لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصيلې (فارمۍ) غواګانې اوساتئ چې په پيو(شودو) ماړه شئ


په پاکستان او افغانستان کې د پيو يا شودو کمی اصيلې يا فارمۍ غواګانې پوره کولی شي.

د څاروو ماهر ډاکټر برهان الدين وايي که څوک څاروي ساتل غواړي نو د لسو هرګجه څاروي په ځآې دې يو اصيل يا فارمي څاروی اوساتي دابه ورله ډېره ګټه وره وي.

ډاکټربرهان وايي د ارګجه غواؤ په ځايې پکار ده چې سوچه فريزين او جرسي غواګانې اوساتلی شي چې په پيو مو ماړه کړي.

نوموړي د وي-او- ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي نن صبا د څارو فارمونو کې ډېره ګټه ده ،او زياتوي که څوک د غواؤ فارم جوړول غواړي نو اوس د خپل پټي يا خپلې ګيا کرلو ضرورت هم نشته، د څارو ټول خوراک ، کل او بوتاوه په بازار کې ښه په آسانۍ ترلاسه کېدی شي.

ډاکټر برهان زياتوي، د فارمي غواګانو کاروباريان په لاهور پنډۍ اوپېښور کې د بهرنيو غواګانود خرڅ ځايونه يا شورومونه لري او د هالېنډ، آسټريليا او امريکه نسلي غواګانې ډېر په آسانۍ د کرونده ګرو کور ته ور رسولی کيږي. او ښه غوا د ۲۰۰۰۰۰ نه تر ۳۰۰۰۰۰ پورې خرڅيږي چې ورسره د يوې مياشتې بيمه يا انشورنس هم وي،او د شجر نصب ټول تفصيل کارډ هم ورسره وي.

ډاکټر برهان وايي دغه بهرنۍ غواګانې د ورځې تر ۲۵ کلو پورې خوراک کوي او د يو کلو خوراک بيعه ۱۲ روپئ ده ، په دغه حساب د يوې غوا په ساتنه د ورځې د ۳۰۰ نه تر ۵۰۰ روپو پورې خرچه کيږي غوا د ورځې د دري زره روپو نه زيات بچت کوي، نو چې بيا چا د لسو غواګانو فارم جوړکړی وي نو د ګټې حساب يي پخپله اوکړئ.

په مېداني او غرېيزو سيمو کې کوم ډول غواګانې ساتل پکاردي؟

د کلي والو سيمو پښتانه زياتره په خپلو کورونو کې څاروي يا مال ساتي، خو ډېر پکې بې اصله يا ارګجه ساروي وي چې تاوان پرې ډېر کيږي او ګټه يي کمه وي.

ډاکټر برهان وايي د پاکستان او افغانستان په موسم کې جرسي او فريزين غواګانې ډېر په آسانۍ سره ساتلی کېدی شي.

او زياتوي د غريزو سيمو خلک دې د جرسي نسل غواګانې اوساتي، دغه د سور رنګ غواګانې په وجود سپک دسته وي خوراک هم کم غواړي او په غرونو د ختلو کوزيدلو توان هم لري.

هم دغه شان د سمې يا مېداني سيمو خلک دې د فريزين نسل غواګانې اوساتي، دغه تورې برګې غواګانې په وجود ډېرې درنې وي خوراک ډېر غواړي او په مېداني سيمو کې خوراک هم زيات وي او په غرونو د ختلو مشکل هم نه وي، ځکه چې فريزين غواګانې غټې وي او د غرونو او کمرو نه يي د غورځېدو خطر هم زيات وي نو پکار ده چې فريزین غوا ګانې يوازې د سمې خلک اوساتي.

پاکستان کې په پيو کې د ملاوټ رپوټونه

پاکستان کې دصحت چارواکي وايي د پنجاب نه پښتونخوا ته په ټېنکرو کې ورتلونکو پيو يا شودو کې ملاوټ کيږي اپه سوات کې د صحت چارواکو په لېبارټريو کې معلومه شوې چې وس د پيو کاروباريان په پيو کې د اوبو په ځاې چونه، صرف، او نور کيمايي توکي ګډوي چې پۍ ورسره سپين او ټيڼګ ښکاري خو د صحت لپاره انتهايي نقصاني وي.

هم دغسې د ډبو پيو کې هم يوشمېر کمپنيانو کې د ملاوټ رپوټونه راغلي دي.

ځکه ډاکټران د خپلو څارو د سوچه پيو په استعمال زور اچوي چې د ماشومانو او لويو دصحت لپاره ډېرې ګټې لري.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG