د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نهې- سه شنبې په ماخوستن پر فېسبوک په لایو خبرو کې وویل، د پاکستان پولیسو او رېنجر ځواک دی او د ده د تحریک غړي په زور او تشدد د کراچۍ له جلسې را وګرځول خو وایي لسګونه زره خلکو په جلسه کې په ګډون سره ثابته کړي چې نور په دې هېواد کې ظلم نه شي زغملای.
منظور پښتین په خپلو خبرو کې وویل، د کراچۍ د ۱۳م مې د جلسې تیارۍ یې چې پیل کړې، نو د جرګې کسان ورته راغلل او د پوځ او حکومت په استازیتوب یې ورته وویل، چې تاسې ته به په جلسه کې هیڅ خنډ نه وي جلسه وکړئ بیا به مذاکرات کوو، خو وایي هغه دعوې ټولې درواغ وختلې. وایي رېنجرو یواځې پر دوی ډزې او بمباري ونه کړه، نور یې هر څه وکړل:
"زموږ ملګرو او هلته د کراچۍ پښتنو چې د جلسې لپاره کمپاین شروع کړ، نو د دوی نیول شروع شول، تشدد ورباندې شروع شو او له هغوی سره داسې رویه شروع شوه لکه له دوښمن سره چې کېږي، لکه دوی چې دې ښار ته د قتلون او بدامنۍ لپاره ورغلي وي، خو دوی هلته چې کومو خلکو بدامني جوړه کړې ده د هغه تپوس یې کاوه".
منظور پښتین وایي په کراچۍ کې امنیتي ادارو خلکو ته ګواښونه کړي وو چې که جلسې ته ورشئ نو خطرناک نتایج به یې ووینئ. وایي جلسې ته چې چا کرسۍ راوړې وې بیرته په زوره ورباندې یووړل شوې او چا چې د ساونډ سیسټم وروړی وو، هغه ته رېنجرو په ټیلیفون د وژلو ګواښونه کړي وو. د اوبو ټېنکۍ وال یې له اوبو راوړلو منع کړي وو او سوراب ګوټ ته نیژدې د اوبو او بوتلو دوکانونه یې هم په زور بند کړي وو.
پښتین وایي نه یواځې رېنجرو د کراچۍ خلکو ته جلسې ته په ورتګ کې خنډونه جوړول بلکې د بلوچستان، پنجاب او سیند پولیسو پر لویو لارو هم هغه خلک زښته ډېر وځورول او ویې نیول چې جلسې ته ور روان وو:
"له ډېره اسماعیل خانه یوه قافله را روانه وه، ډېر پکې زده کوونکي او درې سپین ږیري وو، هغه یې پر هر چیک پوسټ درول، په ذلالت یې پرېښوول اخر رېنجرو په سکر کې ونیول، له هغه ځایه یې یووړل له سینده یې وایستل، بیا دوی بیرته را روان شول پر لارې یې بیا نیول او تنګول خو بیا چې دوی د جلسې په وخت حیدراباد ته رارسېدل بیا یې له هغه ځایه واپس کړل، په دې دوو درو ورځو کې یې ۵۸ ګنټې مزل کړی وو".
ښاغلی پښتین وایي کراچۍ ته له خپلو ملګرو سره په ۴۰ ګنټو کې ورسېد او څومره چې وځورول شو له دې ورته څرګنده شوه چې د دې هېواد پر سړکونو حتی د سفر حق هم نه لري. نوموړی وایي پر لارې چې به کوم خلک د ده هرکلي ته ودرېدل، پولیسو به هغوی ته هم سپکې سپورې ویلې او وايي په کوم موټر کې چې دی راوړل کېده هغه موټر پولیسو ځنې نیولي دي.
"ما خو د راو انوار غوندې څوک مړه کړي هم نه دي چې هغه ته سړکونه ټول پرانیستي دي، ما خو د مشرف غوندې د پاکستان آیین چرته هم نه دی مات کړی، ما خو د پاکستان د جرنېلانو او نورو سیاستدانانو غوندې کرپشن هم نه دی کړی چې سړکونه ورته خلاس دي، ما صرف د پښتون خبره وکړه نو لارې راته بندې شوې".
د پښتون ژغورنې غورځنګ له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د اسلام اباد د لس ورځني احتجاج په شمول د پاکستان د لویو ښارونو پېښور، کوټې، لاهور او کراچۍ په شمول د پښتونخوا په سوات او د بلوچستان به ږوب او کلاسیف الله کې هم غټې جلسې کړې دي او د پاکستان له چارواکو غواړي چې غوښتنې یې ومنل شي.
د دوی غوښتنې دا دي چې له قبایلي سیمو دي ماینونه پاک شي، په پښتونخوا، بلوچستان او قبایلي سیمو کې پر چیک پوسټونو دي د خلکو ځورول او سپکاوی بند شي، په قبایلي سیمو کې دي بې سببه ګرځبندیزونه (کرفیو) نه لګېږي، زرګونه جبري ورک خلک دي عدالتونو ته وړاندې شي او په پاکستان کې په غیرعدالتي توګه د وژل شویو پښتنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي.
د پاکستان حکومت او پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې پر ځای ګڼي، خو ورسره ورسره دا تحریک په دې هم تورنوي چې وایي د هند او افغانستان استخباراتي ادارې یې ملاتړ کوي. د پاکستان پوځ تېره میاشت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته د مذاکراتو وړاندیز هم کړی او اوس یې یوه قبایلي جرګه د مذاکراتو لپاره ټاکلې خو تر اوسه یې په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.