لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسن اقبال: پاکستان د ترهګرۍ له منځه وړلو پرته پرمختګ نشي کولای


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال له ټولو سیاسي ګوندونو او مذهبي عالمانو څخه وغوښتل چې له هېواد څخه د توند لاري فکر په له منځه وړلو کې دې خپل رول ادا کړي.

نوموړي چې په قامي اسامبلۍ کې یې د شورو یا چهارشنبې په ورځ وینا کوله وویل، مونږ په هېواد کې ډېرې خونړۍ پېښې ولیدلي او اوس وخت ددې دی چې امن راشي.

ده په ټینګار سره وویل چې له توند لاري فکر سره مونږ دا هېواد پر مخ نشو وړلای.

احسن اقبال په خپلو خبرو کې وویل، هېڅوک هم دا حق نه لري چې د نورو ژوند واخلي بلکه دا واک یواځې له محکمو سره او قاضیانو سره وي.

ده زیاته کړه، د پیغام پاکستان تر نامه لاندې دوه زره پاکستاني دیني عالمانو هم ویلي دي چې د جهاد اعلانول د کوم کس یا ډلې کار نه دی بلکه دا واک دولت لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل، زمونږ مذهب په سولې باندې ټینګار کوي او باید په دې لارښونو عمل وکړو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG