لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني رسنۍ: د ولسمشرغني د امن پلان ښیي په افغانستان کې هوا بدله شوې ده


د پاکستان اکثرو معتبرو ورځپاڼو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا وسلوالو طالبانو ته د امن وړاندې کړی پلان بېساری بللی او تمه یې څرګنده کړې چې کېدای شي طالبان یې دا ځل خبرو  ته هرکلی ووایي.

ډان انګرېزي ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې- چې سرلیک یې دی (د کابل زړور وړاندیز) لیکلي، چې تر یوې خونړۍ څپې وروسته د هیلو یو څرک را څرګند شو. ورځپاڼې د ولسمشر غني پلان یو پراخ وړاندیز بللی، چې وایي په تېرو اوولسو کلونو کې یې په لومړي ځل طالبانو ته د دفتر پرانیستو، د پاسپورټونو ورکولو، اوربند، د سیاسي ګوند په توګه د منلو او نور ډېر نوي وړاندیزونه وکړل.

ډان لیکي چې که څه هم طالبانو ته د ولسمشر غني وړاندیز نوی نه دی او په پلان کې یې ځینې تکراري وړاندیزونه هم شامل دي، خو وایي دا په افغانستان کې د امن د ټینګښت لپاره یو بشپړ او پراخ پلان دی، چې د ولسمشر غني د زړورتیا او پراخ فکر څرګندونه کوي او پاکستان باید همږغي ورسره وښيي.

دي نیوز انګرېزي ورځپاڼې بیا د (نوی مستقبل) تر سرلیک لاندې په خپله سرلیکنه کې د امریکې او پاکستان تر منځ د تېرو دوو میاشتو پر اړیکو رڼا اچولې، خو په وروستي پېراګراف کې وایي، د افغانستان له یادولو پرته د پاکستان او امریکې پر اړیکو څوک څنګه ږغېدای شي. ورځپاڼې لیکلي یو څرګند سبب یې دا دی چې پاکستان تل د امریکې په نظر کې له دې کبله ځان ارزښتمن کول غواړي- که منفي وي که مثبت- چې طالبان د پاکستان په لاس کې دي.

دي نیور ورځپاڼه لیکي، له امریکې سره خبرو ته د طالبانو چمتوالی افغان حکومت ته هم دا څرګندوي، چې په افغانستان کې مځکني حقایق بدل شوي دي او هوا بدله شوې ده، وایي ځکه خو ولسمشر غني په دومره سخاوتمندۍ سره هم وسلوال طالبان په سیاسي توګه په رسمیت پېژندلو ته تیار شو او هم یې له پاکستان سره د خپلو اړیکو د بیا تازه کولو هوډ څرګند کړ.

د پاکستان یوه بله انګرېزي ورځپاڼه ایکسپریس ټریبیون په خپله سرلیکنه کې- چې سرلیک یې دی (یو څرګند پرمختګ) لیکلي، چې د افغانستان د سولې د بهیر تر کلونو سیمه ییزو هڅو وروسته کابل په لومړي ځل هوډ څرګند کړ، چې طالبان د یوه سیاسي ځواک په توګه ومني.

ټریبیون لیکي، د طالبانو سیاسي قوت منل- چې وایي د افغانستان د خواخوږو له خوا یې پخوا هم وړاندیز شوی- کولای شي د سولې په بهیر کې د پرمختګ سبب شي، چې وایي تر اوسه دې موضوع ته چندانې ارزښت نه وو ورکړل شوی.

ټریبیون په سرلیکنه کې وایي، غني په خپل سر ډېر د پام وړ ګام اخلي، چې له وسلوالو طالبانو د اوربند غوښتنه کوي او د بندي طالبانو مشرانو د خوشي کولو وړاندیز کوي. وایي پرته له دې چې دا وکتل شي، ولسمشر غني څنګه طالب مشرانو ته په ټولټاکنو کې برخه ورکوي او پر خپل اساسي قانون بیاکتنه کوي، خو وایي ولسمشر غني وسلوالو ته خپل نظر څرګند کړ.

یوې بلې انګرېزي ورځپاڼې ډېلي ټایمز خپلې سرلیکنې ته (طالبانو ته د غني د پلان ملاتړ) سرلیک ورکړی او ویلي دي چې پاکستان یې باید هرکلی وکړي، چې له شرطونو پرته یې د سیاسي ګوند په توګه د منلو لپاره طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ. ورځپاڼه وایي پاکستان هم باید په ورته توګه خپلې لوېدیځ ګاونډي افغانستان ته حکومت په حکومت د خبرو بلنه ورکړي.

ورځپاڼه لیکي، څنګه چې د پاکستاني پوځ پخواني مشر جنرل راحیل شریف نړۍ ته باور ورکړی وو، چې پاکستان به له طالبانو سره د خبرو په برخه کې مخکښ رول تر سره کوي، اوس نو پکار ده چې د مذاکراتو لړۍ بیا پیل شي، ځکه چې وایي د بهرنیو چارو وزارت یې هم وایي، د پاکستان پوځ دی چې له طالبانو سره په بامقصده خبرو کې مثبت نقش تر سره کولای شي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې په خپلې سرلیکنې کې لیکلي: "په افغانستان کې امن باید د پاکستان لومړیتوب وي". ورځپاڼې د ولسمشر غني دا هڅه یو زړور اقدام بللی، چې وایي د خونړیو بریدونو په ناوړه حالاتو کې یې د کابل پروسې دویمه غونډه په بریالیتوب وکړه. ورځپاڼه وایي، په دې غونډه کې چې وسلوالو طالبانو ته په سیاسي ګوند د پېژندل کېدو وړاندیز وشو، دا د افغان حکومت په تګلاره کې بدلون څرګندوي، ځکه چې وایي همدې حکومت مخکې هغوی ترهګر بلل.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه لیکي، چې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو د پیلولو لپاره لومړی ګام باید پاکستان واخلي او په دې برخه کې په کامیابېدو سره خپلو هغو موخو ته ورسېږي، چې غواړي له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG