لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د ټاکنو د لاسوهنې په مسله کې پوتین تورن نه کړ


ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، هغه د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په مسله باندې کافي وخت ولګاوه خو هغه به په دې مسله کې نیغ په نېغه په خپل روسي سیال ویلادیمیر پوتین باندې نیوکه نه کوي.

ټرمپ دغه خبرې د فنلېنډ په پلازمینې هېلسینکي کې له ولادیمیر پوتین سره تر خبرو وروسته د ګل یا دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وکړې.

ټرمپ وویل:

"په ننیو خبرو کې ما د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې پر مسلې خبرې وکړې. زه فکر کوم چې په شخصي توګه دغه پیغام په سمه توګه ورسول شو. "

د امریکا استخباراتي ادارو ویلي چې روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې لاسوهنه کړې خو پوتین د ګل یا دوشنبې په ورځ په دې اړه یو ځل بیا وویل:

"زه باید دا تکرار کړم چې د روسیې دولت هېڅکله لاسوهنه نه ده کړې او هېڅکله داسې پلان هم نه لري چې د امریکا په داخلي ټاکنیز بهیر کې دې ګواکې مداخله وکړي. "

ټرمپ دا هم وویل چې له پوتین سره یې نږدې ټولې خبرې ښې وې:

"زمونږ اړیکې هېڅکله هم دومره خرابې نه وې لکه څرنګه چې اوس دي خو دا هر څه نږدې څلور کاله مخکې پیل شوي. "

پوتین وویل، خبرې په رښتینې او سمه توګه شوي او د یوې بریا په توګه یې ورڅخه یادونه وکړه.

له دغې لیدنې څخه یواځې څو ساعته مخکې ټرمپ ټولنیزو رسنیو ته ویلي دي چې له ماسکو سره د امریکا د خرابو اړیکو پړه په پخوانیو حکومتونو اچول کېدای شي.

ټرمپ فنلېنډ ته د روانېدو پر وخت په څو ټویټونو کې وویل، که په سرمشریزه کې حالات څومره ښه هم پرمخ ولاړ شي نو بیا به هم پرې نیوکې کیږي.

ټرمپ د فېنلېنډ له ولسمشر سولي نیمیستو سره د دوشنبې د ورځې د سهارنۍ پرمهال ژورنالستانو ته وویل، چې دی به له دغه هېواد سره په خپلو دوه اړخیزو اړیکو باندې ولاړ وي او کله چې ژورنالستانو ورڅخه د ناټو د تېرې اونۍ د غوندې په اړه وپوښتل نو ده وویل:

"ناټو په لومړي سر کې لږ سخته وه خو وروسته بیا ښه شوه. "

ټرمپ وړاندې وویل:

"دوی اوس پیسې ورکوي او په بیړه پیسې ورکوي او زه فکر کوم چې ناټو هېڅکله هم دومره ځواکمنه نه وه لکه چې نن ده. "

فنلېنډ که څه هم د اروپايي ټولنې برخه ده خو د ناټو د دفاعي تړون بشپړ غړیتوب نه لري.

په هېلسېنکي کې بیا په زرګونو خلکو چې د چاپیریال ساتنې، د کډوالو د حقونو او د جګړې ضد فعالینو هم پکې برخه اخیستې وه د اتوار یا یکشنبې په ورځ لاریون وکړ.

د ځینو لاریون کونکو په بیرغونو باندې لیکل شوي وو چې "ډیکټاتورانو ته هرکلی نه ویل کیږي،" "ټرمپ د چاپیریال لپاره شیطان دی" او "د ژورنالستانو وژل ودروئ. "

همدارنګه تمه وه چې د ګل یا دوشنبې په ورځ نور لاریونونه هم ترسره شي.

ټرمپ له پوتین سره تر لیدنې مخکې سي بي سي نیوز سره په خبرو کې ویلي وو:

"زه فکر کوم چې مونږ ډیر دوښمنان لرو، زه فکر کوم چې اروپايي ټولنه مو یو دوښمن دی. تاسو اوس دا فکر نه کوی خو اروپايی ټولنه مو یو دوښمن دی. همدارنګه روسیه مو هم په ځینو برخو کې دوښمنه ده. "

د اروپايي شورا مشر ډانلډ ټسک ژر په ټوېټر په دې اړه خپل غبرګون کې وویل:

"امریکا او اروپايي ټولنه سره ښه ملګري دي. هر هغه څوک چې وايي مونږ دوښمنان یو په اصل کې ناسم او جعلي خبرونه خپروي. "

د ټرمپ دغه څرګندونې هغه مهال خپرې شوې چې هېلسېنکي ته په لاره وو.

ټرمپ وویل، دی به له دغې لیدنې څخه دا ګټه واخلي چې په یو شمېر برخو کې له پوتین سره په ګډه همکاری وکړي.

پوتین هم په غربي ادارو لکه ناټو او اروپايي ټولنې باندې نیوکې کوي.

د ټرمپ او پوتین دغه خبرې درې ورځې وروسته له هاغې وشوې چې ځانګړي کاونسل رابړټ میولر د روسیې په ۱۲ استخباراتي مامورینو باندې تور پورې کړ چې د امریکا په ټاکنو کې يې د ټرمپ د بریا لپاره لاسوهنه کړې خو پوتین دغه تورونه رد کړل.

له دغو نویو څرګندونو څخه وروسته یو شمېر امریکايي سناتورانو او له یو پرته نورو ټولو ډیموکراټانو له ټرمپ څخه وغوښتل چې له پوتین سره دې خپله لیدنه کنسل کړي.

په هېلسېنکي کې د امریکا پخواني سفیر مایکل مکفول د امریکا غږ روسي څانګې ته په هېلسېنکي کې وویل چې د هغه غټه وېره داده چې " ټرمپ به په دغو خبرو کې ډیر دوستانه وي او له ویلادمیر پوتین سره به د ستاینې په توګه خبرې کوي. دا به د هغه په ګټه وي خو زه فکر نه کوم چې دا دې د امریکا په ګټه وي. "

ټرمپ له اروپا څخه د خپل سفر پر وخت د امریکا له متحدینو سره د جګړیز دریځ نه خبرې کولې چې پیل یې په برسلز کې د ناټو له سرمشریزې څخه وشو چېرې چې هغه په اروپايي مشرانو باندې نیوکې وکړې چې په دفاعي بودیجه کې زیاتې پيسې نه لګوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG