لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې ماشومانو سره د جنسي تيري درې پېښې رپوټ شوي


د خېبرپښتونخوا صوبې په مردان، بره دير او هري پور سيمو کې د پرون راهسې د يوې کم عمره ماشومې او دوه هلکانو سره د جنسي تيري پېښې رپورټ شوي دي.

د مردان ضلعې د پوليسو په وېنا د حرکي تهاڼې په علاقه کې د اته کلنې ماشومې پلار رپوټ کړی چې د لُور سره يې ۴۵ کلن محمدنواب جنسي تېری کړی دی.

پوليس وايي محمدنواب يې نيولی او د ماشومې طبي معاينه کوي چې اصل حقيقت مخې ته راشي.

دوېمه پېښه په بره دير ضلع کې رامنځته شوې او د بره ول د پوليس تهاڼې افسر ریاض خان ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل دغه پېښه د شنبې، خالي په ورځ رپوټ شوې ده.

هغه وويل "دا پېښه په چپتراړه کلي کې شوې او اته کلن ماشوم سره ۱۵ کلن عبېدالله جنسي زياتی کړی او د متاثره ماشوم د تره او مور په وېنا د عبېدالله په ضد مقدمه درج کړی شوې ده".

هغه زیاته کړه عبېدالله نيول شوی او نن به عدالت ته وړاندې کيږي.

درېمه پېښه په هري پور ضلع کې رامنځته شوې او د هري پور ضلعي د سټي تهاڼې پوليس افسر شېربهادر ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل، "متاثره هلک چې عمر يې ۱۵ کاله دی، احمدشاه (پوليس)، اشفاق احمد او شهزاد شاه ورسره جنسي تېری کړی دی او دا پېښه دوه مياشتې وړاندې شوې وه".

هغه وويل پرون د يکشنبې، اتوار په ورځ دغه مقدمه درج شوې او د تورنو کسانو د نيولو دپاره عمليات روان دي.

خېبرپښتونخوا کې دغه تازه پېښې د هغې وروستو ښکاره شوي او رپوټ شوي چې د روانې مياشتې په سر کې د پنجاب صوبې په قصور سیمه کې د کم عمره ماشومې زېنب د جنسي تيري وروستو د وژنې پېښه مخې ته راغله.

دغه راز په مردان کې دوه اوونۍ وړاندې د عاصمه ماشومې د جنسي تيري وروستو د وژنې پېښه رپوټ شوه خو په دغه پېښه کې تراوسه څوک نه دي نيول شوي.

د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکی عمران ټکر وايي، "دا ډول پېښې په ټولنه کې نوې خبره نه ده ډېره زړه ده او دا حقيقت ؤ خو چا به په دې باندې خبره نه کوله او شرم به ګڼل کېدواو په ټولنیزو رسنيو دا خبرې ښکاره شوې".

هغه وويل د کم عمره ماشومانو سره د جنسي تيري ډېر علتونه دي چې پکې " معاشي، معاشرتي، سماجي، تهذیبي، اخلاقي او د تعليم او شعور کمی هم شامل دي او د دې پېښو په شا زياتره ذهني علتونه وي لکه يو تن چې په خپله په کم عمرۍ کې د جنسي تيري ښکار شوی وي د هغه په زړه کې بيا د بدل خبره شامل وي ځکه چې غټ شي هغه هم بيا دغه کار کوي".

ښاغلي ټکر وويل دا ډېره ښه خبره ده چې دغه ډول پېښې رپوټ شي تر څو يې د مخنيوي دپاره يې ګامونه پورته کړی شي.

هغه وويل اقدامات نه يواځې په حکومتي کچ اخستل پکار دي چې په دې اړوند قانون سازي وکړي بلکې په ټولنيزه ډول مور، پلار، استاز او عام خلک به په دې بحثونه کوي او خپل خپل رول به ترسره کوي نو د هغې وروستو به د دې کار مخنيوی يقيني کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG