لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جینکۍ خاورو وخوړې ،قاتلان سرې سترګې ګرځي


وژل شوې هنرمنده بریښنا
وژل شوې هنرمنده بریښنا

په خیبرپښتونخوا کې د ښځو اؤ بیا په ځانګړي ډول دهنر دنړۍ سره دتړلو میرمنو د وژنې کچه په چټکتیا سره لوړیږي اؤ څیړونکي وایي چې ددې یو عمده لامل دادی چې ددغو میرمنو وژونکو ته دمحکمو لخوا عبرتناکې سزاګانې نه ورکړل کیږي.
مطبوعاتي راپورونه ښایي چې پښتونخوا کې زیاتره میرمنې دمینې اؤ دخپلې خوښې د ودونو په جرم وژل کیږي چې دغو وژنو ته اکثره دپولیسو اؤ محکمو په وړاندې د "اتفاقیه" وژنو نوم ورکول کیږي اؤ دغسې په دې وژنو کې ککړ خلک دمحکمو د سختو سزاګانو نه ځانونه بچ کوي.
خو که چرې دیوې عامې میرمنې یا هنرمندې په وژنه کې تورن تن ته محکمه سزا ورکوي هم نودپیسو په زور دمحکمې نه پشي شا "د روغې جوړې" دلارې دغه وژونکی تن ډیر په اسانه ځان دقانون دسزا څخه ژغوري.
اؤ دقانوني سزاګانو نه دځان ویستلو دغې لارې (روغې جوړې) اوس پښتنه ټولنه کې خلکو ته دومره زړورتیا بخښلې چې که د ښځې یوه وړه شانتې خبره یې هم په مزاج برابره ونه لګي نو سم د واره ترې ډز پورته کوي اؤ وژني یې.
درې ورڅې وړاندې د پښتونخوا مردان سیمه کې د وژل شوې پینځویشت کلنې هنرمندې سنبل وژنه ددې یوه ښه بیلګه ده.
د سنبل کورنۍ وایي هغه یوازې په دې خبره وسله والو وژلې چې دنعیم خټک په نوم یو پخواني پولیس افسر غوښتل دهغې سره واده وکړي خو سنبل د مخکې نه د یوې ماشومې مور وه اؤ خاوند یې په کراچۍ کې میشته ؤ ځکه یې بل واده نه شو کولی اؤ چې کله یې نعیم خټک ته د واده نه انکار وکړو نو هغه دخپلو نورو دوؤ ملګرو په ملتیا ووژله.
د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپله یوه اداریه کې لیکي چې د سنبل په وژنه کې ککړ تن نعیم خټک پولیسو نیولی خو اوس ریاست ته پکار دي چې دهغې وژونکو ته سخته سزا ورکول باوري کړي.
ورځپاڼه لیکي ریاست باید داخبره هم باوري کړي چې اوس باید دسنبل په وژنه کې ککړ کسان دهغې دکورنۍ لخوا ونه بخښل شي ځکه چې په دغسې پیښو کې اکثره لیدل شوي چې دمالي مجبوریتونو له مخې د وژل شوؤ میرمنو کورنۍ روغې جوړې ته غاړه ږدي اؤ یا هم بیا دغه کورنۍ دفشارونو لاندې نیول کیږي.
ډان ورځپاڼه لیکي د وژنو په دغسې پیښو ته پخپله ریاست ته مدعي جوړیدل پکار دي ترڅو دبخښنې پځایې مجرم دسزا سره مخ کیږي.
دسنبل په وژونکو کې یو تن جهانګیر هم شامل دی چې هغه د سندرغاړې غزاله جاوید پخوانی خاوند ؤ اؤ په کال ۲۰۱۲م کې یې غزاله جاوید اؤ دهغې پلار وژلي وؤ.
ورځپانه ډان لیکي غزاله جاوید ځکه وژل شوې وه چې هغې دخپل خاوند جهانګیر نه طلاق غوښتی ؤ اؤ کله چې خاوند هغې ته طلاق ورکولو نو په دغه وخت جهانګیر یوه بله ښځه هم لرله اؤ غزاله جاوید حق لرلو چې دیوې نه د زیاتو ښځو په لرلو دخپل خاوند سره اختلاف ولريخو د زړو خیالونو په لرونکې یوه ټولنه کې دغزاله جاوید پخواني خاوند دطلاق عمل دځان سپکاوی وګڼلو اؤ هغه یې ووژله.
ورځپاڼه لیکي هرڅو که دغزاله جاوید په وژنه کې محکمې جهانګیر ته دمرګ سزا اورولې وه خو وروسته دهغې کورنۍ مجرم وبخښلو اؤ هغه د زندان نه خوشي شو.
دپیسو په زور د روغې جوړې لارې جهانګیر ته ډاډ ورکړو چې اوس یوه بله هنرمنده هم د ځان په وړاندې دانکار په جرم ډیر په اسانه ووژني.
دډان په اداریه کې ویل شوي دقدامت پرست ذهنيت داثر لاندې،دبېګناه ښځو وژونکيپه هيڅ ډول خپل دغه عادت پريښودو ته نۀچمتو کيږينو ځکهدا درياست ذمه واري ده چېقانوني تحفظ مضبوط کړي ترڅو دښځو څخه دمرګ تر بريده د ژوندي پاتې کیدو حق ونه تروړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG