لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له شمالي کوریا سره د ټرمپ په خبرو کې ملګري ملتونه څه رول ولري؟


د ملګروملتونو د اټومي څار د ادارې مشر یوکیا امانو وايي، په ۲۰۱۵ کال کې د ایران د اټومي تړون تر لاسلیک کېدو راوروسته دوي هغو ټولو اټومي ځایونو ته د ورتګ اجازه درلوده چې په کې د څارنې اړتیا وه.

خو ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې په روانه میاشت کې له دې تړون څخه ووت له دې خبرې سره موافق نه دی.

(ددغه تړون د څارنې په برخه کې داسې مناسب میکانیزم نه وه موجود چې په ترڅ کې یې د دوکې او چل مخنیوي وشي او د شتون په حالت کې ورته سزا ورکړل شي.)

د ټرمپ د ملی امنیت سلاکار جان بولټن دغه خبره یوځل بیا له امریکا غږ سره د یوې مرکې په ترڅ کې وکړه.

(مونږ ددغه تړون د لاسلیک کولو پر وخت یواځې په هغه څه پوهېدلو چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه زمونږ خپلو استخباراتو له مونږ سره شریک کړي وو او د ملګروملتونو د اټومي څار ادارې د تفتیش لپاره اړین معلومات نه درلودل.)

دا ډول څرګندونې جدي خبرې راپورته کولای شي په داسې حال کې چې ټاکل شوېده د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرس به د جمعې په ورځ له سپینې ماڼۍ څخه لیدنه وکړي.

ګوتېرېس تر دې مخکې له ټرمپ څخه غوښتي و چې له ایران سره په اټومي تړون کې پاتې شي او هغه مهال یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه کله چې امریکا له دغه تړون څخه وتلې وه.

د ملګروملتونو د اټومي څار د ادارې پخوانی تفتیش کونکی رابړت کېلې وايي، له دې سره دا پوښتنې هم راپورته کیږي چې د شمالي کوریا سره د اټومي مسلې په اړه خبرو کې به امریکا څومره د ملګروملتونو د اټومي څار په ادارې باندې تکیه وکړي.

(زه فکر کوم چې جان بولټن به د شمالي کوریا د اټومي ستونزې په برخه کې ملګروملتونو او د ملګروملتونو د اټومي څار ادارې ته مخ وا نه اړوي چې دا ستونزه حل کړي. د بولټن د اوږدې مودې راهیسې ملګري ملتونه نه خوښېږي او په اړه یې توندې څرګندونې هم کړیدي، په ځانګړي ډول د ملګروملتونو د اټومي څار اداره.)

بولټن چې د ولسمشر جیورج ډبلو بوش د واکمنۍ پرمهال یې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې یو ځل ویلي و، که په نیویارک کې د ملګروملتونو مرکزي دفتر ۱۰ پوړه ختم شي نو بیا به هم کوم اغیز و نه لري.

د سټاکهوم په نړیوال انسټیټیوټ کې رابړت کیلې وايي، کچېرې امریکا نه غواړي چې د شمالي کوریا په معامله کې کومه نړیواله اداره شریکه کړي نو د امریکا په دفاعي او انرژۍ وزارتونو کې داسې ډلې شته چې ددغه کار لپاره یې وګماري.

په هر صورت دا لا روښانه نه ده چې ټرمپ به بلاخره په دې اړه کومه وروستۍ پرېکړه کوي.

یوه اشاره تېره اونۍ هغه مهال شوې وه کله چې د امریکا یو لوړ پوړي چارواکي وویل، که څه هم امریکا د ایران له تړون څخه وځي خو د ملګروملتونو د اټومي څار اداره دې د ایران له اټومي مرکزونو څخه خپلې څارنې ته دوام ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG