لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشېګن په لومړنیو ټاکنو کې یوې مسلمانې مېرمنې وګټله


د مشېګن په لومړنیو ټاکنو کې د رشیدې طلیب په نامه یوې مسلمانې مېرمنې وګټله. ددې د ټاکنیز کمپاین لپاره له ډېرو لیرو سیمو څخه خلک ددې د ملاتړ لپاره ورغلي وو.

الام جبېرا په شیکاګو کې اوسېږي چې د مشېګېن له ډېټروېټ څخه شپږ ساعته لیرې دی او دا په دې معنی چې هغه ددغه ایالت په لومړنیو ټاکنو کې رایه نشي ورکولای.

خو په مشېګن کې د کانګرس د ټاکنو لپاره سیالي ډېره ارزښتناکه وه چې له امله یې جبېرا باید پکې ګډون کړای وی.

مېرمن جبېرا د ټاکنو په ورځ د رشیدې طلیب کمپاین ته په موټر کې له شپږ ساعته سفر وروسته ځان ورساوه.

"د یوې مسلمانې امریکايي، د یوې عربې مریکایي او د یوې فلسطینۍ امریکايي په توګه زه هغه یم او هغه زه یم. "

که څه هم دا د مشېګن ټاکنې دي، د کانګرس لپاره د مېرمن طلیب کمپاین تاریخي دی او د هېواد په کچه اغیزې لري او د هغې کمپاین نورو مسلمانو ښځو ته لاره پرانستله.

رشیده طلیب وايي:

"له ځوانو جونو څخه ګڼ پیغامونه ترلاسه کوم، همدا اوس مې یو پیغام له نیویاک څخه ترلاسه کړ چې په کې یې لیکلي دي، سلام، تاسو ما نه پېژنئ خو زما نوم هوما ده او زه غواړم ته په دې پوه شې چې همدا اوس له نیویارک څخه ستاسو کمپاین ګورم. له دې سره زه ډېره احساساتي کیږم او د خوشحالۍ احساس کوم. "

الام جبېرا وايي:

"دې د ځوانانو نوی نسل چې وهڅوه چې په جرات سره ځانونه کاندید کړي او سیالي وکړي. "

رشېدې د ټاکنو په ورځ خپلو ملاتړو ته وویل:

"سلام او مننه چې نن رایه ورکولو ته راوتلي یاست. "

الام جبېرا وړاندې وویل:

"نه یواځې ځوانان بلکه داسې خلک یې هم رایه ورکولو ته هڅولي دي چې د لومړي ځل لپاره په رایه ورکولو کې برخه واخلي. دغو نويو کسانو د اوږدې مودې راهیسې امریکايي تابعیت یا سېټېزن شېپ درلود او ځینې خو یې همدلته زېږېدلي هم دي خو هېڅکله یې پخوا رایه نه وه ورکړې ځکه دوی په خپل حکومت باندې باور نه درلود. "

دغو رایه ورکونکو د رشېدې طلیب د برخلیک په برخه کې یو توپیر رامنځته کړ او دا توپیر هغه وخت څرګند شو کله چې د ټاکنو پایلې اعلان شوې چې پکې ډېره سخته سیالي شوې وه.

"که د ډیټرویټ په ویب پاڼه باندې باور کېدای شي نو مونږ دغه سیالي وګټله. "

د ټاکنو د پایلو له اعلانېدو سره رشېده او د هغې پلویان د خوشحالۍ په احساساتو کې وو او رشېدې په ورته وخت کې د خپلې کورنۍ په تاریخي خوځښت باندې رڼا واچوله.

"زه غواړم له خپلې مور څخه مننه کوم څوک چې په فلسطین کې د لویدیځې غاړې څخه ده. دا مهال د سهار پنځه بجې دي او دوی هلته ټول تلویزیون ته ناست دي. زما نیا، زما تروریانې او کاکاګان له خپلو بچو سره ټول ناست دي او په تلویزیون باندې په ټاکنو کې د خپلې لمسۍ بریا ګوري. "

څرنګه چې په نومبر کې د جمهوري غوښتونکو څخه کوم سیال نشته نو په لومړنیو ټاکنو کې د رشېدې بریا به مخکې له دې چې د امریکا په کانګرس کې د یوې نوې وکیلې په توګه سوګند پورته کړي د هغې لپاره یواځینې سیالي ګڼل کیږي.

په امریکا کې زیات مسلمان امریکایان به اوس په ډېر شوق او مینې سره په کانګرس کې د رشېدې رول څاري.

الام جبېرا وايي:

"دوی فکر کوي چې رشېده دوی دي. رشېده به په کانګرس کې د هغوی مخ او د هغوی غږ وي. په کانګرس کې د رشېدې شتون اوس دا معني ورکوي چې مونږ هم ستاسو په څېر امریکایان یو. "

کیدای شي ددې په څېر نور هم ژر ولیدل شي.

د امریکا په منېسوټا ایالت کې سوماليايي امریکايي وکیل الهام عمر د کانګرس څوکۍ لپاره ولاړ دی چې تمه ده د اګسټ په ۲۴ نېټه به ورته ټاکنې ترسره شي او کیدای شي له رشېدې سره یوځای د امریکا په کانګرس کې په ګډه کار وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG