لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ډالر نور پينځه روپۍ ګران شوی


د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې امریکايي ډالر ناڅاپه د ۱۱۱ روپو نه ۱۱۶ ته رسېدلی او اقتصادي پوهان وايي، ښايي چې دا سلسله به تر د روان کال اخرې پورې نوره هم دوام ولري او د ډ الر قدر نور هم سېوا کېدی شي.

نن د سه شنبې/ نهې په ورځ پاکستان کې ډالر په پرانستي مارکيټ کې ۱۱۶ روپو ته رسېدلی او د بېنکونو په کچ د ډالر بیعه ۱۱۵ روپۍ او ۵۰ پېسو ته ختلې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د ډالر په مقابله کې د روپۍ سپکېدل څو علتونه لري.

پاکستان کې د بهرنو پېسو د بدلوؤنکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل د دې "يوه وجه دا ده چې پاکستان په وروستيو کې د ايي اېم ېف (نړيوالې مالياتې ادارې) د قرض قسط ورکړو او بل دا چې تجارتي خساره نوره سېوا شوې ده".

د اقتصادي چارو کار پوهه ډاکټر معراج الحق وايي، د پاکستان تجارتي خساره په داسې شکل کې سېوا شوې چې ملک ته د بهر نه سامانونه راغوښتل سېوا شوي او بهر ته لېږدول کم شوي دي ځکه د ډالر طلب سېوا شوی چې له امله يې پاکستانۍ روپۍ د دباؤ ښکار شوې ده.

ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د پاکستان نه په دوه غټو لارو بهر ته په تېزۍ سره ډالر روان دی، يو د بهرنو قرضونو په مد کې او بل د بهر نه د سوداګانو اخستو په مد کې.

هغه زیاته کړه د دې ترڅنګ پاکستان ته زر مبادله يا د بهر نه د پېسو راتلو سلسله هم کمه شوې ده ځکه د ډالر په بېعه یې نېغ اثر وشو.

پوهان وايي د ډالر د قدر زياتېدو يو علت یې دا هم دی چې د پاکستان ـ چين اقتصادي راهدارۍ په ترڅ کې د چين څخه درنه مشينري پاکستان ته راځي چې له امله یې د پاکستان درامدي بل سېوا شوی دی.

د اقتصادي چاروکار پوهان دا هم وايي که حکومت او مرکزي بېنک په دې اړوند کوم ګامونه پورته نکړه او ډالر يې مارکيټ ته وړاندې نکړو نو د روان کال تر اخرې پورې ډالر تر ۱۲۰ روپو پورې رسېدلی شي.

پوهان وايي د ډالر د بېعې لوړېدو سره د بازار د سوداګانو بېعې نېغ په نېغه اوچتيږي او په ځانګړي ډول هغه سامانونه چې د بهر نه راغوښتی شي د هغو بېعې يو دم په بره لاړې شي ځکه چې بهرنۍ سوداګانې په ډالرو اخستل کيږي.

خو بل لور ته ځايي میډيا د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) د وياند لخوا ويلي چې د طلب او رسد له امله د روپۍ په مقابله کې د ډالر قدر سېوا شوی خو دوي په دغو چارو نظر ساتي او د حل لاره یې لټوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG