لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مور د لور نه کال مشره کېدی شي؟


که تاسو يي منۍ او که نه ، خو د امريکې په ټېنسي رياست کې يوې ۲۵ کلنې ښځې په ساينسي طريقه خوندي ۲۴ کال زوړ جنين يا embryo نه ماشوم زېږلوی .

رپورټونه وايي دغه د طب په تاريخ کې نوی رېکارډ دی.

د ټېنسي رياست د جنين يا اېمبريو خېراتي مرکز NEDC ډاېرېکټر مارک ملېنګر وېنا ده چې دغه جنين يا embryo په کال ۱۹۹۲ کې د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه چا ددوي مرکز ته خېراتي ورکړی وو او دهغه ورځې نه په فريزريا يخ چال کې پروت وو.

ددغې ماشومې نوم اېما ګبسن دی او په ټېنسي رياست کې د جنين خېراتي مرکز ډاکټران وايي د اېما مور ټينا ګبسن پخپله په کال ۱۹۹۱ م کې زېږېدلې وه.

په دغه حساب د مور او د لور په عمرونو کې د يو کال فرق دی.او اېما ماشومه خو ديوې مياشتې ده خو د کله نه چې د هغې د وجود لومړۍ خليه زګېدلې په هغه حساب د ۲۵ کالو عمرلري.

د يو شخصي ټېلي وژن سره د مرکې په وخت مېرمن ټېنا ګبسن ووېل که دغه جنين يا Embryo که هغه وخت خپلې مور ځېګولی وی نو اوس به ددې په همځولو کې وی او ښه ملګري به وی.

د ټېنسي رياست پرېسټن مېډيکل لاېبرېرۍ ترمخه دغه په نړۍ کې تر اوږدې مودې پورې ساتلی شوې جنين يا Embryo دی چې په کاميابۍ سره د بلې مور په خېټه کې بالداره شوې او ځېګدلی دی

ددې نه وړاندې دغه رېکارډ په نيويارک ښار کې په کال ۲۰۱۱ م کې د يوې بلې ښځې سره وو هغې ۲۰ کاله زوړ جنين په کاميابۍ سره زېږولی وو.

په غريبه نړۍ کې چرته چې مېډيکل ساېنس دومره ترقي نه ده کړې هلته شنډې مياندې د خپلو خپلوانو يا يتيم خانو نه ماشومان په غېږ اخلي خوپه مخ تللي هېوادونو کې داسې مياندې زرغونې شوې اګۍ يا جنين اخلي او لکه د يوې صحت مندې مور په شان يي پخپل حمل کې لوي کړي.

په ټېنسي رياست کې نېشنل اېمبريو ډونېشن سنټر يو عيسايي تنظيم چلوي او هغه مور پلار چې پخپله ماشومان نه شي زېږولی هغوي ته خېراتي جنين يا Embryo ورکوي،

دغه جنين په ډاکټري طريقه د مور حمل ته واچولی شي چې په نهو مياشتو کې ترې يو پوره ماشوم جوړ شي.

د دغې مرکز تراوسه ۶۸۶ جنينونه يا Embryos په کاميابۍ سره زېږېدلي دي او د سوونو مياندو غېږې ورسره آبادې شوي دي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG