د مردان عبدالولي خان پوهنتون ۴۲ ورځې وړاندې د مذهب د سپکاوي په تور د زده کوونکي مشال خان په بې دردۍ د وژنې وروستو تړل شوی او نن په کلکو امنيتي ګامونو کې په رسمي ډول بيا پرانستی شو.
د پوهنتون موقتي وايس چانسلر ډاکټر جهانزيب خليل مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل "د پوهنتون نورې څانګې وړاندې پرانستی شوي او نن مرکزي پوهنتون چرته چې د مشال د وژنې پېښه رامنځته شوې پرانستل شو".
دوه ورځې وړاندې د پوهنتون د ضلع بونېر،تېمرګره، چترال، نوښار او مردان اولډکمپس پرانستل شوي، او د چهارشنبې په ورځ مردان کېد يونيورسټي سائنس کالج شوی ؤ.
ډاکټرجهانزېب وويل "پوهنتون کې د امنيت دپاره مناسبت ګامونه پورته کړی شوي د مردان د ځایي انتظاميې، سياسي او مذهبي ګوندونو سره یې هم په دغه اړوند خبرې اترې شوي او دويې د روان حالاتو څخه مطمئن دي".
نوموړي د مشال خان د وژنې پېښې ته دردمنده او غټه ناوړه پېښه وويله او زياته يې کړه چې دويې به هڅه کوي نورې دغه ډول پېښې رامنځته نشي.
هغه وويل هڅه يې کوله "چې د زده کوونکو وخت ضائع نشي، او د زده کوونکو د مور و پلار د هڅو په ملاتړ په دغسې کولو کې کامياب شو او پوهنتون پرانستل شو".
د مردان ډي پي او مياسعيد وايي د پوهنتون په مردان کې په هر يو کېمپس کې يې د ډي اېس پي پوليس افسر په مشرۍ د پوليس ۶۰، ۶۰ سرتيري په ځای کړي دي.
د مردان نه د ډيوه خبریال رياض حسېن وايي، پوهنتون ته په ګڼ شمېر کې هلکان او جينکۍ زده کوونکي راغلي وو.
پوهنتون د بائيوټېکنالوجي څانګې يوه زده کوونکې طاهره مير وايي "د پوهنتون په پرانستوخوشحاله یم چې د سمسټر وخت مو ضائع نشو".
د پوهنتون د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د اپرېل د مياشتې په ۱۳م نېټه د پوهنتون زده کوونکو په تشدد وژلی ؤ او د پېښې سره سم پوهنتون او څانګې يې تړل شوې وې.
د پوليس په وېنا د مشال د وژنې په کېس په ۵۹ کسانو درج کړی شوی او ۵۷ پکې نيول شوي او په جېل کې دي، په نيول شوؤ کې زياتره زده کوونکي او ۱۲ د پوهنتون کارمندان دي.
د مشال په وژنه د سترې محکمې مشر قاضي خپل ځاني نوټس اخستی، خو د هغه پلار اقبال غوښتنه کوي بايد دغه مقدمه پوځي عدالت ته منتقل کړی شي.
دوه ورځې وړاندې د پوهنتون د څانګې د پرانستې په مهال نوموړي ويلي د پوهنتون د پرانستې په حق کې دی خو بايد داسې ګامونه واخستل شي چې بيا د چا د کور مشال ونه وژل شي.