لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټیکس زیاتوالي د کولې په سوونو پاکستاني ټرکونه پر تورخم درولي


پاکستاني سوداګر چې له افغانستان نه پاکستان ته کوله وړي، وايي افغان چارواکو په کولې د کسټم ټیکس يا محصول د ټن پر سر له ۱۳۵ افغانیو څخه ۱۴۳۵ افغانیو ته اوچت کړی دی.

له وي.او.اې ډیوه سره د خبرو په وخت له افغانستان نه پاکستان ته د کولې وړونکي یو سوداګر تېمور شينواري د افغانستان د ګمرک يا کسټم پر دغه پرېکړه سخته ناخوښي و ښودله او ويې ویل، چې په دومره لويه کچه د اضافي ټیکس لګول له دوی سره د شوي تړون خلاف ورزي ده:

"له افغانستان نه د مياشتې نیژدې ۶۰۰ ټرکه کوله پاکستان ته ورځي او که موږ دغه بنده کړه نو دا به د افغانستان د کولې کاروباريانو او مزدورانو ته لوی زيان و رسوي او هغوی ټوپک اوچتولو ته مجبوره کړي".

تېمور شينواری زياتوي، افغان حکومت د ټرک پر سر د کولې ټېکس له ۷۰۰۰ نه ۵۷۰۰۰ ته اوچت کړی چې له کبله يې د افغانستان او په پاکستان پر ګډه پوله له کولې ډک نیژدې ۶۰۰ ټرکونه ولاړ دي.

اقتصادپوهان وايي د افغانستان له دې ګام سره به ټرانسپورټران يا د ګاډو مالکان هم زیات اغېزمن شي، ځکه چې وړاندې به له پاکستانه په ډېره مناسبه بيه په ټرکونو کې سيمټ افغانستان ته تلل او له هغه ځایه به پکې پاکستان ته کوله وړل کېده.

وایي که د کولې د ټیکسونو کشاله اواره نه شوه، نو بيا به دغه ټرکونه د افغانستان نه خالي ورځي او بيا به د سيمټو کرايه زياتوي چې ورسره به په افغانستان کې د سيمټو بیې وخېژي.

په خېبر پښتونخوا کې د کارخانه دارو او تاجرانو دفتر سرحد چېمبر اف کامرس اینډ انډسټري مشر زاهد خان شینواری وایي، د پاکستان او افغانستان تر منځ دوه اړخیزه تجارت ٥٠٠ میلینه ډالره ته راپرېوتی دی، چې نږدې دوه کاله وړانډې د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارت کچه ٢.٥ اربه ډالره (٢٥٠٠میلینه) ډالره وه، خو د پاکستان د سرکاري دستاویزاتو تر مخه دغه بیا تېر کال ٩٠٠ میلینو ډالرو ته راټیټه شوې وه.

زاهد خان وایي د تجارت د وزارت چارواکو ورته تېره میاشت په اسلام اباد کې د یوې غونډې په مهال ویلي وو چې "اوس د افغانستان او پاکستان تر منځه د دوه اړخیز تجارت کچه یواځې ٥٠٠ میلینه ډالره ته ټیټه شوې ده."

تجارت پوهان وايي که د پاکستان او افغانستان اړیکې سمې نه شوې نو لرې نه ده چې ټول تجارت به په راتلونکو څو میاشتو کې ٢٠٠ میلینو ډالرو ته راپرېوزي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG