د مشال خان وکیلانو ويلي دي د شريکو پلټنو څخه ثابته شوه په مشال خان لگول شوي تورونه دروغ وو او وس د پاکستان د قانون تر مخه په دروغجنو د مذهب د سپکاوي مقدمه جوړول پکار دي-
په ۱۳م اپریل عبدالولي خان پوهنتون مردان کې د مذهب د سپکاوي د دروغو په تور د وژل شوي مشال خان قضیه چې د پاکستان سترې محکمې کې د مشر قاضي په خپل اندې گام پیل شوه نو وړومبۍ اورېدنه کې مشر قاضي دګډ تحقیقاتي ټیم (جواینټ انوسټیګیشن ټیم) جوړولو امر وکړو. او دغه ټیم چې د هیواد د استخباراتي ادارو استازي او نورو ادارو لکه پولیسونمایندګان پکې شامل وو یوې میاشت کې دننه د پیښې پلټنې تر سره کړې او راپور یې جاري کړو.
۱۳ کسیزه ډلې چې کوم راپور جاري کړی دی په ۲۷۲ پاڼو مشتمل دی. خو تر ټولو مهمه خبره پکې داده چې راپور کې په ډاګه لیکل شوي چې تحقیقاتي ټیم د پلټنو په وخت هیڅ داسې شواهد وونه موندل چې ګني مشال خان د مذهب سپکاوی کړی وو.
د راپور خپریدو نه پس عام خلک پوښتنه کوي اوس به مخکې څه کیږي. او ډیوه راډیو چې دغه پوښتنه د مشال خان د قضیې لپاره جوړې د وکیلانو د ډلې یو غړي سلیم خان ایډوکیټ نه وکړه نو هغه وویل راپور ستره محکمه کې جمع شوی دی او راروانه اورېدنه کې به مشر قاضي ددغه راپور په اساس هدایات جاري کوي.
وايي د مذهب د سپکاوي قانون(۲۹۵سي)کې واضحه لیکل شوي دي چې په چا هم د مذهب سپکاوی ثابت شي نو سزا یې تیزندي یا ټول عمري قید دی. خو هم ددې قانون بله ماده وایي چا چې په دروغه په کوم تن د مذهب د سپکاوي تور ولګولو او ثابت کولو کې ناکامه شو په هغه به دغه قانون (۲۹۵سي) لاګو کیږي.
سلیم خان ایډوکیټ زیاتوي اوس مونږ او زمونږ نورو قانون پوهانوملګرو په دې غور شروع کړی دی چې د هغو کسانو خلاف وفاقي شرعي عدالت یا هایي کورټ کې خواست جمع کړو کومو چې په مشال خان د درغو تور لګولی وو.
وایي دې کې هاغه ټول کسان راځي چا چې د مشال خان خلاف وېنا کړې ده، تقریرونه یې کړي دي، لیک یې کړی دی، شبنامې یې جاري کړې دي او تر دې چې د ټولنیزو رسنیو په پاڼو یې په مشال خان د مذهب د سپکاوي تور لګولی دی.
بلخوا عام خلق خپلو بحثونو کې وایي دغه پېښه کې دوه څلور کسان نه دي ککړ بلکې په درځنونو تنانو پکې برخه اخستې ده نو عدالت به چا چا ته سزا ورکوي، خو سلیم خان ایډوکیټ وایي د پاکستان د تعزیراتو ۱۴۸ او ۱۴۹ مادې د څلورو یا څلورو نه زیاتو کسانو یو جنایت کې د ککړتیا په حقله دي او د دغې مادو ترمخه چې یو تن ته کومه سزا ورکړی کیږي هغه سلګونو ته هم ورکړی کېدی شي.
وایي اکثره قضیو کې شک وي او ګټه یې ملزم ته رسي خو خپل د ۳۵ کالو وکالت کې په ړومبي ځل ګورم چې ټول شواهد او ثبوتونه د مظلوم په حق کې اود ملزمانو خلاف دي. او دا قضیه د پاکستان عدالتي اوسیاسي نظام لپاره یو امتحان دی چې ایا دمشال خان وژنه کې ککړو تنانو ته دقانون مطابق سزاکانې ورکوي او دداسې نورو پیښو مخه نیسي او که نه داسې پیښو ته لیاره هواروي.