماشومان فلج کوي. د پوليو مخنيوي پروګرام د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو په مالي لګښت چلېږي، که په سمه توګه مديريت شي، وايرس به له غبرګو هيوادونو پاک شي".

د سيپټيمبر پر شپږويشتمه د بل اينډ ميلنډا ګېټس فاونډېشن مشر بل ګېټس له صدراعظم شهباز شريف سره په امريکا کې د ليدنې پرمهال هوډ کړی، چې له پاکستانه د پوليووايرس په بشپړه توګه د له منځه وړلو او د پوليوکارکوونکو د بشپړامنيت ساتلو لپاره به شته ټولې وسيلې په کار واچوي.

روغتيايي کارپوهان وايي، چې پوليووايرس له يوې سيمې بلې ته لېږدېدونکی وايرس دی، او يو د پوليو اغېزمن ماشوم په شاوخوا کې دوه سوه نور ماشومان اغېزمن کولای شي. پوليو وايرس د تنکي ماشومانو اعصابي نظام فلج او اندامونه يې کاره اچوي. که څه هم د ناروغۍ علاج نشته، خو البته د پوليوضد دوې قطرې د وايرس مخه نيولای او ماشومان خوندي کېدلای شي.

په تورخم لاره د احتجاجي پرلت له امله د افغانستان او مرکزي اېشیا هیوادونو سره د پاکستان تجارت په ټپه ودرېدلی

په خېبر قبایلي ضلع کې د تیراه راجګل کډوالو له خوا بګياړي پوستې سره د احتجاجي پرلت د لاسه په تورخم لاره افغانستان او مرکزي اېشيايي هېوادونو سره دوه اړخيزه تجارت په ټپه ودرېدلی دی.

په تورخم پوله د تجارت د ودرېدو له امله سوداګر وایي سخت مالي زيان سره مخ شوي او د ډرايورانو ستونزې هم زیاتې شوې دي.

د خېبر بګياړي پوستې سره د تيراه د راجګل کډوالو پرلت په اته دېرشمه (۳۸) ورځ هم دوام لري چې له امله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د تورخم په لويه لار د ګاډو لوی لوی قطارونه دواړو خواو ته ودرېدلي دي.

پرلتوال وايي څو وارې يې د حکومتي، انتظاميه او پوځي چارواکو سره خبرې اترې وشوې خو لا يې هم څه نتيجه نه ده ورکړې.

د پرلتوالو مشر ملک نصیر احمد وي او اې ډيوه ته وایي،دوي حکومتي چارواکو سره په خبرو کې دا تجویز ورکړی ؤ چې ټول کډوال دې په يوځائ خپلو کورونو ته ستانه کړی شي.

خو هغه وایي بيا وروسته دوي په خپله خبره کې لږه نرمې راوسته او حکومت ته یې ووېل درې يا څلورو ځايونو ته دې خلک اوس ستانه کړی شي او نورپاتې خلک دې د راروان کال اپرېل نه خپلو کورونو ته ستانه کړل شي او حکومت به د تګ پيسې او نورې غوښتنې هم مني .

د ملک نصیر احمد په وینا" پرون د صوبايي حکومت چې کومه کميټي راغلې وه د خبرو د پاره نو د هغوئ خبرې بېخي بدلې وې او هم هغه د شپږو مياشتو خبره يې کوله خو هغې باندې ورسره مونږ راضي نه يو".

د تېراه راجګل کډوال له حکومته غوښتنه کوي چې هغوئ ته دې په يو ځائ خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

حکومتي چارواکو د راجګل کډوالو ته د خبرو اترو په وخت څو وارې ويلي چې شپږ مياشتې وروسته به خپلو کورونو ته دستنېدو اجازه ورکول کېږي ولې چې اوس په تيراه کې د يخنۍ موسم پېل کېږي.

بلخوا د پرلت د لاسه تورخم لاره باندې افغانستان سره دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت ودرېدلی او ډرايوران وايي له ګڼو ستونزو سره يې مخ کړي دي.

افغان ډرايور غازي محمد ډيوه ته وایي "د کرايې چې کومې پيسې مونږ راوړې وې نو هغه راسره خلاصې شوې او اوس مو نورې راقرض کړې د اډو واله نه او نورو خلکو نه او هغې باندې اوس ګزاره کوؤ".

هغه وایي "مونږ دلته ۳۵ پينځه دېرش ورځې ودرېدو او په دې پينځوؤ دېرشو ورځو کې مونږ درې، درې نيم لکه روپۍ تاوان وکړو ولې چې مونږ به په يو مياشت کې دوه يا درې پيرې کولې او په يوه پېره کې به مو يو نيم لک روپۍ کټلې، دې کې مونږ د ګاډي قسطونه هم خلاصوؤ خو بيا مو هم داسې ۳۵۰،۰۰۰ لکه روپۍ تاوان وکړو".

احتجاج کوونکي وايي څه شپږو زرو نه تر شپږ نیمو زرو پورې تېراه راجګل نه بې کوره شوې کورنۍ په جمرود کې مېشته دي او خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه دي.

پوځ په دې روستيو کې ويلي وو د تېراه په کومو سيمو کې چې د امنيت وضعه ښه شوې نو هغو ځايونو ته کډوال ستانه شوي خو په ځينو سيمو کې لا هم وسله وال شته او د هغوئ په ضد عمليات روان دي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG