لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سي پیک د ښکاره بحث غوښنې، څیړونکې څه وایي؟


ډاکټر سیدعالم پوره باوري نه دی چې ایا دا به صرف یو اعلان وي او که نه عملي به هم شي
ډاکټر سیدعالم پوره باوري نه دی چې ایا دا به صرف یو اعلان وي او که نه عملي به هم شي

د پاکستان فوځي سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه تیره ورځ د نیشنل لاجسټک سیل لخوا راجوړکړی شوي یو سمینارته د وینا په وخت د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د ارزښت روښانه کولو په مهال ویلي ددې پروژې په ټولو اړخونو باید په خلاص مټ بحث وشي.

څیړونکي دپوځ دسرلښکر دغه بیان ته په ژور نظر ګوري او وایي امکان لري دجنرال باجوه دا بیان هیواد کې د راهدارۍ پحقله د ځینو سیاسي ګوندونو او په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا،فاټا او بلوچستان د خلقو د تحفظاتو او اعتراضاتو لرې کولو یوه هڅه وي.

هرڅو که واضحه نه ده چې دا بحث به په کومه کچه وي؟ کوم ګوندونه یا ماهران به پکې برخه اخلي او کله به شروع کیږي؟ خو د پښتنو د حقونو د یوې څیړنیزې ادارې پښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټر سیدعالم محسود ډیوه راډیو ته وایي د فوځ لخوا دا ګام د ستاینې وړ دی.

هغه وایي “ مونږ ټول ګوندیز کانفرنسونو او مباحثو کې په دلیل ثابته کړې چې مرکزي حکومت دې پروژې کې پښتنو او بلوڅو سره زیاتی کړی دی او فوځ ته به هم د شمیرو او ثبوتونو په حواله ثابته کړو چې دنوازشریف حکومت د راروانو ټاکنو ګټلو لپاره د راهدارۍ زیاتره اجزا پنجاب ته انتقال کړي دي”

ډاکټر سیدعالم پوره باوري نه دی چې ایا دا به صرف یو اعلان وي او که نه عملي به هم شي خو وایي مونږ به د خپلو جایزو حقونو لپاره هر ځایې غږ پورته کوو.

چین پاکستان اقتصادي راهداري یوازې د یو سړک یا ګوادر کې د بندر جوړولو نوم نه دی بلکې ددې نهه بنیادي اجزا دي چې پکې د انرژۍ منصوبې، د شپږو لاینونو موټروی، د ایل این جي، تیلو او ګیس پایپ لاین غځول، د ریلوی پاټلۍ غځول، ځايې په ځایې صنعتي مرکزونه جوړول او فایبر آپټکس شامل دي.

ډاکټر سیدعالم زیاته کړه چې دا ټول یو بل سره تړلي دي اؤ دې کې چې یو هم نه وي موجود هغې ته د راهدارۍ نوم نشي ورکول کیدی.

نوموړی وايي مردان سره نزدې رشکۍ کې د صنعتي مرکز جوړولو اعلان شوی دی خو دغلته د بجلۍ، ګیس، فایبرآپټکس او جدید ریل نظام نیشته او ددې اسانیو د نیشتوالي له امله به د رشکۍ صنعتي مرکز هم هاغه انجام سره مخ شي لکه څنګه چې د ګدون امازو صنعتي مرکزانجام شوی دی.

ډاکټرمحسود وایي راهدارۍ کې موټروی او د ریل پاټلۍ ټول په ټوله زمونږه وه یعني دا د چین نه ګلګت بلتستان نه بشام ته داخیلیده. بیا د شانګلې په لیاره خوازه خیلې، ملاکنډ، درګۍ، مردان،نوښار، پیښور، کوهاټ، کرک، بنو، ډیره اسماعیل خان، ژوب، قلعه سیف الله، کوټه او بیا به ګوادر ته رسیده. خو نواز حکومت د مشرقي لیارې په نوم د راهدارۍ دغه لیاره د پښتنو نه وتروړله.

دهغه په وینا” مونږ دچین پاکستان اقتصادي راهدارۍ خلاف نه یو صرف دې کې خپله برخه غواړو خو د بده مرغه وفاقي حکومت تل په هاغو ګوندونو او افرادو د ملک دشمنۍ تورلګولی دی څوک چې دې کې د خپل حق غوښتنه کوي”

سیدعالم محسود په دې نظر دی چې تر څو دداسې تورونو لګولو لړۍ نه وي بنده شوې، شکونه او اختلافات به لا نور هم سیوا کیږي او دا به نه یوازې د پروژې بلکې د ملک لپاره هم څه ښه خبره نه وي.

د چین اؤ پاکستان ددغه اقتصادي راهدارۍ دجوړ پلان له مخې د سي پیک منصوبې وړومبی پړاو به کال ٢٠١٨ پورې مکمل کړی شي چې پکښې اکثره هايي ویز او لوېی سړکونه شامل دي.

ددې وروسته به کال ٢٠٢٠ پورې د کارخانو، برقي او د انټرنیټ تارونو او د اډانې لپاره نورې اهمې منصوبې سرته رسول کیږي.

د چین د ریاستي اطلاعاتو دفتر په یورپورټ کښې ویل شوي ټوله منصوبه به تر کال ٢٠٣٠ پورې سرته ورسي خو ددې گټې به د وړومبي پړاو سرته رسیدلو نه وړاندې شروع شي.

د رپورټ د شمیرو ترمخه د ددې منصوبې دلاندې به په خیبر پښتونخوا کښې ١١٠٦ اربه ډالره ،٧٠١ اربه ډالره به بلوچستان، ١١٠٥ اربه ډالره به سندهـ صوبه او ٦٠٥ اربه ډالره به پنجاب کښې لگول کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG