لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب ولي عهد ويلي، اسرايل هم د خپلې خاورې حق لري


د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان
د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان

د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان ويلي اسرایل حق لري چې په پرامنه ډول په خپله خاوره پاتې شي، نوموړي دغه خبره يوې امريکايي مجلې سره په مرکه کې کړې ده.

رايټرز ليکلي ښکاري چې دغه خبره د رياض او تل ابيب ترمينځ د نزدې کېدو اشاره ده.

د محمدبن سلمان نه پوښتنه شوې چې هغه په دې باور لري چې يهود خلک په خپله پخوانۍ خاوره رياست ولري، نوموړي په ځواب کې ویلي، "زه ګڼم چې فلسطيني او اسرايل دواړه حق لري چې خپله ځمکه ولري خو مونږ بايد د سولې يو تړون وکړو چې هغه د هر چا دپاره د ثبات او غوره اړيکو وي".

سعودي عرب د اسلام د زېږېدنې کور او د پاکو زيارتونو په سیمه اسرايل تراوسه نه دی تسليم کړی.

محمد بن سلمان ویلي، "زمونږ اندېښنه په بېت المقدس (يروشلم) کې د پاک جومات او فلسطينيانو د حقونو ده، له دې پرته زمونږ د نورو خلکو په اړوند څه اعتراض نشته".

هغه ويلي د امريکا ملاتړ کوي چې د ايران د جوهري وسلو اثر کموي.

د خبري ادارې ترمخه د رياض او تهران ترمينځ کړکېچ دغو ګنګوسو ته هوا ورکړې چې شريکې ګټې به سعودي عرب او اسرايل يو ځای کار کولو ته اړ کړي ځکه چې دوي دواړه ايران خطره ګڼي.

د سعودي عرب ولي عهد ويلي، "که چرته سوله وي زمونږ او د اسرايل ډېرې ګټې شريکي دي، او د اسرايل او خليج د همکارۍ شوراګانو ترمنيځ ډېرې ګټې شتون لري".

سعودي عرب تيره میاشت په لمړي ځل د اسرايل سوداګريزو الوتکو ته هوايي لار ورکړې ده.

خو سعودي عرب تير کال د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ د هغه خبرې هم غندنه کړې وه چې پکې نوموړي د بېت المقدس د اسرايل د پايه تحت په توګه منلو ويلي ؤ.

رايټرز د عرب چارواکو له خلې ويلي رياض د اسرايل او فلسطين د سولې د امريکايي پلان د مخکې بوتلو په لمړۍ مرحله کې موجود دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG