لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: له برتانیې سره مو اړیکې ډېرې ښې دي


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لندن څخه د خپل سفر په دوهمه ورځ د برتانیې له لومړۍ وزیرې ټېریسا مې سره خبرې وکړې.

دغه لیدنه یوه ورځ وروسته له هاغې وشوه چې ټرمپ په خپلې مرکه کې له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې د وتلو یا بړګزیټ په مسله کې د ټېریسا مې په مذاکراتو توندې نیوکې وکړې.

لومړۍ وزیرې ټېریسا مې د زیارت یا پنجشنبې په ماښام د ولسمشر ټرمپ او لومړۍ مېرمنې میلاني ټرمپ لپاره له لندن څخه سل کیلومټره شمال لویدیځ ته د اولسمې پېړۍ په یوې ماڼۍ کې د شپې ډوډۍ تیاره کړې وه.

د بلنیم په نامه دغې پخوانۍ ماڼۍ کې ټرمپ د خپلو پراخو مرکو په لړ کې د برتانیې له سن ورځپاڼې سره په مرکه کې د برکزیټ په مسله کې په ټریسا مې باندې نیوکې وکړې.

خو له یو بل سره د دواړو مشرانو تر کښیناستلو وروسته هر څه سم ښکارېدل.

"مونږ نن په سوداګرۍ خبرې کوو، په پوځي چارو خبرې کوو. مونږ دلته د ترهګرۍ پرضد له ځینو مهو کارونو څخه لیدنه وکړه چې له امریکا سره په همغږۍ ترسره کیږي. زمونږ اړیکې اوس ډېرې زیاتې غښتلې دي. مونږ په رښتیا هم ډېرې ښې اړیکې لرو. "

ټاکل شوې ده چې دواړه مشران به د جمعې ناوخته یو ګډ خبري کانفرانس هم ولري.

همدارنګه ټاکل شوېده چې ټرمپ به له ملکې الیزابیټ دوهمې سره هم په وینډسور ماڼۍ کې وویني.

ولسمشر په هیلي کوپټرو کې بیلابیلو سیمو ته سفرونه کوي. د امریکا سفیر ووډي جانسن وايي، ولسمشر ځکه په هیلي کوپټرو کې کرځي چې له خپل دغه سفر څخه زیاته ګټه واخلي او په دې ۲۴ ساعتونو کې ډېر کارونه ترسره کړي.

برتانیې ته د ولسمشر ډانلډ ټرمپ دغه لومړنۍ سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې ددغه پرضد په کوڅو او سړکونو باندې لاریونونه هم شویدي.

د لاریون کونکو یوې ډلې ته دا اجازه هم ورکړل شوې وه چې له یوې لویې پوکاڼۍ څخه د ډانلډ ټرمپ انځور جوړ کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG