لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشرانې پښتنې مېرمنې د مياشتو نومونه داسې يادوي


د پښتنو په اکثره کليوالو سيمو کې مشرانې پښتنې مېرمنې په خپل امروزه ژوند کې د کال مياشتې په قمري يا د سپوژمۍ په حساب شماري، او د کال ۱۲ مياشتې داسې يادوي:

۱-- حسنيان/ امامان/ يا حسن حسېن مياشت واي

۲-صفره/ / سپره/ ګل شکره

۳-لومړۍ خور

۴- دويمه خور

۵- دريمه خور

۶- څلورمه خور

۷- زبرګه

۸- شوقدر( شبقدر)

۹- روژه

۱۰- وړوکی اختر

۱۱- مېنه

۱۲- غټ اختر

کال د بېلا بېلو مياشتو سره دپښتنو ځينې دودونه يا رواجونه هم تړلي دي.

حسنيان/ امامان (محرم): پښتنانه په لومړۍ مياشت کې لکه د نورې اسلامي نړۍ په خپل انداز د محرم ماتم لمانزي، او د کربلا د شهيدانو په ياد کې په قبرونو اوبه اچوي، په لارو کوڅو کې په لارويانو شربتونه څښي،خوږې ډوډوۍ او حلوه ګانې پخوي او په لومړو لسو ورځو کې خو بيخي هېڅ قسمه د خوشحالۍ دستورې لکه واده ښادۍ ، نه کوي.

په ځينې کليوالو سيمو کې د کلي ماشومان کوڅه په کوڅه ګرځي او لکه د خېر مارو وړه ګوړه يا دانې راټولوي، دې ته " درانجی وايي"

د درانجي خپل مخصوص غږ وي، ماشومان چې د کوم کور ور له ورشي نو داسې آوازونه کوي:

آيي مه يي، بابا په څه دې سترګې سرې د ي؟

(ټول ماشومان ورسره په يوآواز وايي) درانجی

نن د کافرو، کافرو مېلمنې دي،

درانجی.........وغېره وغېره

د درانجي په راغوڼدو شوو وړو دانو د کلي ماشومان حلوه پخه کړي او په ټول کلي يي اوخوروي.

صفره/ سپره/ ګل شکره: په محرم پسې د سپرې مياشت وي ، پښتانه وايي په دې مياشت کې بادو الم، ړانده ګوډ يا پېريان زمکې ته راکوزيږي او وايي پس له ماښامه د ونو بوټو د لاندې مه کېنۍ ګنې پېريان به درباندې کيني.

دوي وايي د سپرې مياشت درنه وي او اکثر پکې څوک د پېريانو په بچو پښې کېږدي يا ترې په کاڼو يا ډبرو اولګي نو بيا يي ټول کال پېریان يا جنآت چيړي.

سپرې مياشت ته ګل شکره يا د چورۍ مياشت هم وېلی کيږي، په دې مياشت کې په ځينو سيمو کې پښتنې مېرمنې چوري ( خوږه ډوډۍ چې چوري چوري کړې يي وي) پخوي. واده شوې پېغلې د چورۍ مياشت کې د پلار کره ځي او په واپسۍ کې د خاوند يا مېړه کور ته د ځان سره د موم پلو ،بادامو اوغوزانو ډکه شکرۍ چوري وړي.

څلور خوېندې: سپرې پسې راتلونکې څلور مياشتې لومړۍ خور، دويمه، دريمه او څلورمه خور دي.

زبرګه/ بزرګه مياشت: په څلوروخوېندو پسې زبرګه يا بزرګه مياشت وي چې پکې اکثر خېراتونه او منښتې کېږي، خلک وايي يره که فلانی کار مې سم شو نو د زبرګې مياشت خېرات مې منلی، په دغه مياشت کې په کليوالو سيمو کې اکثر په جماتونو کې د ماښام په وخت ماشومان دغې خېراتونو ته ډېر خوشحاله وي.

شوقدر/ شبقدر: زبرګې پسې د شوقدر مياشت وي د شوقدر ۱۵مې ته پښتانه پېنځلسی هم وايي په دغه شپه په اکثرو سيمو کې خلک په ماښامي کې د اوور پيڼدوسونه يا بالونه په هوا کې اوچتوي، او مشران وايي په دې شپه قسمتونه بدليږي نو پکار ده چې خلک ښه ښه کارونه اوکړي چې د راتلونکي کال لپاره ښه قسمت ولري.

روژه/ رمضان: شبقدر پسې د روژې مياشت وي، چې په اړه يي پښتانه وايي:

"روژه راغله ډانګ په لاس: لوي وهي واړه ترې خلاص"

په روژه کې اکثر د جمات چڼي او ملايان ډېر په سور کې وي په اکثرو جماتونو کې د قران پاک ختمونه کيږي چې پکې خلک ښه په اخلاص چندې اچوي او په روژه ماتي کې جمات له قسماقسم خوراکونو نه ډک وي.

پښتانه که مونځ يا نور عبادتونه کوي او که نه خو وېلی کېږي حج او عمره د نوم لپاره او روژه د غېرت لپاره نيسي او دپښتنو په سيمو کې په ښکاره څوک هم روژه نه خوري، که څوک په روژه کې په خوراک وليدل شي نو پښتانه ورپورې خاندي او ورته روژه خور وايي،

کله کله پنجابيان په پښتنو او روژې پورې داسې ټوقې هم کوي:

"پټهان جاڼی، رمضان جاڼی"

وړوکی اختر: د روژې په مياشت پسې د وړوکي اختر بيا مېنه او بيا د غټ اختر مياشت وي، مشرانې پښتنې مېرمنې اوس هم د مياشتو حساب په دې طريقه کوي،

که د اسلامي کېلنډر سره اوکتلی شي نو د پوښتنو مېرمنو د حساب سره داسې سمون خوري:

۱-محرم ته پښتنې مېرمنې حسنيان/ امامان/ يا حسن حسېن مياشت واي

۲-صفره: د سپره/ ګل شکره

۳-ربيع الاول: يا وړومبۍ خور

۴-ربيع الثاني: دويمه خور

۵-جمادي الاول: دريمهخور

۶-جمادي الثاني: څلورمه خور

۷-رجب: زبرګه

۸-شعبان: شوقدر( شبقدر)

۹-رمضان: روژه

۱۰-شوال: وړوکي اختر مياشت

۱۱-ذولقعده: مېنه

۱۲- ذولحجة: غټ اختر مياشت

خو وسنۍ پېغلې او د کالجونو او يونيورسټيو پښتنې اکثره په انګريزي حساب مياشتې شمېري، لکه جنوري ، فروري، مارچ وغېره.

په دې هيله چې د پښتنو د مېرمنو د مياشتو حساب کتاب مو خوښ شوی وي.

که د پښتنو کرونده ګرو د مياشتو نومونه درنه هېر وي نو په دې لنک يي بيا کتلی شئ:

/a/4302835.html

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG