لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دا راته ووایئ علي وزیر مړ دی که ژوندی؟ زما زخمونه پروا نه لري


اوولس کلن نظیرالله چې په واڼه کې د طالبانو په برید کې ټپي شوی.
اوولس کلن نظیرالله چې په واڼه کې د طالبانو په برید کې ټپي شوی.

په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر علي وزیر د اتوار- یکشنبې په ورځ د وسلوالو په برید کې په شاوخوا دېرش تنو ټپیانو کې یو اوولس کلن نظیرالله خوجلخېل وزیر هم شامل دی، چې په ډېره اسماعیل خان روغتون کې یې درملنه کېږي.

د نظیرالله غوندې څو نور کم عمره ځوانان هم هغه وخت ټپیان او یو پکې و وژل شو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو په وینا حکومت پلوه طالبانو پر علي وزیر ډزې پیل کړې او سلګونه ځوانان د هغه د ژغورلو لپاره ورباندې را چاپېر شول او پر بدنونو یې ګولۍ وخوړې. نظیرالله له وي.او.ډیوه سره په خبرو کې وویل:

"زه چې راتلم نیکه راته وویل وویل مه درومه حالات خراب دي، ما ورته وویل موږ هم تر علي زیات نه وي، علي چې د پښتنو په سر درومي موږ دي هم بیا قربان شو".

اوولس کلن نظیرالله چې ماځیګر په واڼه کې ټپي شوی وو، د شپې شاوخوا درې بجې یې د ډېره اسماعیل خان په روغتون کې له بېهوښۍ سترګې پرانیستې او چې شاوخوا ته یې څوک ناست او ولاړ وو، له هغوی یې تر ټولو لومړۍ پوښتنه دا وکړه:

"علي وزیر مړ دی که ژوندی؟"

د پښتون ژغورنې غورځنګ دویم مهم مشر علي وزیر.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دویم مهم مشر علي وزیر.

له ورته حاضرو کسانو یو چا ورته وویل چې "هغه روغ جوړ دی یو زخم هم نه دی پرې راغلی"، نو اوولس کلن نظیرالله ډېر په ډاډمن انداز په ځواب کې ورته وویل:

"شکر دی، دا زخمونه پروا نه لري خو چې علي نه وي خوږ شوی، د هغه غم به ‌‌‌‌‌‌ډېر دروند وای او د زغملو به نه وای".


د پېښې په وخت د هغه جامې څیرې شوې وې او بیا په روغتون کې کمال نومي ‌یوه ‌‌‌‌‌ډاکټر د اغوستلو لپاره خپلې جامې ورکړې وې.

نظیرالله په خېټه کې دوې ګولۍ لګېدلی او ‌‌‌‌‌‌وروسته له هغه په هوښ کې راغی چې درې ‌‌‌‌‌‌ډریپه وینه ورته ورکړل شوه. ډاکټران یې حالت له خطره بهر ګڼي. نظیرالله د وي.او.اې ډیوه له خبریال عدنان بېټني سره په خبرو کې ویلي وو:

"د فلسطين غوندې کار وو، دوی راباندې ‌‌‌‌‌‌ډزې کولې او موږه ورته بې لاسه او پښو ولاړ وو".

د واڼه په پېښه کې ټپي شوی نظیرالله او نور ځوانان.
د واڼه په پېښه کې ټپي شوی نظیرالله او نور ځوانان.

د ډیوه خبریال وایي له نظیرالله سره په روغتون کې د هغه خپل خپلوان نه وو، ځکه چې وایي په واڼه کې تر پېښې سمدستي وروته ګرځبندیز (کرفیو) ولګېد او پر لاره د تنایي پر چیک پوسټ امنیتي ځواکونو د پېښې ټپیانو ته هم څو ګنټې وروسته اجازه ورکړه چې د ډېره اسماعیل خان روغتون ته یووړل شول، خو وایي په روغتون کې سلګونه کسان دې ته حاضر وو چې د نظیرالله په شمول ټولو ټپیانو ته وینه ورکړي.

نظیرالله وایي تر نهم ټولګي یې سکول ویلی خو بیا ځنې پاته شوی خو چې ټپونه یې جوړ شي، نو له دې وروسته به هم له پښتون ژغورنې غورځنګ سره کلک ملګری وي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG