لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چمن پوله افغانانو لپاره ویزه او پاسپورټ لازم


پاکستان دراتلونکې میاشتې نه په چمن پوله دغه هېواد ته د تلونکو افغانانو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي گرځولی دی.

په تورخم سرحد د تگ راتگ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط د وړاندې نه په ځای دی.

د پوځ یوبریگېډئیراو د سرحدي ملېشې د شمالي زون کمانډر ندیم سهیل چمن کښې د پښتنو قبائلي مشرانو ېوې جرگې ته وېلی دي

" چې اوس به ېواځې تذکره ښودل کافي نه وي او دغه گام یې دپولې د امنیت په خاطراوچت کړې دې."

پوځي کمانډر ېوځل بیا وېلي دي په ټوله پوله به ازغن تار لگوي.

په غونډه کې موجودو قبائلي مشرانود پوځي چارواکو په فېصله ناخوښۍ څرگندې کړي دي او وايي که پاکستان په پوله د ازغن تارلگول د امنیت لپاره مجبوري بولي نو بیا باېد پولې ته د نږدوهغه قبائلو لپاره خصوصي لارې پرېښودی شي څوک چې د کاروبا او ضرورتونو لپاره تگ را تگ کوي.

برېگېډئیر ندیم وايي چې دوي فیصله کړې ده

" د راتلونکې میاشت (مارچ) نه به په پوله یواځې د افغانستان په تذکره یا شناختي کارډ تگ راتگ نشي کېدلې بلکې افغان وگړي به په پوله مامور چارواکو ته پاسپورټ او ويزه هم لازمي ښايي او که چاسره دغه قانوني سفري دستاويزات نه وي نو هغوي ته به مامورین اجازه نه ورکوي چې پاکستان ته ور داخل شي."

په غونډه کښې موجود د چمن او قلعه عبدالله ځېنو قبائلي مشرانو وي او ای ډیوه ته وېلي دي چې پاکستان له داسې نه دي کول پکار ځکه چې د پاسپورټ او د ويزې شرط سره به د ډېورنډ لائن دواړو خوا ته پراته قبائل د ستونزو سره مخ شي. یومشر و ايي

"چې دواړو خواو ته جائېدادونه او روزگارونه لري د ازغن تار او د تگ راتگ لپاره سخت قانوي شرطونه به ددوي د وړاندې نه جوړې ستونزې نورې زیاتې کړي."

قبائلي مشرانو ډیوه ته وېلي دي چې د افغانستان خوا ته د "وېش" په نوم د مېوو او سبزیانو لویه کاروباري منډۍ د پولې دواړو خواو ته د مېشته قبائلو شریک کاروباري مرکز دی. که چرې د پاکستان حکومت دغه خلکو ته د تگ راتگ شرطونه سختوي نوداسې به ورته ستونزې نورې هم زیاتې شي .

د پوځ مشرقبائلي مشرانو ته تسلي ورکړه چې د پولې د قبائلو لپاره به د تگ راتگ مسله حل کوي خو په دې موقع یې د څه کوټلې تگ لارې ذکر یې اونکړو.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG