لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روژې میاشت په امریکا کې


په امریکا کې هم مسلمانان د نورې اسلامي نړۍ په څېر روژه نیسي. کورنۍ د حلالو غوښو له دوکانونو څخه سودا کوي او د روژه ماتي لپاره ډول ډول خواړه برابروي.

مسلمانان د خپلو کورنیو له غړو او ملګرو سره روژه ماتی کوي، په ګډه لمونځ او عبادت کوي او له غریبو خلکو سره مرسته کوي.

شاکر سید په ویرجینیا کې د دار الهجره د جومات امام دی کوم ته چې د ۴۲ بیلابیلو هېوادونو مسلمانان ورځي.

(روژه یوه ښه موقع ده چې په کې د مختلفو کلتورونو، ژبو او نژادونو څخه خلک سره راټولېږي. مونږ ټول په انګلیسي ژبه خبرې کوو او له انګلیسې څخه د خپل یوالي لپاره کار اخلو او په ورته وخت کې مونږ ټول هغه څه کوو چې ټول خلک سره په روژه کې راټول کړو.)

شاکر وايي، دغه مرکز مسلمانانو ته وړیا روژه ماتی برابروي او د تراوو لپاره اړین ترتیبات نیسي.

که له یوې خوا مسلمان امریکایان د ورځې لخوا روژه نیسي خو د کار په ځای کې د ټولو هغو کسانو سره وي چې هغوی روژه نه نیسي.

د مصر یو مسلمان ابراهیم راضي وايي، چې دا ورته کومه ستونزه نه ده.

(زه باید روژه ونیسم ځکه دا پر ما فرض ده او دا ماته هېڅ پروا نه کوي چې نور خلک څه کوي.)

د هغه میرمن نادیه بیا په مراکش کې د ګڼو کورنیو راټولیدل یادوي.

نادیه وايي:

(دا یو ستر توپیر دی چې دلته غټې کورنۍ نشته بلکه د کورنۍ د لسو غړو پرځای دلته یواځې دوه کسان سره په مېز سره ناست یو.)

د روژې په میاشت کې مسلمانانو ته کاري ورځ ډېره اوږده شي.

د سینګال څخه امنه تنبوش وايي،

(هر څوک ځینې خواړه پخوي، دلته یې راوړي او بیا یې مونږ ټول په ګډه خورو او په ګټه لمونځ کوو. مونږ د خپل مذهب په اړه خبرې کوو او له نورو سره یې شریکوو او د کار په ځای کې هم کله کله مونږ د غرمې د ډوډۍ پر وخت په ګډه لمونځ کوو.)

د مسلمانو امریکایانو لپاره روژه یو ښه وخت وي چې دوی په کې د خپل مذهب او عقیدې په اړه نورو امریکایانو ته معلومات ورکړي.

په دغو پروګرامونو کې په جوماتونو او اسلامي مرکزونو کې عامو خلکو ته د روژې په اړه معلومات ورکول کیږي او خلک ګډې روژه ماتې ته رابلل کیږي.

امام شاکر سید وايي، دده په اسلامي مرکز کې عیسوي او یهودي امریکایانو ته هم هره چهارشنبه بلنه ورکول کیږی چې له دوی سره په روژه ماتې کې برخه واخلي تر څو له یو او بله سره د خپلو مذهبونو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا په کانګرس کې لومړنی مسلمان امریکايي وکیل کېت الیسن وايي، د بیلابیلو مذهبونو د پلویانو ترمنځ خبرې دا مرسته کوي چې د یو او بله ل مذهب څخه خبر شي او په دې توګه د یو او بل د مذهب په اړه د دوی د پوهاوي په کچه کې زیاتوالی راځي.

(زمونږ لپاره دا ډول خبرې ښې وي. ټول خلک که هغه د هر مذهب، کلتور او عقیدې وي باید سره خبرې وکړي او په خپلو توپیرونو سره وغږیږي چې په پایله کې یې دې نتیجې ته رسیږو چې مونږ ټول متحد خلک یو.)

د ۱۹۹۰م کال راهیسې د امریکا ولسمشرانو، هر یو د روژې په مناسبت د نړۍ تر یو نیم میلیارد زیاتو مسلمانانو ته د روژې د رارسېدو مبارکي ورکړې.

امام شاکر سید په دې باور دی چې د ولسمشرانو لخوا د روژې لپاره ښه راغلاست ویلو سره د روژې په اړه د امریکایانو په پوهاوي کې زیاتوالی راغلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG