لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شاهين افريدي په ښه بالنګ پاکستان ـ ايرلېنډ ته ماتې ورکړه


پاکستان په خپله لمړۍ سيالۍ کې د افغانستان د لوبډلې نه ماتې خوړلې وه.
پاکستان په خپله لمړۍ سيالۍ کې د افغانستان د لوبډلې نه ماتې خوړلې وه.

د کرکټ نړیوال کونسل د ۱۹ کلنو نړيوال کپ په روانو سياليو کې د پاکستان لوبډلې د شاهين شاه افريدي په غوره بالنګ په نهه وکټو ايرلېنډ ته ماتې ورکړې ده.

پاکستان په خپله لمړۍ سيالۍ کې د افغانستان د لوبډلې نه ماتې خوړلې وه.

د ۱۹ کلنو د نړيوال کپ په خپله دوېمه سيالۍ کې د پاکستان لوبډلې پچه، ټاس ګټلی او ايرلېنډ ته يې بيټنګ ورکړی ؤ، او د ايرلېنډ ټول لوبغاړي په ۲۹م اوور کې په ۹۷ اؤت شوي وو.

د ايرلېنډ په لوبغاړو کې زیات رنزونه جی لېټل ۲۴ جوړ کړي او د دغه لوبډلې څلور لوبغاړي په صفر اؤټ شوي دي.

د پاکستان لوبډله کې شاهين شاه افريدي په نهه اوورو کې ۱۵ رنزونه ورکړي او شپږ لوبغاړي يې سوځولي دي، په هغه په درې اوورو کې يو رنز هم نه دی جوړ شوی.

بل پاکستاني بالر حسن خان درې لوبغاړي اؤټ کړي دي.

په ځواب کې د پاکستان په بېټنګ کې د شانګلې سره تعلق لرونکي زېدعالم په ۱۹ بالونو ۴۳، حسن خان په ۲۱ بالونو ۲۷ رنزونه جوړ کړي او اؤټ شوي نه وو. روحېل نذير په ۱۸ رنزونو جوړولو کې بريالی شوی.

شاهين شاه افريدي د لوبې غوره لوبغاړی ګرځول شوی دی.

د ۱۹ کلنو د نړیوال کپ په ډي ګروپ کې شامل پاکستان دوه لوبې وکړې يوه يې وګټله او بله يې بايللې وه.

د ډي ګروپ د افغانستان لوبډله به سبا په ۱۷م جنورۍ خپله دوېمه لوبه کې د سري لنکا لوبډلې سره مخامخ کيږي.

افغانستان يوه سيالي کړې او ګټلې يې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG