لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روغتیا نړیواله اداره: د اچ آی وي اېډز په واکسین څېړنه کیږي


 .
.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، په نړۍ کې ۳۷ میلیونه کسان په اچ آي وي اېډز باندې اخته دي او هر کال ۱.۸ میلیونه نوي کسان پرې اخته کیږی.

ددغې ناروغۍ له امله په نړۍ کې په کال کې یو میلیون کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یوه څېړنه ښيي چې د ایډز له یو نوي واکسین سره د انسان او بېزوګانو د بدن په معافیتي یا دفاعي سیستم کې د پام وړ ښه والی راغلی.

ددغې سروې یو څېړونکی ډان بېروچ وايي:

"ددې معنی داده چې په دغې سروې کې اوس دا کتل کیږي چې ایا دغه واکسین کولای شي چې انسانان د اچ آی وي په وایرس له اخته کېدو څخه وژغوري؟"

د سروې دغه پړاو په تېر نومبر کې په جنوبي افریقا کې پیل شوی چې په ترڅ کې یې په هغو ۲۶۰۰ ځوانو مېرمېنو باندې ازموینه شوې څوک چې ددغې ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي.

ډان بېروچ وايي:

"په داسې حال کې ډېر داسې واکسینونه شته چې په لابراتوار کې او په حیواناتو باندې ازمویل کیږي خو یواځې یو څو یې تر دې بریده مخکې تللي چې انسانانو ته د اغیز معلومولو لپاره ورکول کیږي. "

د اچ آی وي وایرس په نړۍ کې په اتیایمې لسیزې کې وپېژندل شو او له هاغې راوسته پرې شاخوا ۸۰ میلیونه کسان اخته شویدي.

ډان بېروچ وړاندې وویل:

"مونږ تر اوسه پورې د واکسین له پایلو څخه خوشحاله یو او مونږ په احتیاط سره خوشبینه او تر اوسه پورې نه پوهېږو چې ایا په انسانانو کې به هم په سمه توګه کار وکړي او کنه او ددې معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره باید د دې څېړنې تر بشپړېدو پورې انتظار وکړو. "

تمه ده ددغه واکسین د دوهمې مرحلې لومړني معلومات به په ۲۰۲۱ کال څرګند شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG