لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان انتخابات او د شېرداد کاکا کبډي


زمونږه په زوړ کلي کې به هر کال په پسرلي کې کبډي کېدله، د خوړ په غاړه د کبلو لوي مېدان کې به کېرله راښکل شوې وه او د ټولې علاقې خلک به په دوو پرو کې ويشل شوي وو او د خوړ په دواړو غاړو به د خپلو لوبغاړو د تسلۍ لپاره ناست وو او چې د مخالفه پرې لوبغاړی به يي اوسېځلو نو د چغو سره سره به يي څادرې او ټوپۍ هم د خوشحالۍ نه په هوا کې اوچتولې ،

دغه کبډي چې به ډېره درنه شوه، نو آخېره خاتمه به يي په جګړه کېدله او دواړو خواو به په يو بل لوټې او کاڼي اورول او لوبه به د بل کاله پورې خوره شوله،

خو په کلي کې به د وړو ماشومانو د کبډو خپلې مقابلې وې او چې شېرداد کاکا به کوم ماشوم غوره کړو، که هغه به په ټولو کې کمزوری وو هم هغه به بل ماشوم له ملا لګوله او لوبه به يي ګټله.

په دې کې دومره د حېرانېدو خبره نشته،

شېرداد کاکا چې به دوه ماشومان په پرزولو وروستل نو غږ به يې کړو "وړوکی به يي ګټي"،

د شېرداد کاکا د خوښې وړوکی به د ورتلو سره سم په زمکه پروت وو خو شېرداد کاکا به ورته د خلاصي په بهانه غټ ماشوم د خپې نه راکش کړو، او وړوکې به يي پرې د پاسه کړو،

چې څو وارې به يي غټ ماشوم د خپې نه راکښو او ښه به يې ستړی کړو نو په ډېره استاذۍ به يي پرې د خپلې خوښې وړوکی د پاسه کړو او چغه به يي کړه،

" ما درته نه وېل چې وړوکی به يي ګټي، وړوکی دی خو په زور پوره دی"

دکلي په کبډي کې د شېرداد کاکا د امپاېر دغه لانجمن رول راته ځکه را ياد شو چې د پاکستان يوشمېر غټو سياسي ګوندونو لکه مسلم ليک (ن)، پيپلز پارټۍ او ځينې نورې پارټۍ اوس دا نيوکې ښه په جار کوي چې په راتلونکي انتخاباتو کې د پوځ رول بې طرفه نه دی ، د دوي پرله پسې نيوکو او په ميډيا کې راپورته شوي رپوټونو پوځ په دې مجبوره کړو چې د پوځ وياند مېجر جنرل آصف غفور د جولايۍ په ۱۰مه نېټه په انتخاباتو کې د پوځ په مشکوک رول بيابيا نيوکې رد کړې خو د انتخاباتو ګډون وال او څارونکي يې ګوری که اومني.

داسې ښکاري چې لکه د نورو وروسته پاتې هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم انتخابات لکه د شېرداد کاکا د کبډي هغه لوبغاړی ګټي چې ملګرتيا يي رياست کوي.

په پاکستان کې وخت په وخت په پوځ نيوکې کېږي چې په انتخاباتو کې د خپلې خوښې د ګوندونو پلوي کوي او هر ځل هم هغه ګوندونه انتخابونه ګټي چې پوځ يي مرسته کوي.

سياسي مبصرين وايي داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ په راتلونکي انتخاباتو کې د پخواني کرکټر عمران خان تحريک انصاف ګوند ته لاره هواروه وي ، او دغه کار د سپريم کوټ نه اخلي چا چې درې وارې منتخب شوې د پاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف او د هغه د کورنۍ يوشمېر غړي نا اهله کړل، او په پنجاب کې يي عمران خان ته مېدان خالې پرېښودو،

هم دغه ډول په پښتونخوا کې هم د تحريک انصاف لوي حريف عوامي نېشنل پارټي يو وارې بيا لکه د تېرو انتخاباتو د ترهګرۍ ښکار شوه . چې تېره ورځ يي په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ امېدوار هارون بلور سره د شلو پلويانو د يوې انتخابي غونډې په وخت اووژلو.

څيړونکي وايي داسې ښکاري د عوامي نېشنل ګوند مشران او پلويان به اوس لکه د نورو ګوندونو په ډاډه زړه انتخابي هلې ځلې او نه کړی شي او په دغه صوبه کې به هم د عمران خان تحريک انصاف ګوند ته لاره اواره وي.

په ټولنيزو پاڼو پښتنو فعالينو د انتخابي غونډو په وخت د پښتنو په وژنه سخت غبرګون ښودلی او دغه کار يي د انتخاباتو نه وړاندې روانه درغلي بللې . ځينو مشرانو ګواښ کړی که پښتنو ته په انتخاباتو کې پرامنه ماحول ورنه کړی شو نو دوي به د راتلونکې انتخابي نتيجې نه تسليموي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG