لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د پاکستان خاوره باید د ترهګرۍ لپاره وه نه کارول شي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا موقتي ځانګړې استازې ایلیس ویلز پدې ټینګار وکړ چې د پاکستان خاوره باید په ګاونډیو د بریدونو لپاره وه نه کارول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د جمعې په ورځ په يو خپور شوي بیان کې راغلي اغلې ویلز د خپل سفر په مهال پاکستاني چارواکو سره په مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړي.

ویلز له پاکستان څخه د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر خواجه اصف، د مالي وزیر اسحاق ډار او لوی درستیز جنرال زبیر حیات سره خبرې کړیدي.

د پاکستان خارجه وزارت بیان کې وړاندې راغلي دی چې د جنوبي اسیا په اړه د امریکا په سیاست باندې د بیا غور کولو په درشل کې میرمن ویلز د امنیت او سوداګرۍ په برخه کې د ګډو ګټو او د افغانستان د سولې او ثبات پر ارزښت باندې ټینګار کړی.

په بیان کې دا هم راغلي دي چې ایلیس ویلز له ترهګرۍ سره د جګړې په برخه کې د پاکستان له قربانیو قدرداني کړیده خو په بیان کې دا نه دي راغلي چې پدې برخه کې یې له پاکستاي لوري څخه کومې پوښتنې کړیدي.

همدرانګه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې دا هم نه دي راغلي چې دغې لوړ رتبه امریکايي استازې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د پاکستان د موجوده سیاست په اړه کومې اندېښنې درلودې او پدې برخه کې یې له پاکستان څخه کومې ځآنګړې غوښتنې درلودې.

تر دې وړاندې ګڼو امریکايي سیاستوالو پاکستان پدې تورن کړیدی چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې کوټلي ګامونه نه اخلي او حتي د ښو او بدو په نامه یې ترهګر په دوه ډلو ویشلي دي.

هغه ترهګر چې په پاکستان کې بریدونه کوي هغو ته بد ترهګر وايي خو هغه چې په افغانستان کې بریدونه کوي هغو ته نه یواځې بد ترهګر بلکه د ښو ترهګرو په سترګه ورته کتل کیږي.

کارپوهان وايي ددې خبرې ښکاره ثبوت دا دی چې د حقاني شبکې او د طالبانو د کوټې شورا او پېښور شورا په وړاندې یې سترګې پټې ساتلي او دا دوه هغه ترهګرې ډلې دي چې په افغانستان کې یې ګڼ مرګوني بریدونه ترسره کوي او لا هم د افغان حکومت په وړاندې جګړه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG