لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تعليم کې د پاکستان کشمير لومړی او قبايلي سيمې تر ټولو وروسته دي


الف اعلان په خپل رپوټ کې وايي، په خېبرپښتونخوا کې په تېرو پينځو کلونو کې د سکولونو په  انفراسټرکچر يا ودانيو کې ډېر ښه والی راغلی.

په پاکستان کې غیردولتي تنظيم الف اعلان په تېرو پينځو کلونو کې د تعليمي اصلاحاتو په اړه په خپل تازه رپوټ کې وايي، خېبر پښتونخوا ایالت د تعليمي معيار په کچه د پاکستان په اتو سيمو کې پر پينځم او کشمير پر اول نمبر دی.

د الف اعلان د سیاسي چارو مشر عمر ورکزي وي.او.اې ډيوه ته ويلي، د معياري تعليم په حساب په ټول پاکستان کې آزاد کشمير پر لومړي نمبر، اسلام اباد پر دويم، پنجاب پر دريم، ګلګت بلتستان پر څلورم، خېبرپښتونخوا پر پينځم، بلوچستان پر شپږم، سیند صوبه پر اووم او قبايلي سيمې پر خيري يا اتم نمبر دي.

که څه هم د الف اعلان د رپوټ تر مخه د معياري تعليم په مد کې خېبر پښتونخوا پر پينځم نمبر ده خو عمر ورکزی وايي، د سکولونو د ودانيو يا انفراسټرکچر په حساب خېبرپښتونخوا په ټول پاکستان کې پر لومړي نمبر ده.

الف اعلان په خپل رپوټ کې وايي، په خېبرپښتونخوا کې په تېرو پينځو کلونو کې د سکولونو په انفراسټرکچر يا ودانيو کې ډېر ښه والی راغلی.

د الف اعلان مشر عمر ورکزی وايي نن سبا د خېبر پښتونخوا په ۹۵٪ سکولونو کې د څښلو پاکې اوبه او د پاخانو نظام سم دی. د دې تر څنګ په ۸۸٪ سکولونو کې د بجلۍ سهولت شته او له ۹۱٪ سکولونو نه دېوالونه چاپېره دي چې په تېرو حکومتونو کې يواځې ۳۶٪ سکولونو نه ديوالونه تاو وو.

د پاکستان قبايلي سيمې د تعليمي معيار په حساب په ټول پاکستان کې تر تولو شاته پاتې سيمې دي، خو د سکولونو د ودانيو يا انفراسټرکچر په حساب قبايلي سيمې په شپږم نمبر دي. عمر ورکزی وايي په قبايلي سيمو کې په روانه ترهګرۍ کې شاوخوا ۱۷۰۰ سکولونه وران شوي وو چې اوس هم پکې ۷۰۰ سکولونه وران پراته دي او مرکزي حکومت ورته څه منصوبه هم نه لري.

د الف اعلان مشر عمر ورکزی وايي په ټول پاکستان کې له سکولونو نه د بهر ماشومانو شمېره زياته شوې ده او نن سبا دوه نيم کروړه يا ۲۲.۶ ميلونه ماشومان له سکولونو بهردي، چې پکې ۲۵ لکه په خېبر پښتونخوا او اووه لکه په قبايلي سيمو کې سکولونو ته نه ځي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG