لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوښار کې پښتنه سندرغاړې رېشما وژل شوې


رېشما خان
رېشما خان

د خېبرپښتونخو اپه نوښار سیمه کې د سټېج پښتنه سندرغاړې او ماډله رېشما خان د هغې خاوند په ډزو وژلې ده.

د نوښار ضلعې د کلا سيمې د پوليس مشر (اېس اېچ او) مسعود وایس اف امريکا ډیوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې دغه پېښه پرون د نهې، سه شنبې په ورځ مازيګر ناوخته رامنځته شوې ده.

نوموړي وويل د کلا تاڼې په وتړ علاقه کې فايد نومې تن چې د رېشما خاوند دی، په رېشما ډزې کړي او وژلې يې ده.

هغه وويل فايد د موقعې نه تښتېدلی د نیولو دپاره یې هڅې يې روانې دي.

د پوليس افسر په وېنا فايد د څلورو ښځو خاوند دی او رېشما د شخصي کورنۍ لانجې په سر ويشتې ده.

د ځايي پوليسو په وېنا د رېشما ورور عبېدالله د فايد پرضد مقدمه کړې ده.

پوليس ویلي رېشما څو مياشتې وړاندې واده شوې او بچي يې نه ؤ.

رېشما خان نزدې ۲۲ ساعته وړاندې په فېس بک يوه سندره شريکه کړې او ورته يې ليکلي (زما د نوي ماډلنګ سندره).

په خېبرپښتونخوا کې دا لومړی ځل نه دی چې کومه سندرغاړې يا هنرمنده وژل شوې له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې رامنځته شوي دي.

د روان کال فرورۍ په مياشت کې په مردان کې د سټېج او سي ډي ډرامو هنرمنده سمبل په ډزو وژل شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG