لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش او طالبانو د کوټې په گرجا د حملې ذمه واري په غاړه اخېستي


د بلوچستان صوبې داخله وزیر سرفراز بګټي ویلي د کوټۍ په زرعون روډ په گرجا ځانمرګی برید کې د وژل شوو کسانو شمیره نهه ته رسیدلې دي ده او وسله والو ډلو داعش او طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستي خو حکومت ددعوې په کره توگه تصدیق نشي کولی.

د وي او ای ډیوه خبریال رحمان بونیري سره خبرو کې سرفراز بگټي وویل په صوبه کې د اقلیتونو عبادتخانو حفاظت لپاره د وړاندې څخه کوټلي گامونه پورته کړی شوي دي. هغه وویل که چرې حکومت دغه اقدامات نه وی کړی نو په گرجا برید کې د وژل شوو خلکو شمیره به نوره هم زیاته وه.

سرفراز بگټي وویل دا حمله په عیسیایانو یا په اقلیتونو نه بلکې په پاکستانیانو شوي ده. هغه په حمله کې د ککړ ترهگرو گوندونو په هکله وویل چې کله هم دلته حملې شوي نو د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمال شوي ده.

سرفراز بګټي ويلي څلور بريد کوونکو په چرچ بريد کړی يو بريدګر په دروازه وژل شوی او بل چرچ ته ننوتی دننه يې ځان ته چاؤدنه ورکړې ده، هغه ويلي دوه بريدګر تښتېدلي دي.

په زرعون روډ بیتل میموريل میتوډسټ چرچ کې د بريد په مهال هلته د کرسمس يوه دستوره روانه وه، دغه بريد نن د اتوار يا يکشنبې په ورځ خواوشا ۱۲ بجې شوی دی.

د بلوچستان پوليس مشر ايي جي معظم انصاري وويل دوه ځانمرګو په چرچ برید کړی يو په دراوزه وژل شوی او بل په چرچ کې ځانته چاؤدنه ورکړې ده.

هغه په سمدستي ډول پخلی کړی ؤ چې بريد کې پينځه تنه وژل شوي او نزدې ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

د کوټې سېول روغتون ویاند ويلي روغتون ته ۴۴ ژوبل تنه راوړل شوي چې پکې د ۹ تنو روغتيايي حالت مرګونی دی.

نوموړي وويل د بريد په وخت چرچ کې ۴۰۰ تنه موجود وو چې پکې ښځې،سړي او ماشومان شامل وو.

هغه وويل پوليس په سمدستي ډول حالات قابو کړی او د ډېر تاوان مخه يې نيولې ده.

داخله وزير سرفراز بګټي ويلي که ترهګر په پلان کې کاميابېدی غټ تاوان به يې اړولی ؤ.

د کوټې په روغتونونو کې بيړني حالت په ځای کړی شوي دي او د روغتون د چارواکو په وېنا په ژوبلو کې د ځينو روغتيايي حالت مرګونی دی.

د پېښې عېني شاهدينو ويلي دوي اول چاؤدنه واورېده او بيا د هغې وروستو ډزې پېل شوې.

پولیس مشر وويل پوليس او ملېشې ځواک چرچ او چاپېره علاقه کې اختسې اود لټون عمليات دوام لري.

په سمدستي ډول د برید زمه واري چا نه ده منلې.

د ۲۰۱۶م کال د مارچ په میاشت کې د پنجاب صوبې سرښار لاهور په ګلشن اقبال کې د ايسټر په موقع يو ځانمرګي بريد کې د ۷۲ نه زيات کسان وژل شوي او د ۳۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري د طالبانو جماعت الاحرار ډلې قبوله کړې او ویلي يې ؤ عيسايان يې د بريد هدف ؤ.

له دې وړاندې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر په میاشت کې په يو چرچ ځانمرګي بريد کې د ۸۰ پورې کسان وژل شوي او د ۱۰۰ نه زيات ژوبل شوي وو.

په کوټه کې په تېره مياشت نومبر کې په ورستيو کې يو ځانمرګي بريد کې څلور تنه وژل شوي وو، د مياشتې په نيمايۍ کې يو پوليس افسر سره د مېرمنې او زوي وژ ل شوی ؤ.

د نومبر په لمړيو کې هم په يو ځانمرګي کې د يو پوليس افسر په ګډون درې سرتيري وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG