لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دغزاله جاوید پخواني خاوند جهانګیر بله هنرمنده سنبل هم وژلې:پولیس


پولیس وایي ددپښتو دسي ډي ډرامو پیغله هنرمنده سنبل په مردان کې په یو وسله وال برید کې وژل شوې اؤ وژونکي دپيښې له ځایه تښتیدلي‌ دي.

د وژل شوې هنرمندې نیکه خبریالانو ته ویلي سنبل دغزاله جاوید پخواني خاوند جهانګیر اؤ دهغه ملګرو وژلې ده

سنبل چې دمردان دشیخ ملتون په ټي سیکټر کې میشته وه په سي ډي ډرامو کې د کار کولو ترڅنګ یې په سټیج هم کار کولو .

د شیخ ملتون دپولیسو دتاڼې یو تن مشر (محرر) بختیار د پیښې دجذئیاتو بیانولو په وخت وائس اف امریکا ډییوه ویب پاڼې ته ویلي نن دخالي په سحر لس بجې درې تنه نعیم خټک ،جهانګیر(دغزاله جاوید پخواني خاوند) اؤ نصیب شاه په اداکارې سنبل پسې دهغې کور ته ورغلي‌ وؤ اؤ غوښتل یې هغه په ځان سره په زوره پروګرام له بوځي.

پولیس وایي د سنبل د انکار نه وروسته دغو دریوؤ واړو کسانو په سنبل ډزې کړي اؤ هغه یې وژلې ده.

د وژل شوې هنرمندې سنبل نیکه خبریالانو ته ویلي چې دهغې نمسۍ د غزاله جاوید پخواني خاوند جهانګیر اؤ دهغه نورو دوؤ ملګرو وژلې ده.

پولیس وایي د سنبل د نیکه په وینا یې د ملک جهانګیر، نعیم خټم اؤ نصیب شاه په ضد مقدمه درج کړې اؤ دهغوئ دنیولو دپاره هڅې روانې دي.

له دې وړاندې دپيښور اوسیدونکي ملک جهانګیر نومې تن باندې دخپلې پخوانۍ میرمنې اؤ د پښتو دښکلې سندرغاړې غزاله جاوید اؤ دهغې دپلار جاوید د وژنې دعوه هم شوې وه ،

غزاله جاوید په ۱۸م جون کال ۲۰۱۲م کې دپيښور په ډبګرۍ سیمه کې د شپې په وخت دبیوټي پارلر نه د راوتلو په وخت وسله والو وژلې وه چې وروستو دهغې خور فرحت دغزاله جاوید اؤ دخپل پلار دوژنې دعوه دهغې په پخواني خاوند جهانګیر کړې وه

پولیسو له دغې دعوې وروسته جهانګیر نیولی اؤ د‌ سوات سیدو شریف ضلعي قاضي طارق پرویز ورته په ۱۶م دسمبر ۲۰۱۳م کې دوه ځله د مرګ سزا اورولې وه.

خو سرچینې وایي چې وروسته دغزاله جاوید کورنۍ سره د روغې جوړې په نتیجه کې محکمې دهغه دخوشې کولو امر کړی ؤ.

په خیبرپښتونخوا کې په بیلابیلو وختونو کې ښځینه سندرغاړې اؤ‌ هنرمندانې دغسې په بې دردۍ سره وژل شوي خو تر اوسه په هغوئ کې د یوې هنرمندې قاتل ته هم د ذکر وړ سزا نه ده ورکړل شوې

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG