لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

" چې خان وايي پرېږده، نو پرې یې ږده کنه!"


د کوچوانانو يا بګيوانانو په اړه وېل کيږي چې دوی په خبرو کې ډېر چالاکه وي او بيا د کوم کوچوان يا ټانګيوال اسپه چې ټپه وي هغه خو لا نور هم د قيصو سم استاذ وي او خپلې سوارلۍ مشغولې ساتي .

په يو کلي کې هم دغسې يو کواچوان وو چې په توري کوچوان مشهور وو.

يوه ورځ ورسره په ټانګه کې ښځې ناستې وې چرته ښادۍ له تللې. وخت په وخت به يې تمبل هم غږاوه.

نرۍ لاره وه، د بل لور نه يو کليوال زميدار نورګل سنډا رېړه را روانه کړې وه چې ټانګه ورنژدې شوه نو توري کوچوان سمدستي په زميدار دباو وکړ:
" لرې کړه دا رېړه دې ستا داسې داسې وکړم، ړوند يې چې مخامخ دې ټانګې له رېړه را روانه کړې ده"

نورګل چې ټوله ورځ يې د اهاړ په سخته ګرمۍ کې په پټي کې ګوډ چاري او لو لور کړی وو په ډېر ستړي غږ يې توري کوچوان ته ووېل هلکه خوله دې په واک کې کړه.

خو توری کوچوان نور هم تېز شو، وېل رېړه دې ښکته کوزه کړه ګنې درپسې در کوزېږم او د بوسو سخی درنه جوړوم.

په نورګل دغه خبره ډېره بده ولګېده او صبر يې تمام شو، رېړه يې د لارې په منځ کې ودروله او په کوچوان پسې ورغلو، کوچوان يې د پښې نه ونيولو او د ټانګې د پایدان نه يې ښکته په ځمکه را واچاوه.

کوچوان خو اول دانګونه وهل خو د نورګل د مټو لاندې يې بدمعاشي په يوه لحظه کې کېناسته او په يوه شېبه کې په سوال زارۍ سر شو.

خو نورګل ډېر په قهر وو، کوچوان يې سم د ځمکې سره ځمکه کړی وو او په خېټه ورته ناست وو چې په دې کې د کلي خان سره د ناظرانو په هغه لاره ورغلو.

خان چې په ځمکه پروت توری کوچوان وليده چې ورته په خېټه د هغه زميدار نورګل ناست وو نو ډېر په قهر شو، وېل يا هلکه دا څه کوې ؟

"پرېږده څه مرګ دې ورپورې دی ظالمه؟"

نورګل لا خان له څه ځواب نه وو ورکړی چې د لاندې نه کوچوان غږ وکړ:

" هلکه چې خان وايي پرېږده، نو پرې یې ږده کنه!"

د نورګل او توري کوچوان دې قيصې سره راته په پاکستان کې د پښتنو او د رياستي واکمنو لانجه را مخې ته شوه، داسې ښکاري چې د بې ګناه خلکو قتلان، د عدالت نه بې تپوسه په جعلي مقابلو کې وژنو، په چېک پوستو سپکاوي او بې عزتۍ او په زرګونو نور په زوره د ورکېدو په څېر ناروا ظلمونو آخر پښتانه دې ته جوړ کړل چې لکه د نورګل را اوچت شول او د پاکستان د رياستي واکدارانو د ظلم په مرۍ لکه د خپسې کېناستل، اوس نو که ورته د رياست په مرسته تورن سياسي خانان ډېر منت زارۍ هم وکړي خو چې تر څو پرې پښتنو خپلې غوښتنې منلې نه وي تر هغې به ورته د ظلم په مرۍ غلي وي او ورځ په ورځ به لا زور ورکوي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG