لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال د وژنې پلټنې سياسي شخصي کميټي کوي؟


پوليس وايي د مشال خان په وژنه کې تورن ۳۴ کسان يې نيولي چې پکې درېو خپل جرم منلی هم دی.
پوليس وايي د مشال خان په وژنه کې تورن ۳۴ کسان يې نيولي چې پکې درېو خپل جرم منلی هم دی.

په مردان کې سياسي ګوندونو د عدالتي پلټنيزې کميټۍ باوجود د متحده ديني محاذ په نوم يوه شخصي پلټنيزه کميټي جوړه کړې کومه به چې د مشال خان د وژنې پلټنې کوي.

قانون پوهان وايي دغه کمیټي هيڅ قانوني حيثيت نه لري او دا به د مشال خان د وژنې پلټنې اغېزمنې کړي او کميټې د دغه لارې هڅه کوي چې پېښه کې ککړ خپل کسان بچ کړي.

څيړونکی خادم حسېن وایي، بايد د کمېټۍ په لړ کې سياسي ګوندونه د خپلو غړو په ضد ګامونه پورته کړي،

"دوي ته نه د حکومت د غاړې څه کار حواله شوی او نه ورته د دې خلکو د غاړې، د سپريم کورټ چيف جسټس د دغه واقعې په خپله سوموټو اخستی دی داسې ښکاري چې دغه کميټي د هغې د زور کمولو دپاره جوړه شوي يې، ددغو کميټو جوړېدو مطلب په رياستي ادارو د اعتماد نشتوالی دی".

عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي طالب علم مشال خان د وژنې په لړ کې د سترې محکمې په امر پلټنيزه کميټي د وړاندې نه کار کوي، چې مشري د مردان ضلعې د پوليس تفتيشي څانګې مشر اېس اېس پي شفيع الله ګنډاپور کوي او د استخباراتو ادارو مرسته ورته هم ترلاسه ده.

قانون پوهه وقاص خان وايي د سياسي ګوندونو شخصي کمیټي هيڅ قانوني حيثيت نه لري،

"قانوني حیثيت يواځې د دوه څيزونو دی د مقدمې درج کېدو نه وروستو د پوليس پلټنې، او دا خصوصي کېس ؤ ځکه پکې کميټي جوړه شوه او د جی ائي ټي شواهد جمع کول قانوني حيثيت لري، او دغه کميټي سپريم کورټ په خپل اختیار جوړه کړې ده يو پارټي دا اختيار نه لري او متحده ديني محاذ والا د خپلو خلکو چې پکې ککړ دي د هغو د بچ کولو دپاره لګیا دي".

په مردان کې د اتوار/يکشنبې په ورځ د متحده ديني محاذ له طرفه ۱۵ کسيزه کميټي جوړه شوې، چې پکې د جمعيت علمااسلام، پاکستان تحريک انصاف، عوامي نیشنل ګوند، مسلم ليګ ن، جمعيت علما پاکستان، پاکستان پيپلزپارټي او جماعت اسلامي دوه دوه غړي شامل دي.

د کمېټۍ مشري جماعت اسلامي، جمعيت علما اسلام او عالم ختم نبوت کوي.

ډيوه ريډیو چې د کمېټۍ مشر ډاکټر عطاالرحمان نه پوښته وکړه د سترې محکمې د کمیټۍ په موجودګۍ کې د بلې کمېټۍ ضرورت ولې پېښ شو؟ نو هغه وويل،

"د يونيورسټۍ انتظاميې نوټيفيکېشن جاري کړی دی په ۱۳م اپرېل باندې د اسټنټ رجسټرار په دستخط باندې، په هغې کې ليکل شوي دي چې فلانکی فلانکی توهين رسالت کوي نو هغوي خلکو ته په ګوته کړه او انتظاميې په دې کې هیڅ اقدام نه دی کړی نو هغوي څه کول، مونږ د قانون نه ماورا په هيڅ اقدام يقين نه ساتو".

هغه وويل مونږ د سترې محکمې درناوی کوو د مشال فېس بک ته دې په سائنسي بنيادونو رسايي وشي خلکو ته دې ښکاره شي او زياته يې کړه مونږ به په دغه اړ کې چاته هم د توهين رسالت په قانون د حملې اجازه ورنه کړو.

هغه وويل مونږ به خپلې پلټنې کوو او قوم ته به یې رپورټ وړاندې کوو.

پوليس وايي د مشال خان په وژنه کې تورن ۳۴ کسان يې نيولي چې پکې درېو خپل جرم منلی هم دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG