لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو درېواړو ملتپالو ګوندونو د پاکستان د عامو انتخاباتو نتایج رد کړل


د پاکستان د نورو لویو ګوندونو تر څنګ د پښتنو درېواړو ملتپالو ګوندونو عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او قومي وطن ګوند هم د جولای د ۲۵مې نېټې عام انتخابات له درغلۍ ډک بللي او د هغو د نتایجو له منلو یې انکار کړی دی.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان نن په پېښور کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې تور ولګاوه، چې وایي پوځ، د انتخاباتو کمېشن او لنډمهالي حکومت په ګډه دا هڅه وکړه، چې یو خاص انسان [عمران خان] دي خاص مقام ته و رسوي. وایي دوی ته د دغو انتخاباتو نتیجې هیڅکله د منلو وړ نه دي:

"موږ دا نتیجه مکمل ردوو. ټوله درغلي شوې ده. موږ دا فیصله وکړه چې د جولای په ۳۰م د ګل په ورځ به په ټوله صوبه پښتونخوا کې پرامن احتجاج کوو".

اسفندیار ولي خان تور ولګاوه چې وایي د یوې خاص دسیسې له مخې د ده په شمول د ملتپالو او مذهبي ګوندونو مشران محمودخان اڅکزی، آفتاب شېرپاو، مولانا فضل الرحمن او سراج الحق له پارلمانه و ایستل شول. ده وویل دوی به نن په اسلام اباد کې سره ویني او د راتلونکي تګلاره به اعلانوي.

بل لور ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي هم په کوټه کې خبري غونډې ته ورته تورونه ولګول، چې وایي انتخابات په بشپړه توګه له درغلۍ ډک وو، ځکه چې وایي په اکثرو انتخاباتي مرکزونو کې د ایم ای او آی ایس آی استخباراتي ادارو او هلته د امنیت لپاره ولاړو پوځي سرتېرو هڅه کوله چې د دوی پلویان له ووټ اچولو را وګرځوي.

"دا د تاریخ تر ټولو له درغلۍ ډک انتخابات وو. موږ په څرګنده وایو چې د انتخاباتو کمېشن د بې طرفه انتخاباتو په تر سره کولو کې سل فیصده ناکامه سو، دا الیکشن نه بلکې سلیکشن [چوڼ] وو، زموږ استخباراتي ادارو انجنېرډ [پلان شوي] انتخابات وکړل"

محمود خان اڅکزي د ولس د جمهوري رایو سپکاوی شوی دی او پر سیاسي ګوندونو یې ږغ وکړ چې د جمهوري واکمنۍ او د آیین د ژغورنې لپاره یو ګډ محاذ جوړ کړي او د ولس په زور د داسې حکومت مخه ونیسي، چې د ده په وینا په درغلۍ او غیرجمهوري طریقه جوړېږي.

همدارنګه د قومي وطن ګوند مشر آفتاب احمدخان شېرپاو هم د جولای د ۲۵مې انتخابات له درغلۍ ډک بللي او ویلي یې دي چې په دغو انتخاباتو کې د ولس پر ووټونو ډاکه اچول شوې ده. ښاغلي شېرپاو په یوه بیان کې لنډمهالی حکومت او د انتخاباتو کمېشن تورن کړي، چې وایي د ازادو او له درغلۍ پاکو انتخاباتو په تر سره کولو کې په بشپړه توګه ناکامه شوي دي:

"په افسوس سره باید ووایم چې پښتانه مخکې له مخکې هم د ګولۍ [ترهګرۍ] ښکار وو او اوس د ووټ په وسیله په پارلمان کې هم له خپلو استازو بې برخې کړای شول، له دې سره به د افغانستان شخړه او د پښتنو ستونځې لا شدت پیدا کړي".

د پښتنو د درو ملتپالو ګوند تر څنګ د جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي ګوندونو مشرانو مولانا فضل الرحمن او سراج الحق- چې په متحده مجلسِ عمل ګوند کې سره متحد دي- دغه انتخابات له درغلۍ ډک بللي او د نتایجو له منلو یې انکار کړی دی.

د جولای د ۲۵مې په ټاکنو کې د ټول پاکستان په کچه پښتونخوا ملي عوامي ګوند یواځې د بلوچستان اسمبلۍ یوه څوکۍ ګټلې، عوامي نېشنل ګوند د قومي اسمبلۍ یوه، د پښتونخوا صوبې پینځه او د بلوچستان اسمبلۍ درې څوکۍ ګټلې، خو قومي وطن ګوند د قومي او صوبایي اسمبلیو یوه څوکۍ هم نه ده ګټلې.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG