لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مېسي آرجنټينا او د رونالډو پرتګال د ورلډکپ ۲۰۱۸ م نه بهر شول


په روس کې د فټ بال نړيوال کپ په لوبو کې د خالي په ورځ شوې د ناک آوټ مقابلو کې فرانس ارجنټينا ته د ۳ ګولونو په مقابله کې په څلورو ګولونو ماتې ورکولو سره د مقابلو نه ويستلی په غوره لوبه کولو سره د فرانس ۱۹ کلن لوبغاړي کلیئن مباپی د نړۍ پام د ارجنټينا د پېژندلي لوبغاړي مېسي نه ځان ته راواړو.

دواړ ټيمونو ډېره تېزه لوبه اوکړه او د فرانس ۱۹ کلن کلیئن مباپی دوه ګولونه اوکړل. د مېسي ټيم ارجنټينا په شرو کې په يوګول وړاندې وو خو د لوبې په ۱۱م منټ کې د فرانس دوو ګولونو د ارجنټينا حوصله ماته کړه او فرانس ترې په يو ګول وړاندې شو.

د لوبې په آخيري وخت کې آرجنټينا ته د ګول کولو يوه غوره موقه په لاس ورغلې وه چې د فرانس سره به يي لوبه په څلورو ګولونو برابر کړی وی خو بريالۍ نه شوه او فرانس ورته د دريو په مقابله کې په څلورو ګولو سره ماتې ورکړه دغسې په دې مقابلو کې د ميسي د ټيم ارجنټينا د ورلډ کپ ګټلو خوب نيمګړی پاتې شو.

د روس په کزان ښار کې د فټ بال دوه پخواني چېمپين ټيمونو ارجنټينا او جرمني د ورلډ کپ ګټلو ارمان نيمه خوا پاتې شوی.

هم په دغه ورځ په يوه بله خونده وره مقابله کې يوراګوې پرتګال ته د يو په مقابله کې په دوه ګولونو ماتې ورکړه او دغسې د رونالډو ټيم پرتګال هم د ورلډ کپ د مقابلو نه پاتې شوی دی.

دغه د ګروپ ۱۶م لوبې وې چې د فټ بال د نړۍ د دوه وتلي ستورو، ميسې او رونالډو ټيمونو پکې ماتې اوخوړه.او فرانس او يوراګوې چې د دغې سياليو په پېل کې کمزوري ټيمونه ګڼل کېدل او د چا دا خيال نه وو چې په يو وخت کې به ارجنټينا او پرتګال په ډول زورو ټيمونو له ماتې ورکړي، د لوبې په غوره ټيمونو کې شامل شول.

نن د جولاېې په لومړۍ نېټه به د سپېن او روس ترمېنځه لومړۍ مقابله کېږي او ددغې وروسته به د کروشييا او ډنمارک ترمېنځه دويمه سيالي کېږي.

په دې ورلډ کپ کې د نړۍ ۳۲ ټيمونه لوبېږي چې په اتو ګروپونو کې وېشل شوي.

تر اوسه شوي مقابلو کې ترټول زيات نهه، نهه پواېنټونو سره يوراګوې ، کروشيا او بېلجيم تر ټول وړاندې دي.

په دويم نمبر فرانس او برازيل سره اوه، اوه پواېنټونه دي.

او په دريم نمبر کولمبيا،اېنګلېنډ، مېکسيکو، سويډن او روس سره شپږ، شپږ پواېنټونه دي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG