لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت پښتون ژغورنې غورځنګ ته د خبرو وړاندیز کړی


د خیبر پښتونخوا حکومت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) مشرانو ته وړاندیز کړی چې د والي (ګورنر) تر مشرۍ لاندې جوړې شوې جرګې سره دې خبرې وکړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک یوې خبرې غونډې ته د وینا پرمهال وویل:

(ما د پي ټي ام استازو ته وړاندیز وکړ چې د هغې جرګې سره دې خبرو ته کښیني کومه چې د خیبرپښتونخوا د ګورنر تر مشرۍ لاندې جوړه شوې ده او څلور پنځه ورځې به دوام وکړي تر څو ددوي پر غوښتنو د قانون په رڼا کې غور وشي.)

وزیر اعلی پرویز خټک زیاته کړه چې دی به په خپله هم د پي ټي ام له مشر تابه سره خبرې وکړي او هڅه به وکړي چې د هغوی ستونزو او اندېښنو ته د حل لاره وموندل شي.

د خیبر پښتونخوا د حکومت لخوا د شوي وړاندیز په اړه د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشرانو له ډلې شهباز ستوریاني وي او اې ډیوې ته وویل چې تر اوسه پورې په په رسمي ډول دوی ته ددغو خبرو په اړه څه نه دي ویل شوي خو له دوی سره پخوانیو خبرو هم تر اوسه کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

(زمونږ پنځه واړه غوښتنې د قانون په رڼا کې دي. د پاکستان استخباراتي او سیاسي مشرانو له مونږ سره ددغو غوښتنو د پوره کېدو ژمنې کړي خو تر اوسه هم زمونږ غوښتنې په بشپړه توګه نه دې پوره شوي.)

ښاغلي ستوریاني ډیوې ته زیاته کړه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران به د خیبر پښتونخوا د حکومت لخوا د خبرو د وړاندیز په اړه یوه غونډه وکړي او له دغې غونډې وروسته به بیا خپل رسمي دریځ اعلان کړي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ نورو مشرانو لکه محسن داوړ او خپله منظور پشتین هم په وار وار ویلي دي چې که له یوې خوا له دوی سره د خبرو کولو هڅه کیږي خو له بلې خوا اوس هم ددوی د غورځنګ له ملګرو سره د امنیتي ادارو لخوا له تاوتریخوالي ډک چلند کیږي.

محسن داوړ د سوات له غونډې وروسته ډیوې ته ویلي وه چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ ۲۲ غړي د پاکستان د امنیتي ادارو لخوا نیول شوي دي.

همدرانګه په لاهور او سوات کې د غورځنګ د غونډو پرمهال نه یواځې دوی ته اسانتیاوې نه وې برابرې شوې بلکه ددغو غونډو د مخنیوي لپاره ګڼې هلې ځلې هم شوې وې.

له بلې خوا د پاکستان د پوځ مشر په پېښور کې د خپلو خبرو پرمهال ویلي و چې په هېواد کې د پردیو استخباراتي ادارو په اشاره ځینې کسان غونډې کوي خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ نوم یې په څرګنده نه و یاد کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG