لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: د کم عمرې ماشومې په جنسي تيري او وژنه تورن ککړ تن نيول شوی


د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې پوليسو ادعا کړې چې د کم عمرې ماشومې سره په جنسي تيري او وژنه تورن ککړ تن يې نيولی دی.

د مردان په مدې بابا يونين کونسل فتو کلي کې نزدې يوه اوونۍ وړاندې شپږ کلنه ماشومه جينۍ د کوره بې درکه شوې او په دوېمه ورځ يې مړی د پټو نه ترلاسه شوی ؤ.

پوليس ویلي په طبي رپوټ کې مالومه شوې چې د ماشومې سره جنسي تيری شوی او د هغې وروستو وژل شوې ده.

د مردان د پوليسو مشر (ډي پي او) واحد محمود رسنيو سره په خبرو کې وويل، دوی د يادې پېښې په پلټنو کې نزدې د ۳۲۵ کسانو نه پوښتنې کړي او له هغې وروستو د ماشومې يو سکه او بل ناسکه تره نيول شوي دي.

هغه وويل د ماشومې ناسکه تره ۲۲ کلن خان محمد منلې چې هغه د ماشومې سره جنسي تيری کړی او بيا يې وژلې ده او له هغې وروستو يې د ماشومې د سکه تره نصرالله په مرسته بيا د هغې مړی په پټو کې غورځولی ؤ.

د وژل شوې ماشومې پلار په علاقه کې يوه دينې مدرسه چلوي او د ځايي خلکو په وېنا دغه ورور يې هم ورسره په مدرسه کې د استاذ په حېث دنده ترسره کوي.

په مردان کې د روان کال په لومړۍ میاشت کې هم د يوې څلور کلنې ماشومې سره جنسي تيری شوی او بيا وژل شوې وه.

په ياده پېښه کې نيول شوي ککړ تن ته تېره میاشت د مردان د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د عمر بند او لس لاکه روپو د بند سزا اورولې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG